د چين د پېشنهاد په رڼا کې به د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ابادي پياوړې شي
CRI2020-11-28 15:03:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۷مه نېټه د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د اوولسمې دورې نندارتون او د دواړو خواوو د سوداګريزو چارو او پانګونې سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه ويډيويي وينا وکړه. شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاديې ترمنځ به د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي، او په دې اړه يې ۴ فقره ييز وړانديز وکړ. د شي جين پينګ له وينا څخه د چين صادقانه هيله څرګنده شوې چې چين غواړي د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي او د خپلمنځي اړيکو کچه لوړه کړي.

په روان کال کې چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې له کوويډ-۱۹ وبا سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ تر څنګ د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې چې له امله يې په لومړيو لسو مياشتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زيات شوی او دواړه خواوې يو د بل لپاره لومړی لوی سوداګريز ملګري دي. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ اړيکې د اسيا او ارام سمندر سيمې په سيمه ييزو همکاريو کې تر ټولو بريالۍ او فعاله نمونه ده او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ښه بېلګه ګرځېدلې ده. د فيليپين ولسمشر رودريګو ډوتيرتي  (Rodrigo Duterte) په خپله ويډيويي وينا کې په دې سيمه کې د چين د پانګونې مننه وکړه او و يې ويل، چې د چين پانګونه د سيمه ييز اقتصاد د يووالي لپاره ګټوره ده.

په نوی وضعيت کې څرنګه د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ابادي پياوړې شي؟  شي جين پينګ په دې اړه ۴ فقره ييز وړانيديز وکړ، چې ستراتيژيک متقابل اعتماد بايد لا ټينګ شي او د پرمختګ پلانونه بايد سره وصل شي؛ خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بايد پياوړې شي او د دې سيمې اقتصادي احيا بايد چټکه شي؛ د تکنالوژۍ نوښت او د ډيجټلي اقتصاد همکارۍ بايد پياوړې شي؛ له کوويډ-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره دې همکارۍ پياوړې شي او د عامه روغتيا د توان د لوړوالي لپاره دې هڅې وشي.

د پام وړ خبر دا دی چې روان کال د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو له لسمې کليزې سره برابر دی او د سيمه ييزې او هر اړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون په دې وروستيو کې لاسليک شوی دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او ژورتيا لپاره يې ګټورې زمينې برابرې کړې. د چين د پېشنهاد په رڼا کې به د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ نوې پاڼه پرانيستل شي.

چين به د نوموړي نندارتون په شمول د بېلا بېلو همکاريزو ډګرونو له لارې نور زيات سوداګريز فرصتونه برابر کړي او د سيمه ييز اقتصاد احيا به وهڅوي.