د استراليا له لومړي وزير موريسون څخه ملاتړ کوونکي سياستوال څه موخه لري؟
cri2020-12-04 14:07:33
شريکول:

په وروستيو کې په افغانستان کې د مېشتو استراليايي سرتيرو لخوا د عامو افغانانو د وژنې داسې خبرونه خپاره شول، چې نړيوالو ته يې ټکانونه ورکړل او د دوي دا کړنې د بېلا بېلو هيوادونو له لوري سختې وغندل شوې، خو د استراليا لومړي وزير موريسون یوازې له چين څخه غوښتنه وکړه، چې بايد بخښنه وغواړي، چې دا د منلو  وړ نه ده. د استراليا مشهور خبريال جان پيلګر په تمسخر سره وویل، د مورسون د دغه عمل له امله به استرالیا يو ډېر ښه مشتري له لاسه ورکړي او يو پياوړی دوښمن به ولري.

خو په ورته وخت کې د استراليا د ځينو ملګرو هېوادونو سياستوالو او رسنيو له موريسون څخه ملاتړ څرګند کړی او حتی ګواښ يې کړی، چې له استراليا سره به یو ځای د چين پر ضد ودريږي او مبارزه به وکړي. لويديځو رسنيو د بشردوستۍ جرم په ديپلوماتيکې پېښې بدل کړی او موخه یې ترې څه ده؟

لومړی، دوی په دغې کړنې سره غواړي، د استراليا جنایتونه او جرمونه پټ وساتي. د استراليا د دفاع وزارت څېړنيز راپور وايي، چې په افغانستان کې د دغه هيواد د ځينو سرتېرو لخوا د اسيرانو او عامو افغانانو د وژنې جزييات ډېر د حيرانې وړ او ټکان ورکوونکي دي او له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي. چين هم د عادلانه رويې لرونکي لوی هېواد په توګه دغه جنګي جرم وغانده او د بشردوستۍ ضد کړنه يې وبلله او د نړيوالې ټولنې په استازيتوب يې خپل نظر څرګند کړ.

په لوېديځو هېوادونو کې دا عادي کار دی، چې د کارتوني انځورونو په وسيله سياسي کړنې انعکاسوي او تبصرې پرې کوي، خو کله چې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د واقعيت پر اساس په ټولنیزې رسنۍ کارتوني انځور خپور کړ، نو ولې دوی دومره سخت غبرګون پرې وښوده؟ ځواب يې دا دی، چې دوی تل دوه ګوني معيارونه غوره کوي او د خپلمنځي د تش په نامه د يووالي څرګندولو لپاره يې حتی نړيوال عدالت او اخلاق له لاسه ور کړي دي.

بله خوا، ښايي د استراليايي سرتيرو په څېر د امريکا او بريتانيا په شمول د ځينو ملګرو هېوادونو  سرتيرو هم د عامو افغانانو د وژنې او ځورونې په برخه کې لا سخت جرمونه کړي وي. د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان د چارو لوړ پوړی څېړوونکی ګوسمن وايي، چې یوازې د استراليا پوځ په افغانستان کې د بشردوستۍ ضد جرمونه نه دي کړي، بلکې نورو هم ترسره کړي دي. يوې سرچينې د استراليا د دفاعي چارو سلاکار ته ويلي، په افغانستان کې د استراليايي سرتيريو دا کړنې دومره سختې نه دي لکه د بريتانيا او امريکې د سرتېريو عملونه چې لا سخت دي. له دې څخه ښکاري چې د امريکا او بريتانيا ځيني سياستوال ځکه له استراليا څخه ملاتړ کوي او د چين پر ضد  ولاړ دي،  چې خپل جرمونه پټ کړي.

يو بل مهم لامل يې دا دی، چې ځينو لوېديځو سياستوالو چې پر سرسخت تعصب او نظر يې ټينګار کړی او تل يې مغروره رويه غوره کړې ده.  دوی پر چين او نورو هېوادونو بې ځایه تورونه لګولي، خو د خپلو تېروتنو په اړه د چين نيوکې بيخي نه مني. د مثال په توګه، دوی د چين په هانکانګ کې ناقانونه عملونه لمسوي، خو په خپلو هېوادونو کې  د وګړيو د قانوني لاريونونو مخه نیسي او سخت یې ځپي. دوی د چين د شينجيانګ او شي ځانګ په شمول د ملي لږکيو په سيمو کې پرمختګ او سمسورتيا ته نه ګوري، خو هر وخت د بشري حقونو په پلمه دروغ وايي او پروپګنډا خپروي، خو په خپلو هېوادونو کې یې بیا د تبعيض تګلارې غوره کړي دي، چې له امله يې د نژادي تبغیض او بشري حقونو بحران پکې مخ په سختېدو دی.  

افغانستان ټايمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، افغانان چې له ډېرو ستونزو مخ دي او زيات غمونه يې ليدلي، د دې هرکلی کوي چې چين د عامو افغانانو د وژنې په اړه د نورو هېوادونو سرتېريو د جرم غندنه کوي او غواړي، چې دغه مجرمين د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په اوسنۍ نړۍ کې هر هېواد مساوي حق لري او د عدالت او ميعار غوښتنه لري. هغو لوېديځو سياستوالو چې له عادلانه رويې پرته يې له مورسون څخه ملاتړ څرګند کړی، يوازې خپلې دروغجنې بڼې يې نړيوالو ته ښکاره کړي، خو سياسي نيتونه به يې هرومرو ناکاميږي.