د چين لپاره د يانګ ځه سيند د اقتصادي پرمختګ ارزښت
cri2020-11-20 15:39:39
شريکول:

د چين  لپاره  د يانګ ځه سيند د اقتصادي  پرمختګ  ارزښت

    يانګ ځه سيند په چين کې لومړی اوږد سيند دی چې عمومي اوږدوالی يې ۶۳۸۷ کيلومتره دی او په نړۍ کې درېيم مقام لري. د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د شانګهای، جيانګ سو، جه جيانګ، ان هوې، جيانګ شي، هو بې، هو نان، چونګ چينګ، سه چوان، يون نان او ګوی جو ۱۱ ولايتونو او ښارونو سره پوله لري، پراخوالی يې کابو ۲ ميليونه مربع کيلومتره دی او دلته د نفوس شمېر او د توليداتو ارزښت د ټول چين د عمومي شمېر ۴۰ سلنه نيسي. دغه اقتصادي کمربند د چين له ختيځ، مرکز او لوېديځ څخه تېرېږي، نو ځکه ډېر اهميت لري.

     چین د دغه اقتصادي کمربند د پرمختګ ستراتيژۍ وټاکله او موخه يې دا ده چې ياد ۱۱ ولايتونه او ښارونه د خپلو وړتياوو په ښه استعمال سره هراړخيز پرمختګ ومومي او د دې کمربند په اوږدو کې اوسېدونکي نيکمرغه ژوند ولري. خو مخکې د چاپېريال ساتنې په برخه کې د کمزورتيا له امله، د يانګ ځه سيند شهرت ته زيان رسېدلی و. د دې سيند په اوږدو کې کابو ۴ لکه د تيلو کيمياوي تصدۍ پرتې وې، هر کال تقريباً ۳۰ ميليارډه ټنه ککړې اوبه دغه سيند ته داخلېدې، او د دغه سيند د چاپېريال ساتل ډېر بېړنی کار وبلل کېده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او پخپله يې اړوند پلانونه وټاکل او ترتيبات يې ترسره کړي. هغه څو ځلې د ياد اقتصادي کمربند په اوږدو کې له ځايونو او سيمو څخه ليدنې کړې او د دغه اقتصادي کمربند د ودې په اړه يې په څو ناستو کې مهمې لارښوونې کړې چې د تاريخ او عمومي وضعيت له لحاظه د دغه اقتصادي کمربند د پرمختګ لوری يې روښاڼه کړی دی.

د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر مياشت کې د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ پلان په رسمي توګه خپور شو. له ۴ کلونو راهيسې د بېلا بېلو خواوو تر ګډو کوښښونو او هڅو لاندې، د دغه اقتصادي کمربند پرمختګ د چاپېريال ساتنې پر اساس تر سره شوی او د پرمختګ نوی نظر د دې کمربند د پرمختګ په بهير کې ښه تطبيق شوی دی. د پرمختګ نوی نظر يعنې له نوښت، همغږۍ، شنې فضا، پرانيستنې او مشترک توب سره تړاو لري. دغه نظر د باکيفيت، اغېزمن، عادلانه او دوامداره پرمختګ د عملي کېدو ضروري لاره ده. د دې نظر تر لارښوونې لاندې، د چاپېريال ساتنې ته لومړيتوب ورکول شوی او د نيکمرغه ژوند په اړه د عامو وګړيو احساسات لا نور پياوړی شوی دی.

په تېرو ۴ کلونو کې د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند په اوږدو کې د چاپېريال ساتلو او د ککړتيا پاکولو يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيول شوي، اوس ليدل کېږي چې په دغه سيند کې قيمتي کبان او مرغان  ډېر شوي، پخوانۍ ککړې سيمې په ښکليو پارکونو بدلې شوې، اړوندې صنعتي چارې اصلاح شوې او د ککړتياوو د کمښت په عين وخت کې ګټې يې هم زياتې شوي دي، دا ښيي چې په دغه اقتصادي کمربند کې د زرغون پرمختګ لومړني برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

د يوې شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹ کال تر نومبر پورې د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند په اوږدو کې د باکيفيتو اوبو اندازه 82.5 سلنې ته رسېدلې، په همدغه کال کې په دغو سيمو کې د توليداتو ارزښت 45 زرو ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال په نسبت 6.9 سلنه زيات شوی دی.

دا يو واقعيت دی چې شنه غرونه او پاکې اوبه د اقتصاد د چټک پرمختګ بنسټ دی، د چاپېريال ساتنه د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅونکی رول لوبوي. د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ نوي شکل او ترې تر لاسه شوي برياليوبونه دا ښيي چې چين د پرمختګ نوی نظر غوره کړی او پر دغه نظر به ټينګار وکړي. چين به د دې نظر تر لارښوونې لاندې د ټول هېواد پرمختګ نوې بڼه پيدا کړي.