په امريکا کې د کرونا وبا خپرېدل چټک شوی
CRI2020-11-20 18:05:27
شريکول:

اوس په امريکا د کوويډ-۱۹ وبا  په چټکه خپرېږي. په تيره اوونۍ کې په دغه هېواد کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کسانو د زياتوالي د هرې ورځې اوسط شمېر  تر ۱۶۰ زرو زيات دی چې دغه رقم د تېرو دوو اوونيو د اوسط کچې په پرتله ۷۷ سلنه لوړ شوی. پر ځايي وخت د نومبر تر اتلسمې نېټې پورې د دغه ويروس له امله په امريکا کې د مړه شويو کسانو شمېر له ۲۵۰ زرو نه زيات شوی.

په امريکا کې د دغه وبا د خپرېدو له امله وضعيت خراب شوی او له امله يې د امريکايي حکومت ناسمې کړنې او سياسي لوبې خلک ناراضه کړي. د امريکايي حکومت اقدام په ياد هېواد کې د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو د چټکېدو لامل شوی.