تبصره : متوازن پرمختګ؛ د بې وزلۍ د له منځه وړلو کيلي ده
cri2020-11-24 17:34:29
شريکول:

نړيوال بانک وړاندوينه کړې، چې  په ۲۰۲۰ کال کې به د کوويډ-۱۹ وبا له امله په نړۍ کې د بې وزلۍ انډول په تېرو ۲۰ کلونو کې بې ساری وي او په لومړي ځل به ډېر لوړ شي او د نړۍ ۱۵۰ ميليونه کسان به بېرته بې وزلۍ ته ستانه شي.

د  نړيوالې ټولنې پر وړاندې اوس تر ټولو ډېرې سختې او ستونزمنې دندې دا دي، چې نړيوال څنګه کولی شي، د  کوويډ-۱۹ وبا پر وړاندې مبارزه وکړي؟ اقتصادي وده څنګه وساتي؟ د خلکو ژوند څنګه تامين او په نړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخه څنګه پوره کړي؟

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۲ مې نېټې په شپه د شلو صنعتي هېوادونو(G20) د مشرانو د ۱۵ مې سرمشريزې غونډې دوهمې ويډيويي ناستې ته په وينا کې د دواملرونکي پرمختګ په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او ويې ويل، چې متوازن پرمختګ د بې وزلۍ د له منځه وړلو کيلي ده.

نوموړي  په خپلو خبرو کې پر دې تاکيد وکړ، چې د پرمختګ اجنډا بايد د نړيوالې همغږۍ  ډېره مهمه برخه  وګرځي، نوموړي وړانديز وکړ، چې پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکړی شي او هراړخيز ې او برابر ې تګلارې او اقدامات دې غوره  او د نړيوال اقتصاد لپاره دې ښه چاپيريال  برابر  شي.

که پرمختيايي هېوادونه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ پر اجنډا  ټينګ باور  ولري او د خلکو پر  ښېګڼو او ګټو  زيات تمرکز  وکړي، نو د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې ته به  لا نږدې شي.

شي جين پینګ په خپله وينا کې په  نړۍ کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره يو لړ تفصيلي وړانديزونه هم بيان کړل، د بېلګې په توګه؛نړيواله ټولنه دې  پرمختيايي هېوادونو ته  د پيسو راغونډولو په برخه کې زيات  ملاتړ برابر کړي، د زېربناوو د جوړولو او د پيوستون د پياوړتيا لپاره دې زياتې هڅې وکړي، سوداګريز خنډونه دې کم   او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره دې له ډيجټلي تخنيکونو څخه ګټې پورته کړي.

يوه چیني اصطلاح ده، چې وايي رښتينی پرمختګ هغه  دی، چې ټول ترې ګټې  پورته کړي.  د سږ کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه د چين ټولې بې وزله ولسوالۍ له بې وزلۍ څخه  ووتلې او پدې سره به چين له ټاکلي وخت ۱۰ کالونه وړاندې د ډېرې بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې ته ورسيږي.

 چين به د خپلې موخې د ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د دې ترڅنګ به له نورو پرمختيايي هېوادونو سره پدې برخه کې مرستې وکړي او له بېلابېلو هېوادونو سره به په ګډه يوه داسې ښکلې نړۍ جوړه کړي، چې بې وزلي پکې نه  وي او ګډ پرمختګ  روان وي.