شي جين پينګ: موږ به د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي قانوني ادارې پر لار ټينګار وکړو
CRI2020-11-19 15:55:45
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د هېواد د هراړخيزې قانوني ادارې کاري غونډه د نومبر له شپاړسمې نېټې تر اوولسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په غونډه کې ګډون او وينا وکړه. شي جين پينګ په غونډه کې څرګنده کړه چې د هېواد د هراړخيزې قانوني ادارې کارونه بايد په هراړخيزه توګه د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس او د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کميسيون د غونډو روحيې عملې کړي، د نوي پرمختګ په پړاو کې بايد د نوي پرمختګ نظريې پلې کړي،  نوی پرمختګ دې د واقعيتونو له مخې تر سره کړي.

د قانوني ادارې په لار کې د هېواد د ادارې سيستم او توان د عصري کېدو هڅونه وشي او په هراړخيزه توګه دې د عصري سوسياليستي هېواد او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په موخه د چين ارمان د پوره کېدو لپاره قانوني ادارې ځواکمنې شي.

شي جين پينګ په ياده غونډه کې د اوس او راتلونکې لپاره په هراړخيزه توګه د هېواد د قانوني اداري کارونو د پياوړتيا په هکله سپارښتنې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين کمونېست ګوند بايد په هراړخيزه توګه د هېواد په قانوني اداري  چارو کې لارښوونکی رول ولوبوي. د کمونېست ګوند لارښوونه په هراړخيزه توګه د هېواد د قانوني ادارې بنسټيز ضمانت دی. بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړی شي، خلک په ټوليزه توګه د هېواد د قانوني ادارې مهم بنسټ دی، نو بايد د خلکو لپاره د خلکو په اتکا کارونه تر سره شي. د خلکو ګټې بايد څرګندې شي، د خلکو هيلو ته دې پاملرنه وشي، د خلکو حقوق او ګټې دې وساتل شي او د خلکو ګټې دې پياوړې شي چې دا بايد په هراړخيزه توګه د هېواد د قانوني ادارې په بېلا بېلو ساحو کې په ټولو پروسو کې عملي شي.

د دغو کارونو بنسټيز هدف د قانون له مخې د خلکو د حقوقو او ګټو ساتل دي. بايد د خلکو نويو غوښتنو او هيلو ته فعال ځوابونه ورکړی شي، په سيستماتيکه توګه د قانوني ادارو په ساحه کې د خلکو مسئلې حل شي او د خلکو د نيکمرغۍ او خونديتوب احساسات پياوړي شي او د خلکو لپاره ښه ژوند او کار روزګار د قانوني ادارو له خوا تامين شي.

د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي قانوني ادارې لار په حقيقت کې د قانوني ادارې په ساحه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي لارې څرګندونه ده. ګوند د خلکو لارښوونه کوي چې اساسي قانون او نور قوانين طرح کوي، عملي کوي او د اساسي قانون او نور قوانينو په چوکاټ کې کارونه او فعاليتونه کوي. د چين د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکي، ټول دولتي ارګانونه او پوځونه، بېلا بېل سياسي ګوندونه او ټولنيزې ډلې، بېلا بېلې تصدۍ او سازمانونه بايد اساسي قانون د خپلو فعاليتونو بنسټيز اصول وګڼي  او ټول مسووليت لري چې اساسي قانون ته درناوی وکړي او تطبيق يې کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته په  اشارې سره چې بايد د هېواد د قانوني ادارې په لار کې د هېواد د ادارې سيستم او توان د عصري کېدو هڅونه وشي، وويل چې قانوني ادارې د هېواد د اداري سيستم او توان مهم بنسټونه دي.

برسيره پر دې د قانوني ادارې کارونه د هېواد په دننه کې او په بهرنيو چارو پورې اړه لرونکي کارونه دې په همغږيز ډول تر سره شي. بايد په بهرنيو چارو پورې اړه لرونکو چارو د قانوني اداري کارونو ستراتيژيک چوکاټ جوړ شي تر څو د هېواد د کورنيو او نړيوالو چارو اداره کولو کارونه همغږۍ شي او د هېواد د ملي حاکميت، خونديتوب او پرمختګ ګټې په لا ښه توګه وساتل شي. بايد د قانوني ادارې فکرونه پياوړي شي، د قانوني ادارې له لارې استفاده وشي او په اغيزمنه توګه له ننګونو سره مقابله وشي، د خطرونو مخه ونيول شي، په هراړخيزه توګه د قانون جوړولو، اجرا کولو او څارلو له لارې کارونه تر سره شي او په ټينګه سره د هېواد د ملي حاکميت، شرافت او مرکزي ګټې وساتل شي، د نړۍ د ادارې او اصلاحاتو او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې جوړولو هڅونه وشي.