شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د مشرانو په دوولسمه ويډيويي ناسته کې مهمه وينا وکړه
cri2020-11-18 15:01:25
شريکول:

د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۲مه ناسته د نومبر د ۱۷مې نېټې په شپه په انلاين ډول تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او د کوويد-۱۹ ضد د ګډې مبارزې او د خپلمنځي همکارۍ د پرمخبيولو تر عنوان لاندې يې يوه مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته شاره وکړه چې اوس نړيوال د کوويد-۱۹ او د بې ساري بدلون په شمول له ځينو ننګونو سره مخ دي او نړيوال شکل د ستر بدلون په حال کې دی. نړيوال اقتصاد د تېرې پېړۍ له ۳مې لسيزې راهيسې  تر ټولو سخت د کمزورۍ په حال کې دی. نو د برېکس هېوادونو د مشرانو دغه ناسته ځانګړی اهميت لري. هغه وويل

((باور لرو چې د سولې او پرمختګ عنوان نه دی بدل شوی، د نړۍ د څواړخيز کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو د تمايل مخنيوی هم ناممکن دی. موږ بايد د خلکو د ګټو لپاره کوښښونه وکړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د نظريې په لرلو سره د يوې ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره خپل خدمتونه ترسره کړو. ))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، لومړی، بايد پر څواړخيزم ټينګار او د نړۍ د سولې او ثبات وساتل شي. د برېکس هېوادونه بايد د نړيوال عدالت او مساوت کلکه ساتنه وکړي، د څواړخيزم  نظر تر لارښوونې لاندې دې د م.م  منشور د اصولو او مقصد ساتنه وکړي او د م.م په مرکزيت د نړيوال سيسټم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام ساتنه دې وکړي چې د ګډ پرمختګ سوله ييزه او ثابته زمينه  جوړه او رامنځته شي.

دوهم، بايد پر خپلمنځي همکارۍ ټينګار وشي، د کوويد-۱۹ ضد د ګډې مبارزې لپاره دې په ګډه کوښښونه او هڅې ترسره شي. د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې بايد نړيوالې ګډې هلې ځلې پياوړې شي او په دې برخه کې دې د روغتيا نړيوال سازمان له لارښوونکي رول دې ملاتړ زيات شي. چين تل په دې نظر دی چې د اړمنو هېوادونو لپاره واکسين برابر کړي او غواړي د برېکس هېوادونو د واکسين د څېړنيز مرکز جوړونه وهڅوي. چين وړانديز کوي چې د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې  د دوديزو درملو د بحث لپاره دې يو اړوند سمينار جوړ شي.

درېيم، بايد پر ور پرانيستي او نوښت ټينګار وشي او د نړيوال اقتصاد احيا دې وهڅول شي. د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول تر څنګ بايد د اقتصادي چارو احيا هم ترسره شي. ځينو هېوادونو د دغه ويروس په کارولو سره د نړيوال کېدو د مخنيوي هڅه کړې ده، د دوی دغه عمل به هرومرو خپلو او هم د نورو هېوادونو ګډو ګټو ته زيانونه ورسوي. چين به د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې د برېکس هېوادونو د نوي صنعتي انقلاب د همکاریزو اړيکو نوښتونو مرکز جوړ کړي. برسيره پر دې، چين هيله لري چې د برېکس هېوادونه به د ګردې نړۍ د مالوماتو خونديتوب د ساتلو له تړون څخه ملاتړ وکړي چې د چين لخوا وړاندې شوی.

 څلورم، بايد د خلکو د ژوند سويې ښه والي او لوړتيا ته لومړيتوب ورکول شي او په ګرده نړۍ کې دوامداره پرمختګ دې وهڅول شي. تر ۲۰۳۰ کال پورې د م.م د دوامداره پرمختګ لايحه بايد د نړيوالې همکارۍ او پرمختګ محور وبلل شي او لومړی بايد بېوزلي له منځه يووړل شي.

پنځم، بايد د چاپېريال ساتنې ته ډېره پاملرنه وشي او د انسان او طبيعت ترمنځ هوسا ګډ ژوند دې وهڅول شي. د پاريس تړون دې په ښه توګه تطبيق شي، بېلا بېلې خواوې بايد خپله دنده ترسره کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې لا زياتې مرستې وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چين به د ورخلاصون پر بهير ټينګار وکړي او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به لا زيات ګټور فرصتونه برابر کړي. نوموړي وويل

((اوس موږ ټول په يوه بېړۍ کې يو، موږ خپل ګډ لوری بايد ښه کنټرول کړو او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړو، په دې توګه لا ښکلې راتلونکې جوړه کړو. ))

د برېکس د ۵ هېوادونو مشرانو د خپلمنځي همکارۍ او د نړيوالو اوضاعو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او په دې لړ کې يې پراخې موافقې هم تر لاسه کړې دي.