د ايران ولسمشر د اسرائيل له خوا د اټومي ساينسپوه پر پټې غندنې نيوکه وکړه
cri2020-11-30 15:22:10
شريکول:

د نومبر په ۲۸مه نېټه د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد د لوړ پوړي اټومي ساينسپوه محسن فخري زاده په وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه. هغه وويل چې ترهګرې کړه وړه به د ايراني ساينسپوهانو د هڅو او کوښښونو مخنيوی ونه کړي بلکې د ده له لوري تر سره شوي کارونه به د ايران له خوا د کلکو ګامونو د پورته کولو سبب شي. ولسمشر روحاني وويل چې دغه ترهګريز بريد د هغه څه سره تړاو لري چې دښمنان د ايران له علمي او تخنيکي پرمختګ څخه ويريږي او په سياسي چارو کې يې ماتې خوړلی ده. له دې څخه د دغو دښمنانو وحشت او دښمنۍ ښکاريږي.

د ايران د دفاع وزارت د نومبر په ۲۷مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دې هېواد لوړ پوړې اټومي ساينسپوه او د دفاع وزارت د څېړنې او نوښت سازمان مسؤل محسين فخري زاده په همدې ورځ د تهران په شاوخوا سيمه کې د وسله والو ترهګرو د بريد له امله ووژل شو. په همدې ورځ د ايران ولسمشر حسن روحاني په يوه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل، فخري زاده د ايران نامتو ساينسپوه و او د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته د ده په مشرۍ د ايران د دفاع وزارت په څېړنيزه څانګه کې ډېر مهم کارونه يې تر سره کړي او د کوويد ۱۹ ويروس د نوکليک اکسيد کشف کيټ د څېړنې او جوړولو او د ايران د طبي توکو د ځاني اړتياوو د پوره کولو لپاره يې بې شمېره خدمتونه کړي دي. د هغه ترورول يې وغندل او ويې ويل د ايران اړوندې څانګې به دغې پېښې ته مناسب ځواب ورکړي.

 هغه وويل،  له دغې پټې وژنې څخه ښکاري چې د ايران دښمنانو په وروستيو څو اوونيو کې ډېر انديښمن دي او دا يې احساس کړې ده چې پر ايران باندې د دوی له خوا له فشارونو هېڅ ګټه نه ده کړې. دوی غواړي چې په منځني ختيځ کې د نا ارامۍ د رامنځته کولو لپاره ځيني کارونه تر سره کړي.خو د ايران دښمنان بايد پر دې پوه شي چې د ايران حکومت او خلک زړه ور دي او پر وخت به د دغې پېښې ځواب ور کړي.

هغه زياته کړه چې د دې ترهګريز بريد لامل دا دی چې د ايران د علمي او تخنيکي پرمختګ او په سيمه او نړۍ کې د ځاني ناکامۍ پر وړاندې دغه دښمنان انديښنه لري. هغه وويل دغه دښمنان به خپلو موخو ته ونه رسيږي او دغه ترهګريز بريد د ايران د علمي او تخنيکي پرمختګ مخنيوی نه شی کولی. هغه وويل، ايرانيان د دوی له اټکل څخه وتلي ځيرک او تکړه دي او د اسرئيل پر توطيې باندې باور نه لري. اسرائيل غواړي چې په ايران کې نا ارامي جوړه کړي، خو ايران پر دې پوهيږي چې د دوی دا بده موخه به تر سره نه شي. د ايران دښمنان بايد پر دې پوه شي چې دغه ترور د ايرانيانو له خوا علمي او تخنيکي چارو ته د ودې ور کولو د ټينګ هوډ مخنيوی نه شي کولی بلکې په دې برخه کې به د ايران هوډ پياوړی شي. د ايران د دفاع وزارت به په اړونده ساحه کې خپلې هڅې او پانګونې زياتې کړي تر څو د فخري زاده د وژل کېدو له امله پاتی شوي خالي ځايونه ډک کړي.

پر ولسمشر روحاني سربېره د ايران څو تنو پوځي او سياسي شخصيتونو وويل ،دغه پېښه له اسرائيل سره تړاو لري. د ايران د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې وياند د نومبر په ۲۸مه نېټه وويل، د اسرائيل صدراعظم نيتانياهو پخوا د فخري زاده نوم ياد کړ، خو ايران هېڅ پوځي ذروي پلان نه درلودل.

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې بايد د دې پېښې پلټنه وشي او مجرمينو ته دې سزا ور کول شي او د دې ترڅنګ د فخري زاده له خوا برابرو شويو علمي چارو لړۍ ته ادامه ور کول شي.