لرغون پېژندنه به د چين او افغانستان اړيکې لا نږدې کړي
CRI2020-12-03 15:12:59
شريکول:

ليکوال: د چين د دون هوانګ اکاډمۍ علمي څېړونکی شاو شوه چنګ

ژباړونکې: د چين ميډيا ګروپ خبرياله زرينه


د دون هوانګ اکاډمۍ لرغون پېژندونکي او علمي څېړونکي په افغانستان کې د تاريخي ځايونو د کتلو په ترڅ کې دغه عکس اخيست

افغانستان په مرکزي اسيا کې دی، نو په دغه هيواد کې لرغون پېژندنه د چينايانو لپاره څه اهميت لري؟ زه فکر کوم، چې مونږ د لرغون پېژندنې له لارې افغانستان لا ښه پېژندلی شو، نړيوالو د دغه هيواد باميان او جام څلی ډېر ښه پېژندلي، خو په حقيقت کې دغه هيواد نور هم ډېر تاريځي ځايونه لري. افغانستان ځانګړی جغرافيايي موقعيت او بډايه کلتور لري، چې د ختيځ او لويديځ د کارپوهانو توجه يې ځان ته اړولې ده، دغه هېواد د ختيځ او لويديځ د تمدنونو څلور لارې هم بلل کيږي او د دښتو او غرنيو سيمو د تمدنونو او کوچيانو کلتور په ګډون د اروپا او اسيا د لويو وچو رنګارنګ ځانګړي مدني عناصر هم همدلته يوځای شوي دي. کله چې افغانستان په ۱۹۱۹م کال کې خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه، نو له فرانسې، امريکا، جاپان او څو نورو لويديځو هېوادونو سره يې په ګډه د لرغون پېژندنې، هنر او د کلتوري ميراثونو د ساتلو په برخه کې ځينې پروژې ترسره کړې. نړيوالو کارپوهانو د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د افغانستان د لرغون پېژندنې په علمي څېړنو کې ډېرې سختې سيالۍ وکړې او هغه مهال دغه سيالۍ د المپيک له لوبو سره ورته بلل شوې وې. له بدمرغه چين د بېلابېلو اوږدمهاله لاملونو له کبله په دغو سياليو کې ګډون نه و کړی.


يو چيني لرغون پېژندونکی د افغانستان د تاريخي اثارو پر لرغون پېژندنې بوخت دی

چينايان يوازې د ژبې زده کولو له لارې نه ، بلکې لرغون پېژندنه هم يوه مهمه وسيله ده، چې پر مټ يې افغانستان ښه پېژندلی شي او چينايانو په دې برخه کې ډېرې ستونزې ګاللي او تجربه کړې دي. په ۱۹۵۸ کال کې د چين د وخت د کلتور وزارت مرستيال وزير جنګ جن دوه د يوه پلاوي په مشرۍ د لرغون پېژندنې په موخه افغانستان ته روان و، چې الوتکه يې د تخنيکي ستونزې امله وغورځېده او هغه هم  پکې مړ شو او له هغه وروسته چينايانو په افغانستان کې د لرغون پېژندنې په اړه خپلې څېړنې وځنډولې. په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د ملي ميوزيم تاريخي اثار د چين په بېلابېلو ځايونو کې نندارې ته وړاندې شول او ډېرو چينايانو دغه تاريخي اثار وليدل او د افغانستان په اړه يې داسې نوي معلومات ترلاسه کړل، چې پخوا يې اورېدلي هم نه وو. د بېلګې په توګه د چين د هان سلسلې ډيپلومات جانګ چيان منځنۍ او لويديځې اسيا ته د سفر په ترڅ کې افغانستان ته هم تللی و. د چين د لرغونې زمانې بودايي راهب شيوان ځانګ د بودايي دين د زده کړو په موخه هند ته تللی و او د تګ په لار کې په افغانستان کې هم تم شوی و او افغانانو ډېر ښه مهربانه سلوک او مرستې ورسره کړې وې. شيوان ځانګ په دې سفر کې د منځنۍ او لويديځې اسيا د بېلابېلو هېوادونو کلتورونه او دودونه له نږدې ليدلي وو او پدې اړه يې د لويديځې نړۍ بودايي ريکارډونو په نوم لوی کتاب ليکلی و او دغه کتاب اوس هم د جنوبي او منځنۍ اسيا د لرغون پېژندنې لپاره يو مهم تاريخي کتاب ګڼل کيږي. مونږ په افغانستان کې داسې ځايونه هم پيدا کړل، چې په لرغونې زمانه کې چينايان د نړۍ د معلومولو لپاره ورغلي وو او په دې اړه مو هم معلومات ترلاسه کړل، چې په لرغونې زمانه کې يونانيان، رومانيان او د فارس وګړي چين ته نږدې سيمو ته ورغلي وو، بودايي، ماني، زردشتي او عيسوي دينونه او مذهبونه د افغانستان له لارې چين ته خپاره شوي دي او موږ پر دې هم پوه شوو، چې زموږ نيکونه په ډېر جرئت د نړۍ د معلومولو لپاره بهر ته تللي وو او دا ټول مالومات د چين د هان او تانګ سلسلو د لرغون پېژندنې د هنر ډېره مهمه برخه ده.


