که تاسو لوړ ځای ته پورته شئ، هرو مرو به لېری ځای وګورئ
cri2020-11-24 11:31:39
شريکول:

      

د نومبر له ۱۷مې نيټې څخه تر ۲۲مې نيټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه په انلاين ډول په وار سره د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۲مه غونډه، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۷مه غير رسمي غونډه او د شلو هېوادونو ډلې په ۱۵مه سرمشريزه غونډه کې ګډون او ويناوې وکړې، له اوسني بحران څخه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د وتلو لپاره يې وړانديزاو د کوويد ۱۹ وبا وروسته يې د نړيوال پرمختګ لپاره لوری په ګوت کړی دی.

چين د يو داسې هېواد په توګه چې تر نورو هېوادونو نه مخکې يې خپلې توليدي چارې بيا پيل کړې، په نوموړو غونډو کې د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره يو لړ چيني لايحې وړاندې کړې چې کليدي برخه يې ورخلاصون، نوښتونه، ګډ او شين پرمختګ دی. دغه چيني تجربې د نړيوال اقتصاد له پرمختيايي لوري سره سمون لري او له اوسنيو ستونزو څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو لپاره به ښه رول لوبوي.

د رئيس شي جين پينګ دغه وړانديزونو د درېيو مهمو اداري ډګرونو لپاره پرمختیایي لوری په ګوته کړی او د کوويد ۱۹ وبا وروسته د نړيوال نظام د جوړولو لپاره يې لارښوونکی رول لوبولی دی.

د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې د نړيوال اقتصاد اداره مهم پړاو ته رسيدلې ده. د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې رئيس شي جين پينګ په دې اړه خپله نظريه څرګنده کړه او په خپلو خبرو کې يې دا تائيد کړی چې مونږ بايد د ورخلاصون او همکارۍ په شمول پر څلورو مواردو باندې ډېر ټينګار ولرو ، د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ټينګه ساتنه دې وکړو او ډيجيټلي ادارې ته دې پاملرنه وکړو. دغه نظريه د نړيوال اقتصاد د ادارې په اړه د رئيس شي جين پينګ له مفکورې سره مستقيم تړاو لري او د زمانې له پرمختګ سره برابر او هم سمون لري چې دا به لا عادلانه لوري ته د نړيوالې اقتصادي ادارې د پرمخبيولو لپاره ګټوره وي.

رئيس شي جين پينګ د يادو دريو غونډو له لارې نړيوالو ته اعلان وکړ چې چين به هڅکله له تاريخي اصولو څخه سرغړونه ونه کړي او له نورو هېوادونو سره عادي اړيکې به پرې نه کړي. که هر هېواد يوازې لوړ ځای ته پورته شي، نو لېري ځای به وګوري. د زمانې د سولې او پرمختګ عمده موضوع نه دی بدل شوی، نو امکان نه لري چې د نړۍ د څو قطبيز او د اقتصاد نړيوال کېدو بهير مخنيوی دی وشي.