د چین د پرمختګ نوې بڼه د نړۍ لپاره ستر اهمیت لري
cri2020-11-20 14:53:09
شريکول:

د چین د پرمختګ نوې بڼه د نړۍ لپاره ستر اهمیت لري

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه د اېپيک د صنعتي او سوداګريزو چارو د مشرانو په ويډيويي ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين د پرمختګ نوی شکل کورنی دوران نه دی، بلکې پرانيستي کورني او بهرني دورانونه  هڅوي. هغه وويل، چې د چين د پرمختګ نوی شکل د نړۍ لپاره په درېيو برخو کې ( بازار، ورپرانيستنه، همکارۍ) ډېر اهميت لري. نوموړي په خپلو خبرو کې د چين پېژندنې په  اړه پوره تفصيلات وړاندې کړل.

په نړۍ کې اوس بې ساری بدلون روان دی او په ورته وخت کې  کوويد-۱۹ د نړۍ پر مخ يوه بله سخته ننګونه ده او په داسې وخت کې د چين رول ډېر د پاملرنې وړ دی. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ او ويې ويل چې ((موږ به پخوانۍ لاره هېڅکله تکرار نه کړو، د اړيکو پرې کول او يا د نورو په ګوښه کولو سره د کوچنۍ ټولنې جوړونه او یا دې ورته  نورې لارې چارې به غوره نه کړو. )) د چين د پرمختګ نوی شکل د خپل ځان د پرمختګ له مرحلې او شرايطو، د اقتصاد د نړيوال کېدو او د بهرني چاپېريال بدلون ته په کتو ټاکل شوی دی.

د بريتانيا د سوري پوهنتون د سوداګرۍ پوهنځي پروفيسر شيونګ يو وويل، چين د نړۍ په پيچلي وضعيت کې اوسنۍ اوضاع ښه کنټرول کړې او د راتلونکي پرمختګ لوری يې روښانه کړی او د خپل هېواد د اقتصادي ودې په اړه يې د نړيوالو باور ډېر پياوړی کړی دی.

د جرمني د موټري چارو د يو شرکت مشر اولف کيسويتر پر دې اند دی، چې چين د کوويډ-۱۹ له منفي اغېزې څخه وتلی او په دې درشل کې يې  نورو هېوادونو ته هم ګټې رسولې دي، نوموړی وايي، چې د چين له بازار پرته به، په تېره ربع کې د دوی سوداګريزه ګټه دومره زياته نه وه. د ښاغلي کيسويتر په وينا رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دا ټکی هم تائيد کړی، چې د چین د پرمختګ نوې بڼه به نړۍ ته ګټې ورسوي.

د شين جين پينګ په خبرو کې درې مهم ټکي ښکاره دي. لومړی، د چين د بازار پټ ځواک به پوره ښکاره شي او د صادراتو په برخه کې به د بېلا بېلو هېوادونو لا زياتې اړتياوې پوره کړي. دوهم، د چين دروازه به لا زياته خلاصه او پرانيستل شي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د پرمختګ فرصتونه شريک کړي. درېيم، د چين ورپرانيستنه او نړيوالې همکارۍ به لا ژورې شي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د ګډو ګټو پر بنسټ همکاری ترسره کړي. په دغو درېيو ټکو کې کليدي مالومات ځای شوي او مشترک ټکي ترې ښکاري او چين د نړيوال اقتصاد احيا د هڅولو او له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ صميمي رويه لري.

چين د راتلونکي پرمختګ په اړه څرګند پلان او تدبيرونه لري، مثلا د ګمرکاتو او مالياتو اړوند لګښتونه یې کم کړي، له زياتو هېوادونو سره يې د لوړې کچې ازادې سوداګريز تړونونه لاسليک کړي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو باکيفيته پلان یې هڅولی او تطبيق کړی یې دی او داسې نور. د دغو چارو په نتيجه کې چين ډېرې زياتې بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي. د مثال په توګه، د جرمني د هان اټومېشن ((Hahn Automation )) په نوم شرکت پلان لري، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې په چين کې د نوې فابريکې د جوړولو لپاره څو ميليونه يورو پانګونه وکړي.

دا يو واقعيت دی، چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو غوښتنه لري،  او د ور پرانيستۍ او ورخلاصون تګلارې به لا پياوړې کړي. شي جين پينګ هم ژمنه کړې، چې هر هغه هېواد، سيمه او تصدۍ، چې غواړي له چين سره همکارۍ وکړي، موږ يې هرکلی کوو. له دې څخه ښکاري، چې د چين او نړۍ ترمنځ اقتصادي تګ راتګ به لا لوړې سويې ته ورسېږي. د چين د پرمختګ نوی شکل نه يوازې خپلې اړتياوې پوره کوي، بلکې د نورو هېوادونو خلکو ته به هم لا زياتې ګټې ورسوي.