د چين بهرنۍ سوداګري د احيا په حال کې ده
cri2020-12-08 14:58:12
شريکول:

د چين بهرنۍ سوداګري د احيا په حال کې ده

   د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د سپتمبر په ۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېر نومبر کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت 460.72 میليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 13.6 سلنه زيات شوی. په دې جمله کې صادرات او واردات د تېر کال په پرتله په جلا توګه 21.1 سلنه او 4.5 سلنه زيات شوي دي. له دې څخه ښکاري چې د چين بهرنۍ سوداګري د قوي احيا په حال کې ده او پکې صادرات ستره برخه نيسي. د 21.1 سلنې زياتوالی د پخواني اټکل په نسبت ډېر لوړ دي او د ۲۰۱۸ کال له فبرورۍ  راهيسې تر ټولو جګ زياتوالی ګڼل کېږي. د روان کال تر نومبر پورې د چين وارداتو په مسلسلو شپږو مياشتو کې زياتوالی موندلی دی.

 د صادراتو په جمله کې ماشيني توکي عمده برخه نيسي. د بهرنيو بازارونو د اړتياوو په زياتېدو سره، چين د سږ کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د ۱۳۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت ماشيني توکي صادر کړي چې دغه شمېر د صادراتو په عمومي ارزښت کې ۵۹ سلنه نيسي. بر سيره پر دې، د کوويد-۱۹ د چټک خپرېدو له امله طبي تجهيزاتو، خوندی ساتونکو توکو او په کور کې د دفتري کارونو تر سره کوونکو توکو ته د نړيوالې ټولنې اړتياوې ډېرې زياتې شوې، نو په دې برخه کې د چين صادرات هم تر ډېرې اندازې پورې زيات شوي دي. په دغو ۱۱ مياشتو کې د چين د طبي تجهيزاتو او ماشينونو صادراتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 42.5 سلنه زيات شوی او د ماسک په شمول د منسوجاتو د صادراتو ارزښت 31 سلنه زيات شوی دی. په تېر نومبر کې د چين واردات هم په څرګنده توګه زيات شوي، د رويترز د خبر له مخې، د چين په دننه کې د مصرف په زياتېدو سره واردات هم جګ شوي. له دې څخه ښکاري چې د چين د بازار د احيا نښه لا څرګنده شوې ده.

     دا يو واقعیت دی چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ احيا د ګردې نړۍ د توليد او عرضې ځنځيرونو د ثبات لپاره مهم هڅوونکی رول لوبولی دی. د روان کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د چين او خپلو لويو ۵ سوداګريزو همکارانو يعنې اسيان، اروپايي ټولنې، امريکا، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ واردات او صادرات زيات شوي. په دې جمله کې د چين او اسيان ترمنځ سوداګريز ارزښت 5.6 سلنه زيات شوی دی.

د جاپان نيکې ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، د روان کال له اپريل راهيسې د اېپيک سازمان د غړو هېوادونو او چين د وارداتو په عمومي ارزښت کې د چين وارداتي ارزښت  له شلو سلنې نه زياته برخه نيولې. دا ښيي چې چين د نړۍ د عمده وو اقتصادونو په وارداتو کې لا زياته برخه نيسي او په چين کې د نړيوال اقتصاد اتکا هم مخ په پیاوړي کېدو ده.

اوس د چين بهرنۍ سوداګري احيا شوې، د صنايعو چارې او د مصرف بازار يې د عادي کېدو په حال کې دي، د روزګار په شمول د خلکو د ژوند بنسټيز کارونه يې هم تامين شوي، نو د چين د اقتصاد د احيا نښه ډېره څرګنده شوې او سرعت يې هم د ګړندي کېدو په حال کې دی.

 په دې اړه څو نړيوالو سازمانونو وړاندوينه کړې چې چين به يوازينی اقتصاد وي چې سږ کال به اقتصادي زياتوالی ومومي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان په تېر اکتوبر کې يو راپور خپور کړ چې له مخې به يې ۲۰۲۰ کال کې په ګرده نړۍ کې د توکو د معاملې اندازه 9.2 سلنه  ټيټه شي. په داسې حال کې د چين صادرات او واردات تر ډېرې اندازې پورې زيات شوی، له دې څخه ښکاري چې چين په نړۍ کې د توليد او جوړونې د تر ټولو لوی مرکز په توګه په سيالۍ کې خپلې وړتياوې لري. په عين وخت کې چين د نړيوالې سوداګرۍ او نړيوال اقتصاد د احيا باور په قوي توګه پياوړی کړی دی.