د دون هوانګ اکاډمۍ لرغون پېژندونکي او علمي څېړونکي په افغانستان کې د تاريخي ځايونو د کتلو په ترڅ کې دغه عکس اخيست

د چين د دون هوانګ اکاډمۍ د لرغون پېژندنې اته کسيز پلاوي د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې افغانستان ته سفر وکړ او د کابل او باميان تاريخي اثار او ځايونه يې له نږدې وکتل، د باميان د سمڅو په اړه يې ډېرې څېړنې وکړې او ډېر مالومات يې ترلاسه کړل. دا له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د علمي څېړنو په برخه کې افغانستان ته د چيني کارپوهانو د پلاوي لومړی سفر و او د چيني کارپوهانو د هغه ټينګ هوډ ښکارندويي کوي، چې له مخې يې د ورېښمو لارې په اړه علمي څېړنه بيا پيلول غواړي. دغه څېړونکي پلاوي له دې سفر وروسته د چين او افغانستان ترمنځ د لرغون پېژندنې او د تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې د ځوانو کارپوهانو د روزنې پروژه ترسره کړه، د دغې پروژې په بهير کې د دواړو هېوادونو د ځوانو لرغون پېژندونکو او علمي څېړونکو ترمنځ دوستي ټينګه شوې او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو لخوا ستايل شوي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۹ کال کې له دون هوانګ اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه، د ياد پلاوي له استازو سره يې وکتل او دوی يې وهڅول، چې د ورېښمو لرغونې لارې او افغانستان په اړه خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکړي. شي جين پينګ د روان کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه يوه ليکنه خپره کړه، چې د لرغون پېژندنې پر اهميت يې پکې ټينګار کړی و.

افغانستان په وچه کې را ګير هېواد دی، سمندر ته لار نه لري، خو تنګ او اوږده واخان دهليز له چين سره وصل کړی دی. چين او افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې  پر غاړه پراته هيوادونه او له پخوا زمانې راهيسې ښه دوستان پاتې شوي دي او تل يې ښه ګاونډيتوب پاللی دی او د دواړو هيوادونو تاريخ او دودونه يو له بل سره ورته والی لري . چين اوس د لرغون پېژندنې هنر ته ډېره پاملرنه کوي، نو موږ بايد له دې فرصت څخه ګټه واخلو او له نړيوالې ټولنې څخه دې وغواړو، چې مونږ سره دې په ګډې همکارۍ د افغانستان د کلتوري ميراثونو ساتنه وکړي او مونږ به تر وسې پورې د نړيوال تمدن د څېړنې لپاره خدمتونه وکړو.