په نړۍ کې د تر ټولو لويې ازادې سوداګريزې سيمې جوړونه پيلېږي
cri2020-11-16 10:43:11
شريکول:

په نړۍ کې د تر ټولو لويې ازادې سوداګريزې سيمې جوړونه پيلېږي

     د اته کاله تر ۲۸ دورو خبرو اترو وروسته د سيمه ييزو هراړخيزو همکاريزو اړيکو تړون (RCEP) د نومبر په ۱۵مه نېټه د ويډيو له لارې لاسليک شو، په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو لويه ازادې سوداګريزه سيمه چې ستر پټ ځواک لري، جوړونه يې پيلېږي.

     د دې تړون په لاسليک سره به نه يوازې د سيمه ييز اقتصاد يو ځای کېدو او د کوويد-۱۹ تر سيوري لاندې د نړيوال اقتصاد احيا وهڅول شي، بلکې ترې ښکاري چې سيمه ييز هېوادونه له څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ څخه کلک ملاتړ کوي. د دغو هېوادونو دغه عمل دا تاييد کړې چې ورپرانيسته او همکارۍ د ګډو ګټو د تر لاسه کولو سمه لاره ده.

په داسې حال کې چې کوويد-۱۹ په نړۍ کې د چټک خپرېدو په حال کې دی او د امريکا سياستوالو د خپل اقتصاد ساتنې غوښتنه او يواړخيز نظام غوره کړی، نړيوال اقتصاد ډېر کمزور شوی. نو د ياد تړون لاسليک دا معنا لري چې پياوړی اقتصادي ځواک او د ودې ستر پټ توان لرونکی د ختيځې اسيا بازار د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه رد کړې او د نړيوال اقتصاد د احيا او د څواړخيز نظام لپاره يې باور برابر کړی دی.

په عين وخت کې د دغه تړون په لاسليک سره به د غړو هېوادونو وړتيا ښه ولوبول شي، د ختيځې اسيا اقتصادي حياتي ځواک او د پرمختګ پټ ځواک به لا ښکاره شي او د سيمه ييز پرمختګ او سمسورتيا لپاره به نوي هڅونکي ځواک برابر شي. برسيره پر دې، د دغه تړون له لاسليکېدو څخه دا ښکاري چې چين د ورپرانيستي تګلارو ته د دوام ورکولو ټينګه اراده لري، چين به د دې تړون په لاسليکولو سره د خپل لوی بازار وړتيا ښه وکاروي او د ورخلاصون سويه به لا لوړه کړي او له نړۍ سره به د پرمختګ په برخه کې خپل برياليتبونه شريک کړي.

که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د نړيوال کېدو بهير تر لسګونه کلن پرمختګ وروسته تر ډېرې اندازې پورې برياليتوب تر لاسه کړی او اوس نړۍ نه ويشل کېږي. د RCEP تړون عادي لاسليک دا ښيي چې د اقتصادي اړيکو پرې کېدل د نړيوالو لخوا نه منل کېږي، څواړخيز نظام او ازادې سوداګرۍ د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره سمه لاره ده.