چين او روسيه به د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې او د ليرې فضا اکتشافاتو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي
cri2020-12-07 11:34:39
شريکول:

چين او روسيه به د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې او د ليرې فضا اکتشافاتو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي

د چين او روسيې د صدراعظمانو ترمنځ د ۲۵م ملاقات ګډه اعلاميه څو ورځې مخکې خپره شوه. په دې اعلاميه کې راغلي، دواړه هېوادونه به د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې په برخه کې دايمي همکارۍ وکړي او د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د نړيوال مرکز جوړونې د هڅولو لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي. د څېړونکو په اند، د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ  يو د بل کمښت پوره کولای شي.

د فضايي چارو په اړه د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ د سپوږمۍ او ليرې فضا د څېړنې، د ځانګړو موادو استخراج او د سپوږمکيو سيستم په شمول له ډېرو برخو سره تړاو لري. د يادې ګډې اعلاميې له مخې، چين او روسيه به د بې دو او ګلونس دواړو سيستمونو ترمنځ همکاري پياوړې کړي. دواړه خواوې به په خپل هېواد کې د يادو دواړو سيستمونو څېړنيزه اډه جوړه کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د حمل و نقل او د کرنيزو چارو په شمول ځينو برخو کې همکاريزې پروژې ترسره شي.

 د چين د فضايي چارو د تکنالوژۍ شرکت د دوهمې څېړنيزې اکاډمۍ څېړونکي يانګ يو ګوانګ وويل، د سپوږمکيو د لارښوونې د سيستمونو ترمنځ همکاري او ګډه کارونه له نړيوال تمايل سره سمون خوري او د انسانانو لپاره به لا زيات خدمتونه ترسره کړي. هغه وويل، د چين او روسيې ياد دواړه سيستمونه يو د بل کمښت پوره کولای شي. دواړه خواوې يو د بل سيستم لپاره څېړنيزه اډه جوړول د لارښوونې سيستم  د خدمتي پراخوالي د زياتېدو لپاره ګټور دي او دواړو خواوو ته به لا زياتې ګډې ګټې ورسوي. هغه وويل

((د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې ترسره کېدو په بهير کې سم مالومات څنګه تامينېدلی شي ؟ د سپوږمکيو مدارونه بايد دقيق او سم وټاکل شي او د سپوږمکيو ساتنه دې په ښه توګه ترسره شي. د روسيې مساحت ډېر پراخ دی، که د دې هېواد په ځمکنۍ اډه کې زموږ د سپوږمکيو ساتنه ، او زموږ د هېواد په ځمکنۍ اډه کې د دوی د سپوږمکيو ساتنه ترسره کېدای شي، دا به زموږ له ګډو ګټو سره سمون وخوري. ))

د چين د هوانوردۍ  دولتي ادارې د سپوږمکۍ څېړنې او د فضانوردۍ مرکز څو ورځې مخکې ويلي، چين به په راتلونکي کې د سپوږمۍ په اړه لا ژورې څېړنې وکړي، د چانګ عه ۶مه، ۷مه، ۸مه نمبر د فضايي بېړيو دندې او موخې به ګام په ګام ترسره شي. په عين وخت کې به چين د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د نړيوال مرکز د جوړولو لپاره هلې ځلې او کوښښونه وکړي. څېړونکي يانګ يو ګوانګ وويل، د نړيوالې همکارۍ له کبله به په دې برخه کې لګښت کم شي. تاريخ هم دا تائيد کړې چې مخکې هم د نړۍ بېلا بېلو لويو هېوادونو د فضانوردۍ چارو په برخه کې نړيوالې همکارۍ غوره کړې وې.

د چين او روسيې د صدراعظمانو د ۲۵م ملاقات د ګډې اعلاميې له مخې، دواړه هېوادونه به د سپوږمۍ د څېړنې د نړيوال مرکز جوړونه په ګډه وهڅوي. ښاغلي يانګ يو ګوانګ وويل، روسيه په دې برخه کې ډېرې ګټورې تجربې لري او چين د تازه څېړونکي هېواد په توګه ډېرې ښې وړتياوې لري، نو دواړه خواوې يو د بل کمښت پوره کولای شي. هغه وويل

((د چين د فضانوردۍ چارې له وړتیاوو ډکې دي، څرنګه چې زموږ د پيل سويه ډېره لوړه ده. مثلا د چانګ عه ۵ نمبر فضايي بېړۍ د بېرته راتګ دنده د سپوږمۍ مدار په کارولو سره ترسره کېږي او دغه تکنالوژي ډېره پچيلې ده. برسيره پر دې، په دغه فضايي بېړۍ کې ډېرې نورې پرمختللې تکنالوژۍ هم کارول شوې، دا له نورو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره زموږ وړتيا لپاره يو ښه بنسټ دی. بله خوا، روسيه د تکنالوژۍ په برخه کې هم خپلې ډېرې وړتياوې لري.))

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په فضا کې اکتشافات د انسانانو ګډ کار دی، په دې برخه کې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ به ستر پټ ځواک په خوځښت راولي.