د چانګ عه پنځم نمبر کشفي فضايي بېړۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه
cri2020-11-24 15:05:05
شريکول:

د چانګ عه پنځم نمبر کشفي فضايي بېړۍ  په برياليتوب سره وتوغول شوه

       په سپوږمۍ کې د پلټنو په اړه د چانګ عه پنځم نمبر کشفي بېړۍ د نومبر په ۲۴مه نېټه د چين له ون چانګ توغونکي ډګر څخه د۵ CZ - م راکټ په مټ په برياليتوب سره فضا ته وتوغول شوه. دغه دنده په سپوږمۍ کې د پلټنو، موندنو په اړه د چين ۶مه دنده ده او د فضانوردۍ  چارو په برخه کې تر ټولو سخت او مشکل کار بلل کېږي.

     د نومبر د ۲۴مې نېټې د سهار په ۴ نيمو بجو د چين په ون چانګ توغوونکي ډګر کې د ۵ CZ - م راکټ د چانګ عه پنځم نمبر فضايي بېړۍ په راوړلو سره فضا ته وتوغول شوه او تر ۲۲ سوو ثانيو الوتنې وروسته يې دغه کشفي بېړۍ ټاکلي مدار ته رسولې ده. د چانګ عه پنځم نمبر کشفي فضايي بېړۍ به وروسته د الوتنې ۱۱ مرحلې ترسره کړي او د سپوږمۍ له سطحې څخه به کابو د ۲ کيلوګرامو نمونو او خاورو په تر لاسه کولو سره بېرته ځمکې ته راستنه شي.

      په سپوږمۍ کې د پلټنو او موندنو په اړه د تېرو څو ځلو د دندو په نسبت، د دغه ځل کار مهمه موخه د سپوږمۍ له سطحې څخه د نمونو راوړل دي. د دې پروژې مرستيال عمومي ډيزاينر  پې جاو يو وويل

(( په دغه پروژه کې به درې موخې ترسره شي: لومړی، د سپوږمۍ د سطحي نمونو تر لاسه کول دي، د سپوږمۍ له سطحې نه الوتنې او د نمونو د زېرمه کولو په شمول ځينې مهمې پلټنې او موندنې کول دي چې د فضانوردۍ په برخه کې د چين تکنالوژۍ د پرمختګ ښکارونديي کوي. دوهم، پر لومړي ځل له ځمکنۍ  کرې بهر په اوتوماته توګه د نمونې تر لاسه کول او بېرته ځمکې ته يې راوړل دي چې دا د چين په ساينسي تخنيک هڅولو کې مهمه ونډه لري. درېيم، په سپوږمۍ کې د پلټنو سيستم بشپړول دي چې په راتلونکی کې د چين د اړوندو علمي څېړنيزو پروژو لپاره د کارپوهانو، متخصصانو، تکنالوژۍ او مالي چارو په برخو کې د بنسټ ايښودل دي.))

په نړۍ کې ځينو نورو هېوادونو هم له دې مخکې د سپوږمۍ له سطحي څخه نمونې  ځمکې ته د راوړلو پروژې ترسره کړې دي، خو چين دغه ځل له انسان پرته په اوتوماته توګه دغه پروژه ترسره کوي، دا په نړۍ کې لومړی ځل دی. د دغې پروژې د بريالۍ ترسره کېدو لپاره، د چانګ عه پنځم نمبر کشفي فضايي بېړۍ چې تر ټولو پیچلی فضايي سيسټم بلل کېږي، دا دنده ترسره کوي چې د مدار بېړۍ، د بېړۍ بېرته راتګ، پر ځمکه باندې د بېړۍ ښکته کېدنه او د بېړۍ پورته کولو په شمول له ۴ برخو څخه جوړ شو. د دې پروژې په بهير کې به دغه ۴ برخې يو له بل سره ښې همکارۍ وکړي.

د دغې پروژې د يو کليدي کار په توګه، په اوتومات  توګه د سپوږمۍ له سطحې څخه نمونې تر لاسه کول ډېر د پاملرنې وړ دي. د چانګ عه پنځم نمبر کشفي بېړۍ به د سپوږمۍ د (Oceanus Procellarum) اوشیانوس پروسیلاروم په شمال لوېديځه  برخه کې کښته کړي او د کيندلو او راوړلو په دوو طريقو به د سپوږمۍ څخه نمونې تر لاسه کړي. د دې کشفي فضايي بېړۍ د سيستم مرستيال عمومي ډيزاينر پنګ جينګ وويل

((د چين ساينسپوهانو غوښتنه کړې چې د سپوږمۍ د تاريخ په اړه بايد يوه بشپړه نقشه جوړه شي، په دې اړه د بېلا بېلو زمانو نمونو ته اړتيا ده. دوی تر څېړنې وروسته دا پيدا کړې چې د اوشیانوس پروسیلاروم په شمال لوېديځه  برخه کې نمونې نسبتاً ځوانې دي او د پخوانيو راوړل شويو نمونو سره يو ځای کېدو سره به د سپوږمۍ د جوړېدو او بدلون بهير د پېژندلو لپاره ګټور وي. برسيره پر دې، د کيندلو او راوستلو په دوو طريقو سره به د بېلا بېلو ډولونو نمونې تر لاسه  شي. ))

مخکې د سپوږمۍ له سطح څخه د نمونو د تر لاسه کولو او راوړلو دندې د عملي کېدو په بهير کې ماشين تل د سپوږمۍ له سطحی نه په مستقيمه توګه ځمکې ته الوتنه کوله، خو د چانګ عه پنځم نمبر کشفي بېړۍ به د سپوږمۍ مدار د لاسرسي تکنالوژۍ وکاروي چې د نړۍ پرمختللې سويه لري. ويل کېږي چې د دغه کشفي ماشن له دغې موخې څخه د فضانوردۍ  په برخه کې د چین وړتيا او لوړ توان ښکارېږي.