ايا د لويديځو هېوادونو هغه سياستوال لیوني شوي دي چې غواړي پر چين باندې د تورونو لګولو ترڅنګ ګټې تر لاسه کړي
cri2020-12-05 12:05:13
شريکول:

په نړيوال سياسي ډګر کې داسې سياستوال هم شته دي چې تل د خپلو مخونو نقابونه بدلوي. له دې جملې يو د استراليا صدراعظم سکوټ موريسن هم دی. نوموړي تر هغه وروسته چې د استراليايي عسکرو له خوا  د افغان ملکيانو د قصدي وژنې په هکله د چيني انځورګر له خوا د جوړ شوي عکس د خپرېدو وروسته يې له چين څخه غوښتنه وکړه چې بښنه وغواړي.په دې توګه يې خپله ځېره او مخ بدل کړ او د دسمبر په درېيمه نېټه يې وويل چې غواړي له چين سره رغنده اړيکې ولري. هغه زیاته کړه چې استراليا د ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره اړيکې ټينګوي چې دا د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره لاره ده.

ايا سکوټ موريسن ليوانی دی؟ چې له يوې خوا پر چين تور لګوي او له بلې خوا له چين څخه ګټې تر لاسه کولو ته تمه کوي. د استراليا د صدراعظم  په توګه د ټاکل کېدو له دوو کلونو راهيسې موريسن د فرصت طلبۍ تګلاره غوره کړې او په سياسي چارو کې يې له امريکا سره پر چين فشارونه اچولي دي، د دې ترڅنګ  د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه اخيستنه هم غواړي. خو د دغې خطرناکې تګلارې د غوره کولو له کبله استراليا په خپل خپور کړي جال کې بنده شوه.

رښتيا ده چې د موريسن د کړنې موخه د سياسي ګټو لټول دي.  له دې کړنې څخه نه يوازې د نوموړي د سړې جګړې مفکوره او ايډيولوژيک تعصب څرګنديږي بلکې له امريکا څخه د ملاتړ او د خپلو سياسي ګټو د لټولو خيال هم ښکاريږي.

له څو کلونو راهيسې چين تل د استراليا تر ټولو لوی سوداګريز همکار او او تر ټولو لویه وارداتي موخه ده. دا چې استراليا څو څوځلې د کليدي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو په هکله پر چين باندې بې بنسټه تورونه لګولي چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر زياتې اندازې پورې خرابې شوې او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې تر ډېره له خنډونو سره مخ شوې دي. چين د يوه داسې هېواد په توګه چې د ورخلاصون او ګډ پرمختګ پر تګلارې ټينګار کوي، تل د ګډو ګټو پربنسټ يې له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړی، خو اساسي شرط يې متقابل درناوی او په مساوي او برابره توګه  يو له بل سره چلند کول دي.

که موريسن غواړي چې د ګډو ګټو پربنسټ له چين سره همکارۍ وکړي او ترې ګټې تر لاسه کړي، بايد صادقانه رويه غوره کړي. هغه بايد پر دې ښه پوه شي چې د لويديځو هېوادونو له خوا د چين د مخنيوي په سياسي لوبو کې استراليا د يوې کوچنۍ وسيلې په توګه کارول کيږي، که په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د چين ضد لومړی هېواد وګرځي، بده نتيجه به ولري. د چين خلک د ده داسې کړنې ته هېڅکله اجازه ور نه کوي چې هم پر چين باندې تورونه لګوي او هم له چین څخه ګټه اخيستنه کول غواړي.