د استراليا صدراعظم سګوټ موريسن په خپله پر خپل هېواد ټوکه کړې
CRI2020-12-03 14:57:28
شريکول:

بې ګناه ملکي وګړي او بنديان د استراليا د عسکرو لخوا په ډزو وژل شوي او ستونې يې پري شوي، خو دوی د افغانانو د وژلو له امله ډېر غير قانوني کړنو خوشحاله و او خپل دا کار يې د ماموريت برخه وبلله. په دې وروستيو ورځو کې د استراليا دفاع وزارت يو څيړنيز راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د استراليايي عسکرو له خوا بې ګناه ملکي وګړو وژل ثابتوي. په دغه راپور کې د استراليا د عسکرو لخوا د دوو افغانانو هلکانو د ستونې پري کېدو او سيند ته د هغی د جسدونو غورځېدو په اړه مستند معلومات د حيرانتيا وړ دي او د نړيوالې ټولنې له خوا سخت غندل شوي.

خو د استراليا صدراعظم په افغانستان کې د خپلو عسکرو د سختو جنايتونو له امله له افغانانو څخه بښنه نه ده غوښتې، خو کله چې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپل ټويټر کې د دغو عسکرو د جنايت د غندنې په اړه يو کارتوني عکس خپور کړ، هغه سمدستي له چين څخه وغوښتل چې د دې کار له امله دې له استراليا څخه بښنه وغواړي. د اخلاق معيار چيرته دی؟ کله چې په افغانستان کې د بې ګناه کسانو د وژونکوغندنې زياتې شوې ، وروسته سګوټ موريسن وايي چې دغه پيښه پای ته ورسيده.

د چين د خارجه وزارت د وياند په ټويټر کې خپور شوی کارتوني انځور د استراليا لخوا د وړاندې شوي راپور له مخې جوړ شوی. که څه هم دا د پېښې عکس نه دی، خو معنا يې له حقيقت سره سمون خوري.د استراليا صدراعظم سګوټ موريسن په لومړي قدم کې بايد د دغې پېښې د رامنځته کېدو له امله پلټنه وکړي او د جنايت تر سره کوونکي ونيسي او د افغانستان خلک او نړيوالې ټولنې ته يو مناسب ځواب ورکړي. خو هغه د خپل هېواد د عسکرو په لاس کې د بې ګناه کسانو وينو ته نه ګوري، خو د نورو د عدلت غوښتنې اواز له امله قهر شو او غواړي چې نور دې له ده څخه بښنه وغواړي چې دا غوښتنه د منلو وړ نه ده. د بريتانيا سياسي پوه مارتين جاکويس دېته په اشاې سره وويل کارتوني عکس د موريسن د قهر لامل نه دی، بلکې د ده په اند چينايان په افغانستان کې د استراليا پوځ د جنايت په هکله د کمنت کولو حق نه لري.

له اوږدې مودې راهيسې د استراليا په شمول ځينو لويديځو هېوادونو سياستوال ځانونه د بشري حقوقو استاذان بولي او يوازې په خپله خوښه پر نورو هېوادونو بې ځايه نيوکې کوي، حتې څو څو ځلې يې د بشري حقوقو په پلمه دروغ خبرونه جوړ کړې او پر نورو هېوادونو يې تور لګولی، خو نورو هېوادونو ته يې اجازه نه ورکوی چې د دوی لخوا د بشري حقوقو څخه د سرغړونې مسئلې ته اشاره وکړي. په دې چارو کې د موريسن له عمل څخه څرګنديږي چې دوی پر نورو د ځان باداري غواړي، رياکار دی او دوه ګونې معيارونه نيسي.

استراليا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د جنايت د پټولو لپاره ډول ډول لارې استفاده کړې. د خبر له مخې، داويد مکبريج چې لومړۍ د استراليا د عسکرو جنايت افشا کړی، د دغه هېواد د عدلي څانګې لخوا پر پنځو جرمونو تورن شوی. هغه يوازې ريښتيا وايي او په افغانستان کې يې دوه ځله پوځي دنده تر سره کړې، خو د حکومت له غچ اخيستلو سره مخ دی. دا د استراليا په معيار بشري حقوق دی؟ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ارزونې له مخې په نړيوال ډګر کې د استراليا باور بيخي خراب شوی دی.

د پاملرنې وړ دا هم ده له يادې پيښې وروسته د استراليا ځينو ملګرو هېوادونو پر چين نيوکه وکړه. شک شته چې دوی نړيوال عدالت او اخلاق له لاسه ورکړی او په بربنډ ډول له جنګي جرم څخه ملاتړ کوي؟ دغه هېوادونه چې هره ورځ د بيان د ازادۍ خبرې کوي، د حقيقت په رڼا کې جوړ شوی يو کارتوني انځور نه مني؟ په حقيقت کې لويديځ هېوادونه بايد فکر وکړي چې د نږدې شلو کلونو لپاره په افغانستان کې د پوځي دندې تر سره کولو وروسته د دغه هېواد امنيتي حالات نه دي ښه شوي دي. که دوی په دوامداره توګه جنګي جرمونو ته پام ونه کړی او عدالت ته سپکوي وکړي، ښايي د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي او د سولې او عدالت خرابوونکي وګرځي.