د چين د های نان ولايت سيل
CRI2020-12-08 15:11:11
شريکول:

د های نان ولايت عمده قلمرو های نان ټاپو او شاوخوا ټاپوګان دي. د سمندرغاړې اوږدوالی يې کابو ۱۹۴۴ کيلومترو ته رسيږي. های نان ولايت په ډېره ګرمسېره سيمه کې پروت دی او هوا يې هر وخت ډېره ګرمه وي او ټول کال يوازې يو فصل لري، يعنې هر وخت د دوبي هوا لري. دغه ولايت د سيلانيزو چارو له امله په ټوله نړۍ کې ډېر شهرت لري. د دغې سيمې د ناريال شين رنګه ونې، ابي رنګه سمندري اوبه، طلايې رنګه سمندرغاړه، شانداره هوټلونه، خوندور خوراکونه او د سېل بېلا بېل ځایونه يې د يادولو وړ دي.

های نان ولايت په چين کې ډېره لويه ځانګړې اقتصادي سيمه ده، د ازادې سوداګرۍ ډېره لويه ازمايښتي منطقه ده او د چين ځانګړتيالرونکی د ازادې سوداګرۍ يوازېنی بندر هم دی. په ۱۹۸۸م کال کې های نان ولايت د چين د ځانګړې اقتصادي سيمې په توګه او په ۲۰۱۸م کال کې دغه ولايت د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي منطقې په توګه او په ۲۰۲۰م کال کې يعنې سږ کال دغه ولايت د چين ځانګړتيالرونکې ازادې سوداګرۍ يوازېني بندر په توګه وټاکل شو. نو تاسو به راڅخه پوښتنه وکړئ چې دغه ازادۍ سوداګرۍ بندر څه مانا لري؟ مانا يې دا ده چې های نان ولايت به له نړۍ سره د چين په سوداګريو کې پرمختللي ځای وګرځي او د چين حکومت به د مالياتو په برخه کې نړيوالو شرکتونو، تصديو او سوداګرو ته لا زيات امتيازونه برابر کړي. د عامو مشتريانو لپاره به د بهرنيو شيانو او توليداتو بيې د نورو ځايونو په پرتله لا ټيټې وي، ځکه چې پکې به وارداتي او مشتري ماليات لغوه شي.

کله چې سيلانيان چې عمرونه يې له ۱۶ کلونو څخه زيات دي، د الوتکو، اورګاډيو او مسافروړونکو بيړيو له لارې های نان ولايت ته ننوځي، دوی د خپلې تذکرې او پاسپورټ او د دغه ولايت څخه د چين نورو ځايونو ته د تللو ترافيکي ټکټ په وړلو سره په دغه شان duty-free دوکانونو کې د شيانو اخيستلو فرمايش او سپارښتنې ورکړي او پيسې ورکړي. کله چې دوی له دغه ولايت څخه بېرته وځي، په هوايي ميدانونو، د اورګاډيو په سټېشنونو او د بيړيو په بندرونو کې په ټاکلو سيمو کې خپل اخيستل شوي شيان تر لاسه کولی شي او له ځان سره وړلی شي.هر کال به د هر مشتري پر سر د ماليات نه لرونکو شيانو د اخيستنې عمومي بيې له يو لک ژن مين بي يوانو څخه زياتې نه وي، يعنې دا شاوخوا يو مليون افغانۍ سره برابر دي.

په های نان ولايت کې ځايي اوسيدونکي د چرګانو غوښه ډېر خوري. په دغه ولايت کې يوه اصطلاح ده چې وايي، که چرګ نه وي، مېلمستيا به تر سره نه شي. نو له دې څخه څرګندېږي چې چرګ د ځايي اوسيدونکو لپاره ډېر مهم خوارک دی. د های نان خلک د اخترونو او مهمو مراسمو د نمانځنې لپاره د چرګ غوښې خواړه پخوي.

های نان ون چانګ چرګ د های نان ولايت يو ډول ځانګړتيالرونکی چرګ دی او د چين په دننه او بهر کې ډېر شهرت لري. ون چانګ د های نان ولايت يو ښار دی، څرنګه چې دغه ډول چرګ لومړی په دې ښار کې پيدا شوی، نو نوم يې د دې ښار سره سم يادېږي. په دغه ښار کې د ون چانګ چرګ د ساتنې تاريخ له ۴۰۰ کلونو څخه اوږد دی.

د ون چانګ چرګ وازده غوړه نه ده، غوښه يې نازکه ده او ځايي اوسيدونکي دا دود لري چې په جوش اوبو کې ون چانګ چرګ پخوي، بيا پوخ شوی چرګ په ټوټو او برخو ويشي، له خوندورې چکنۍ سره يې يو ځای وخوري. دغه چکنۍ د هوږې، د لوبيا ساس او شنو ليمو څخه جوړېږي او خوند يې ځانګړی دی. په دغه چکني کې اخته شوې غوښه ښه بوی لري او ښه خوند کوي. دغه راز، ځايي اوسيدونکي هم د ناريال په شربت کې ون چانګ چرګ پخوي، په دې طريقه د پوخ شوي چرګ غوښه نازکه او خوږه وي او د ناريال شربت بوی هم لري.

پر ون چانګ چرګ سر بېره جيا جي هيلۍ، دونګ شان پسه هم د دغه ولايت ځانګړتيالرونکي څاروي دي.

دغه ولايت په ډېرې ګرمسېرې منطقې کې د يوه ټاپو په توګه غني سمندري سرچينې لري. د دغه ټاپو په شاوخوا سمندري اوبو کې څه باندې اته سوه ډولونه کبان شته دي. څرنګه چې د دغې سيمې د سمندري اوبو تودوخه د شمالي برخې د سمندري اوبو په پرتله ګرمه ده، نو د کبانو د غټېدو او لوييدو موده يې هم چټکه او تېزه ده.