د چين او اسيان ترمنځ له نندارتون څخه د چين د لا ورخلاصون ټينګ هوډ ښکاريږي
cri2020-12-02 11:02:54
شريکول:

د چين او اسيان ترمنخ ۱۷مې دورې نندارتون د نومبر په دېرشمه نېټه پای ته ورسيد چې ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې. په دې نندارتون کې څه باندې يوسل پنځوس انلاين او په فريکي توګه موجود اقتصادي او سوداګريز فعاليتونه تر سره شوي، د کورنيواو نړيوالو  پانګونې ۸۶ همکاريزو پروژو تړونونه لاسليک شوي او د لاسلیک شويو قراردادونو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول د تېرو څو کلونو په پرتله لوړ شوی دی. د دې نندارتون له کبله نه يوازې د چين او اسيان ترمنځ دوستانه اړيکې لا ټينګې شوې او د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې شوې دي بلکې د چين او اسيان ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ ښکارندويي کوي.

ياد نندارتون د کوويد ۱۹ وبا په حال کې تر سره شو او ور څخه څرګنديږي چې چين نه يوازې په اغيزمنه توګه دغه  ويروس کنټرول کړی بلکې پر لا ورخلاصون باندې د ټينګار کولو او له اسيان سره د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ټينګ هوډ لري.

دا د پاملرنې وړ ده چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او اسيان ترمنځ د ۱۷مې دورې په نندارتون او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په نوي حالت کې چين اسيان ته د ګاونډيتوب ديپلوماسۍ لومړيتوب ور کوي او اسيان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ مهمه سيمه بولي. چين د اسيان د ګډې ټولنې له ابادۍ څخه، د ختيځې اسيا په همکارۍ کې د اسيان د مرکزي مقام له نيولو څخه او د لا پرانيستې سيمې د جوړولو لپاره د اسيان د لا مهم رول له لوبولو څخه ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ نوموړي د چين او اسيان ترمنځ د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ په هکله څلور فقره ييز وړانديز وکړ چې له دې امله يې د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لپاره روښانه لوری په ګوته شوی او د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا ټينګ هوډ لاټينګ شوی دی.

د دې حالت پر وړاندې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د ډيجيټلي انلاين اقتصاد د ګډې سمسورتيا ترعنوان لاندې ياد نندارتون ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې دا د دواړو خواوو ترمنځ د  اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره خوځنده ځواک نه يوازې په خوځښت راوستلی بلکې د چين او اسيان ترمنځ  د همکاريزو وړتياوو او امکاناتو ښکارندويي کوي.

په دې جمله کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکارۍ  ډېر د پاملرنې وړ دي. اوس د اسيان لسو هېوادونو  له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه د همکارۍ سندونه لاسليک کړي. چين په دې نندارتون کې پر دې ټينګار وکړ چې غواړي له اسيان سره د دواړو خواوو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د وړاندیز او د ۲۰۲۵ کال لپاره له اسيان سره د پيوستون د عمومي پلان د همکارۍ په اړه ګډه اعلاميه پلې کړي، د نويو ځمکنيو او سمندري لارو د ابادۍ او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو له لارې دې د اوسني اقتصادي دهليز او د مهمو پروژو ابادي پرمخبوزي او  د چين او اسيان ترمنځ د مالونو د څو ډولونو ليږد راليږد ټولنه دې جوړه کړي. له دې څخه ښکاري چې د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به د چين او اسيان ترمنځ د همکاريو لپاره نوی فرصتونه برابر کړي.

د دې ترڅنګ ډيجيټلي انلاين اقتصاد به د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره لازياتې وړتياوې او امکانات برابر کړي. دا څرګنده ده چې يو لا پرانيستي چين نه يوازې د خپلې ځاني سمسورتيا لپاره کار کړی بلکې له دې لارې يې د نړۍ او د نورو هېوادونو د بيا سمسورتيا لپاره خپل بې شمېره خدمتونه تر سره کړي دي چې له دې امله به د اسيان د غړو هېوادونو په شمول د نړۍ مختلف هېوادونه له ګټو برخمن اوسي.