شيالي معميتيمين: غواړم چې په خپل ټاټوبي کې د جامو يوه فابريکه جوړه کړم
CRI2020-11-15 18:25:40
شريکول:

۲۸ کلن شيالي معميتيمين (Xiaili Maimaitimin) د چين د شينجيانګ د ختن د قاراقاش ولسوالۍ اوسيدونکی دی او اوس په ايلي کې  د جامو په يو شرکت کې کار کوي چې مياشتنی معاش يې څه باندې۴۰۰۰  يوان دی.

ځينو بهرنيو خبري رسنيو ناسم او غلط خبرونه خپاره کړي چې په شينجيانګ کې د ملي لږکيو کارکوونکي په فابريکو کې ازادي نه لري او د کار او ژوند شرايط يې خراب دي. دغه خبرونه د شيالي معميتيمين په سترګه کې ټوکې او د خندا وړ دي. هغه وايي، غواړم چې له هغو کسانو څخه پوښتنه وکړم چې ايا تاسې له دغو فابريکو څخه ليدنې کړې دي که نه؟ له موږ سره مو يو ځای ډوډۍ خوړلې ده که نه؟ درواغ هيڅکله حقيقت نه شي پټولی. زه هره ورځ له خپلو همکارانو سره په ښه توګه کار کوم او خپل نيکمرغه ژوند شکر وباسم او په درنښت ورته ګورم.

نوموړی پخوا په خپل ټاټوبي کې بزګر و او ورځنۍ مزدوري يې کوله، خو عايد يې ټيټ و. د ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې هغه او مېرمن يې د کارکوونکو د استخدام په اړه د ايلي د جامو يو توليدي شرکت اعلان وليد او دواړو يو ځای په دغه شرکت کې په کار پيل وکړ. دغه شرکت د دوی لپاره هم کور برابر کړی او د ملي لږکيو د کارکوونکو لپاره يې ځانګړی د حلالو خوړو رستورانټ پرانيستلی. شيالي معميتيمين په ايلي کې له خپل ژوند ډېر خوښ دی. د خپلو پيسو يوه اندازه زيرمه کولو سره هغه د خپل راتلونکي ارام ژوند په اړه خوشبينه دی.

هغه د يوې رخصتۍ په موده کې بېرته ختن ته تللی و او هلته په دې خبر شو، هغه کسان چې د خپلو کاروبارونو جوړول غواړي، ځايي حکومتي ادارې ته د ملاتړ کوونکو پورونو د تر لاسه کولو لپاره غوښتنليکونه وړاندې کولی شي. هغه وايي، که په راتلونکي کې شرايط پوره کړم، په خپل ټاټوبي کې به د جامو يوه توليدي فابريکه جوړه کړم.