شي جين پينګ د جي شل هېوادونو د ډلې د پنځلسمې سرمشريزې غونډې د دويم پړاو په غونډه کې انلاين ګډون وکړ
CRI2020-11-23 15:52:26
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۲مې نېټې په ماښام له بېجينګ څخه په انلاين ډول د جي شل هېوادونو د ډلې د پنځلسمې سرمشريزې غونډې د دويم پړاو په غونډه کې ګډون وکړ او په کې يې د خپلې وينا په ترڅ کې په عمده توګه د دوام لرونکي پرمختګ په هکله نظريې څرګندې کړې.

هغه دېته په اشارې سره وويل بايد ټولشموله، دواملرونکې او ثابتې راتلونکې جوړه شي او په پر له پسي ډول دې په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونه پياوړي شي.

شي جين پينګ څرګنده کړه موږ د کوويد-۱۹ وبا تر منفي اغيزو لاندې بايد واقعي اغېزمن تدبيرونه غوره کړو. لومړی بايد پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی شي. د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا تر لارښوونې لاندې همکارۍ پياوړې شي او د جنوبي او شمالي نړۍ د پرمختګ تر منځ فاصله دې کمه شي. دويم بايد په هراړخيزه او برابره توګه تګلارې او تدبيرونه ونيول شي. په دقيق ډول دې تګلارې غوره شي او د کوويد-۱۹ وبا له امله د رامنځته شويو بېوزلۍ چارو سره دې مقابله وشي. بايد د هغو پورونو موده چې له پرمختيايي هېوادونو څخه اخيستل شوي دي،  د اوږدېدو وړانديز عملي شي، دغو اړوندو هېوادونو ته اړين مالي ملاتړ دې برابر شي او په دغو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو او يو له بل سره د تګ راتګ لپاره د تاسيساتو د ابادۍ هڅونه دې وشي. درېيم بايد د اقتصاد ښه نړيوال چاپيريال دې  جوړ او رامنځته شي.

شي جين پينګ وويل بايد پرانيستی نړيوال اقتصاد جوړ شي، د ګمرکي مالياتو اندازه دې ټيټه شي او د وارداتو او صادراتو په ترڅ کې له ګمرکي مالياتو پر ته دې اضافي کارونه او خنډونه  هم کم شي، پرمختيايي هېوادونو ته د ځانګړو تګلارو او اسانتياوو ورکولو پر چارو دې ټينګار وشي، د تجارت له لارې دې د بېوزلۍ حالت کنټرول او له منځه يووړل شي او د پرمختګ هڅونه دې وشي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې مرسته وشي چې په لا ښه ډول په نړيوال بازار کې ګډون وکړي. بايد د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې د ډيجيټلي کارونو رول زيات شي او په دې توګه د ډيجيټلي کارونو ټولشموليت دې پياوړی شي، د بېوزلۍ له منځه وړلو او د شتمنېدو لپاره دې د منځنيو او کوچنيو تصديو، ښځو او ځوانانو په شمول کمزورو ډلو ته فرصتونه او چانسونه ډير او برابر شي.

شي جين پينګ همدارنګه پر دې ټينګار وکړ چين به د خپلو هلو ځلو په مټ تر ډېره د کوويد-۱۹ وبا اغيزې کمې کړي او د ټاکلي پلان له مخې د لسو کلونو مخکې د ډېرې بېوزلۍ له منځه وړلو هدف به عملی کړي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د عملې کېدو د څه دپاسه څلويښتو کلونو په ترڅ کې څه دپاسه اووه سوه مليونه تنه له بېوزلۍ څخه وتلي دي، په نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې يې څه دپاسه اويا سلنه خدمتونه تر سره کړي دي. موږ غواړو له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای داسې ښکلې نړۍ جوړه کړو چې بېوزلي پکې ختمه او شتون ونه لري او ګډ پرمختګ په لوري ګامونه واخلو.

په ياده غونډه کې برخوالو مشرانو څرګنده کړه چې د جي شل هېوادونو ډله بايد د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ وکړي چې د کوويد-۱۹ وبا کنټرول کړي، د اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ هڅونه دې وکړي،  د ډيجيټلي چارو د پرمختګ په وړاندې ستونزې او توپيرونه دې کم کړي، د بېوزلۍ حالت دې کنټرول او کم کړي، ښځو او ځوانانو ته دې لا زيات ښوونيز او کاري فرصتونه برابر کړي، د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا دې عملي کړي او ټولشموله پرمختګ دې رامنځته کړي. دغه راز د کاربن ايستنې اندازه دې کمه شي، د ټيټ کاربن د ايستنې په عين وخت کې دې د شين پرمختګ هڅونه زياته شي او په ګډه دې د اقليمي بدلون او د ايکولوژيکي چاپيريال د سختوالي په شمول له نړيوالو ننګونو سره مقابله وشي.

په ياده غونډه کې د جي شل هېوادونو ډلې د رياض سرمشريزې غونډې اعلاميه هم تصويب شوه.