د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې چين د ټاکلي پلان له مخې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې ته رسېدلی
CRI2020-12-06 16:14:28
شريکول:

د چين ستر رهبر څه موده مخکې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو په يوه غونډه کې دېته په اشارې سره وويل، د اتو کلونو راهيسې د دوامداره هلوځلو وروسته چين د ټاکلي پلان له مخې په نوې زمانه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې ته رسېدلی او د اوسني معيار له مخې په کليوالو سيمو کې ټول سخت بېوزلي ملکي وګړي او عموماً نږدې سل مليونه کسان له  له بېوزلۍ څخه وتلي دي.  

د بېوزلۍ له منځه وړل په لرغونې او اوسنۍ زمانه کې د بېلا بېلو هېوادونو په اداري چارو کې د يو مهم کار په توګه پاتي شوي دي. د چين حکومت د سختې بېوزلۍ له منځه وړلو دنده پيل کړې ده چې په دې ترڅ کې د چين د ټولنيز نظام ښېګڼې څرګندې شوې. د بېوزلۍ له منځه وړلو د هدف لپاره زيات ځانګړي او مهم تدبيرونه غوره شوي لکه د ځانګړو توليدي چارو له لارې له بېوزلو سيمو او خلکو سره د مرستې کولو، له بېوزلو ځايونو څخه نويو کورونو ته د کورنيو د لېږدولو پروسه، د چاپيريال د جوړولو او د بېلا بېلو ځايونو د واقعي حالت له مخې په دقيق ډول د بېوزلۍ له منځه وړلو په شمول د کارونو او شغلونو رامنځته کولو  له لارې د ډېرو کورنيو برخليک بدل شوی دی.

له بېوزلو ځايونو څخه نويو کورونو ته د کورنيو لېږدولو کار بېلګه په تېرو پنځو کلونو کې چين په هراړخيزه توګه هغه لويه پروژه بشپړه کړه چې څه دپاسه ۹ مليون ۶لکه بېوزلي ملکي وګړي نويو کورونو ته انتقال شوي دي او دغه شمېر د يو منځني پيمانه نفوس لرونکي هېواد سره مساوي دی.

په دې بهير کې د چين د ټولنيز نظام ښيګڼې څرګندې شوې دي چې چين د ځواکونو په راغونډولو سره لوی کارونه تر سره کولی شي. د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له بېوزلو ځايونو څخه نويو کورونو ته د انتقال په چارو کې شاو خوا شپږ سوه ميليارډ يوانو پانګونه شوې او څه دپاسه دوه ميليونه شپږ لکه کورونه جوړ شوي، د نويو جوړو شويو او پراخو شويو منځنيو او لومړيو ښوونځو او وړوکتونونو شمېر څه دپاسه شپږ زرو ته، د روغتونونو او طبي مرکزونو شمېر څه دپاسه ۱۲ زرو ته، د لوړ عمر لرونکو کسانو د خدمتي تاُسيساتو شمېر څه دپاسه ۳زره ۴ سوو، د کولتوري فعاليتونو ځايونو شمېر څلوېښت زرو ته رسيدلی دی.  

د سختې بېوزلۍ له منځه وړلو کار نه يوازې د چين په سلګونو مليونو کورونيو برخليک بدل کړی، پر نړۍ يې هم ژوره اغيزه کړې ده. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلوېښتو کلونو راهيسې څه دپاسه اووه سوه ميليونه کسان له بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې څه دپاسه اويا سلنه برخه خدمتونه يې تر سره کړي. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس څرګنده کړې ده چې له بېوزلۍ سره د مرسته کولو په چارو کې چين نورو ته ګټورې تجربې برابرې کړې ده. حتې د استراليا صدراعظم سګوټ موريسن په دې وروستيو ورځو کې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د برياليتوب ستاينه کړې ده او ويې ويل، د چين په شان داسې بل هېواد نه شته چې دومره زيات کسان يط له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

د چين ستر رهبر شي جين پينګ وويل، د بېوزلۍ له منځه وړل د پای ټکی نه دی، خو د نوی ژوند او نويو هلو ځلو پيل دی. په ياده غونډه کې د چين د پرمختګ هغه ستونزه په ګوته شوې چې د بېلابېلو چارو او بېلابېلو سيمو د پرمختګ حالتونه سره ډېر توپير لري او د سختې بې وزلۍ د له منځه وړلو وروسته د پرمختګونو ساتل هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي. بايد د بېوزلۍ د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره د دغو سيمو او خلکو د ژوند د نظارت ميکانيزم بشپړ شي، له بېوزلو کسانو سره د مرستې کولو توليدي چارې دې دوامداره اوسي او له بېوزلۍ څخه د وتلونکو کسانو لپاره دې ثابت کارونه تاُمين شي.