په امريکا کې بليک فرايدې (تورې جمعې) کې سوداګريز ارزښت ډېر کم شوی و
cri2020-12-01 13:10:04
شريکول:

په امريکا کې بليک فرايدې (تورې جمعې) کې سوداګريز ارزښت ډېر کم شوی و

      پخوا هر کال په امريکا کې د بليک فرايدې (تورې جمعې) ورځې د پلورنځيو لپاره يوه ډېره مهمه ورځ وي، دغه ورځ د نومبر له څلورمې جمعې سره برابره وه او په همدې ورځ د دې هېواد په ټولو پلورنځيو کې د شيانو تخفيفي بيې ټاکل کېږي چې ګڼ شمېر مشتريانو جلبېدو سبب کېږي. خو سږ کال دا حالت بدل شوی.

   د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، په همدغه ورځ د واشنګټن د شمال لوېديځ په والمارټ پلورنځي کې ډېر کم مشتريان ليدل کېدل. د څو کيلومترو په واټن کې د ميسيز(Macy's) پلورنځي کې هم دغه شان حالت و، د پلورنځي کارکوونکي د مشتريانو په نسبت  زيات و.

  د امريکا د RetailNext ارګان د شمېرنې له مخې، سږ کال په همدغه ورځ په اف لاين پلورنځيو کې د مشتريانو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه ټيټ و او د کاروبار ارزښت ۳۰ سلنه کم شوی. د څېړونکي په اند، عمده لامل يې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ويروس ګړندي خپرېدل دي. د دغه ويروس د چټک خپرېدو له امله رامنځته شوی سخت حالت او د خلکو ترمنځ د معياري واټن ساتلو د مقرراتو له کبله، په پلورنځيو کې د مشتريانو شمېر په څرګنده توګه کم شو.

      بل لامل يې دا دی چې ډېرو مشتريانو انلاين سوداګرۍ غوره کړې. د امريکا د مخکښو سلو انلاين سوداګريزو ويبسايټونو څخه د اتياوو شمېرې ښيي چې په همدغه ورځ د دوی انلاين سوداګريز ارزښت ۹ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۲ سلنه زيات شوی دی.

خو دا يو واقعيت دی چې د امريکا د مشتريانو اقتصادي توان کمزوری شوی دی. د بلک فرايدې څخه دوه ورځې مخکې د دغه هېواد د کارګرو وزارت يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د نومبر تر ۲۱مې نېټې پورې په دغه اوونۍ کې په دغه هېواد کې په لومړي ځل د وزګارو مرستندويه غوښتونکو شمېر د مخکنۍ اوونۍ په پرتله دېرش زره زيات شوی او عمومي شمېر يې ۷۷۸ زرو ته رسېدلی . له دې څخه ښکاري چې د کوويد-۱۹ منفي اغېزه لا پراخه شوې ده.

تقاعد شوې روغتياپالې تريشه وويل، هغې په تېرو څو اوونيو کې يوازې د ژوند د اړينو توکو د اخيستلو لپاره دوه سوه ډالره لګولې. هغه د کوويد-۱۹ د چټک خپرېدو له امله ډېره اندېښمنه ده. اوس په امريکا کې ډېر خلک د تريشې په شان نظر لري. برسيره پر دې، په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو، په پارلمان کې د غړو بدلون او د ديموکرات ګوند او جمهوريت غوښتونکي ګوند ترمنځ د اختلافاتو د پاتې کېدو په شمول د يو لړ عواملو له امله، په دې هېواد کې ځينې مرستندويه تګلارې ښايي وځنډول شي. د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په اړه د دوو مرستندويه تګلارو اعتباري وخت به د دسمبر تر ۲۶مې نېټې پورې ختم شي او دغه راز به 13.7 ميليونه کسان له مرستې پاتې اوسي. څېړونکي دې ته اشاره کوي چې دغه 13.7 ميليونه وزګاره کسان که له مرستو پرته پاتې شي، نو د امريکا اقتصاد پر وړاندې به لا زياتې ستونزې رامنځته شي. څرنګه چې د دغه هېواد په جي دي پي کې د خلکو شخصي مصرف ۷۰ سلنه نیسي. خو په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت نه دی کنټرول شوی او د لا سختېدو په حال کې دی، نو د مصرف پر باور يې ډېره منفي اغېزه  کړې ده. په تېر نومبر کې امريکا کې د مشتريانو د باور انډول 96.1 و چې له اګست مياشتې راهيسې تر ټولو ټېټې سويې ته رسېدلی. د نړۍ د لويو تصديو کمېټې د اقتصادي انډول عالي څارونکي لين فرانکو وويل، په ۲۰۲۱ کال کې به په امريکا کې د اقتصاد او يا د کارګرو بازار په برخو کې پرمختګ و نه ليدل شي.

په تېره نيمايي کې امريکايي مقاماتو د يو لړ ناسمو کړنو له امله، د کوويد-۱۹ له کبله رامنځته شوې منفي اغېزې لا نورې زياتې شوې، ګڼ شمېر تصدۍ بندې شوې، اقتصادي چارې ډېرې کمزورې شوې، د بې کاري او وزګارتيا انډول ډېر لوړ شوی دی. په دې بهير کې د امريکا عادي وګړي تر ټولو سخت زيانمن شوي دي. امريکايي مقامات بايد له دې څخه عبرت او  ښه درس واخلي او سمدلاسه تېروتنې اصلاح  کړي او اغېزمن تدبيرونه دې ونيسي.