د چيني معيوبينو د ژمني سپورټونو فعاليت تر سره شو
CRI2020-12-04 09:23:31
شريکول:

د معيوبينو  د نړيوالې ورځې په درشل کې د دسمبر په ۲مه نېټه د چيني معيوبينو د ژمني سپورټونو پنځمې دورې فعاليت د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې په ترتيباتو سره تر سره شو. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې مرستيال او د چيني معيوبينو شورا ښاغلي جو چانګ کوی، د يادې تشکيلاتي کمېټې د دالارنشا مشر ښاغلي هان ځه ژونګ، د چيني معيوبينو شورا مرستيالې مېرمن وانګ مې مې، د پيونګ چانګ د پرالمپيک په ژمنيو لوبو کې چيني اتلانو او پر کنګلونو د ويلچېر هاکي چيني ټيم په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.

ښاغلي هان ځه ژونګ او مېرمن وانګ مې مې په دغه فعاليت کې د ولسي ګډون کوونکو استازيو او معيوبينو ته يې د پرالمپيک ژمنیو لوبو په اړه يو لړ کتابونه په سوغات ورکړل. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د معيوبينو چارو څانګې مشر يانګ جين کوی څرګنده کړه چې د پرالمپيک ژمنيو لوبو او د معيوبينو نړيوالې ورځې يوه ګډه موخه معيوبينو ته د خلکو د لا زياته توجو جلبول دي. په چين کې د معيوبينو د ژمنيو سپورټونو فعاليت چې په ۲۰۱۶ کال کې د بېجينګ لخوا د اولمپيک او پرالمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب تر ګټلو وروسته د چيني معيوبينو ټولنې په وړانديز پيل شوی، عمده مقصد يې د چيني معيوبينو په منځ کې د ژمنيو سپورټونو مروجول دي. ټولو ته معلومه ده چې د چين په شمال کې کنګلي سپورټونه زيات مينه وال لري، خو يادې لوبې د هېواد په جنوب کې دود نه دي. خو د ياد فعاليت له پيل وروسته هر کال مخ په زياتېدونکي چيني معيوبينو پکې ګډون کړی دی. د چين په شمال او جنوب کې معيوبين د کنګلونو دپاسه سپورټ کوي. که څه هم په ځينو سيمو کې اړوندې اسانتياوې نشته، نو پر ځای يې يو لړ ازمويښتي فعاليتونه هم جوړ شوي دي. د دې تر څنګ د اړوندو تخنيکونو روزنې، کورسونه او سيالۍ هم تر سره شوي دي.

اوس د اولمپيک او پرالمپيک دوو ژمنيو لوبو تياريانې په ګډه روانې دي.  سپورټي سټېديمونو کې د تاسيساتو او د فعاليت کولو په اړه د کتابونو په ليکلو کې په خاصه توګه د معيوبينو غوښتنو او اړتياوو پاملرنه شوې. برسېره پر دې، د بېجينګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک او پرالمپيک په ژمنيو لوبو کې د معيوبينو لپاره له مانع پرته د بې خنډه تاسيساتو لارښووکې کتابچه هم خپره شوې ده.

د چيني معيوبينو د ژمنيو سپورټونو په فعاليت کې د بېجينګ ښار زیاتو عامو معيوبينو او د هغوی خپلوانو هم ګډون درلود. دوی د پرالمپيک په ژمنيو لوبو کې له پخوانيو اتلانو او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې له ځوانو مامورينو سره يو لړ خوندورې سپورټي لوبې وکړې. د کنګلونو دپاسه د ويلچېر د چين د کنګلي هاکي لوبډلې مشر وانګ های تاو څرګنده کړه چې لوبډله يې اوس د بېجينګ په پرالمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره په خپلو تمرينونو بوخته ده. هغه پر معيوبينو غږ وکړ چې له کور نه بېرون ته لاړ شي او په سپورټي فعاليتونو کې ځان ښکېل کړي. معيوبين بايد د ټولنيز ژوند په مختلفو ساحو کې ځای ولري، په تېره بيا سپورټي فعاليتونو کې. هر معیوب کس دې خپل رول ولوبوي.