چين او افغانستان به په ګډه د بې وزلۍ "ويروس" له منځه يوسي
CRI2020-12-09 12:38:43
شريکول:

روان ۲۰۲۰ کال په نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو په حال کې دی او دې موضوع د بې وزلۍ له منځه وړلو، اقليم ګرم والي او د افغانستان د سولې بهير په شان موضوعاتو ته د نړيوالې ټولنې پام کم کړی  دی.

له بده مرغه يادې ستونزې نه دي حل شوې، بلکې د کوويد ۱۹ ويروس خپرېدو له امله لا جدي او سختې شوې دي.

که بې وزلي يو ويروس وګڼو، نو بايد د افغانستان په شمول ډېری مخ پروده هېوادونه د بې وزلۍ ويروس سره د مبارزې او له منځه وړلو لپاره سره يو لاس شي، ځکه ډېری ټولنيزې ستونزې له بې وزلۍ څخه سرچينه اخلي.

هغه معلومات چې يو ان ډي پي UNDP د روان ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۸مه خپاره کړي، ددې ښودنه کوي چې افغانستان له څه باندې څلور لسيزې جګړې وروسته اوس د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد دی.

شمېرنې ښيي چې اوويا سلنه افغانان پر خوار ځواکۍ اخته دي او يوازې ۱۳ سلنه يې پاکو اوبو ته لاس رسی لري، منځنی عمر څلوېښت کاله دی او تر پنځو کالو د کم عمره ماشومانو کلنۍ مړينې کچه ۲۶ سلنې ته رسېږي. دوه پر درېيمه برخه لويان يې بې سواده دي، له هرو څلورو افغان ماشومانو څخه يو کس يې تر پنځه کلنۍ مخکې مري.

څه ډول بې وزلي له منځه يوسو؟

ښايي په دې برخه کې د چين تجربه د ډېر پام او درک وړ وي. چين څه باندې يو اعشاريه څلور ميليارډ نفوس لري او د بې وزلۍ له منځه وړل يې يوه منظمه او لويه پروژه ده.

سږ کال د کوويد ۱۹ ويروس خپرېدل له يوې خوا او  د امريکا له خوا د چين ضد سياستونه هغه څه دي چې ددغه هېواد ستونزې يې زياتې کړې، خو دا چې د چين اقتصادي وده ګام په ګام د زياتېدو او ټول شاخصونه د ښه کېدو په حال کې او همدارنګه چين چې د ۲۰۲۰ کال ختم يې په خپل هېواد کې د بې وزلۍ د بشپړ ختمولو لپاره هدف ټاکلی و، اوس يې دغه موخه پوره کړې، نو ځکه يې خلک د خوښۍ احساس کوي.

ددغه هېواد د ګويجو ولايت د نوامبر ۲۳مې نېټې له غرمې وروسته په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ياد ولايت کې پاتې نهه بې وزله ولسوالۍ هم له بې وزلۍ څخه ووتلې.

د يادونې وړ ده چې په دغه هېواد کې د ټولو  بې وزله ولسواليو شمېر ۸۳۲ و او اوس دا کار ددې ښودنه کوي چې په يادو ټولو ولسواليو کې د بې وزلۍ ختمولو لپاره ددولت له خوا ټاکل شوې موخه پوره شوې.

د چين دولت اعلان کړی چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر اوسه ۹۳ ميليون کسان له بې وزلۍ څخه خلاص شوي او دوی يوه مهم هدف ته رسېدلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاولي جيان په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې چين چمتو  دی چې د بې وزلۍ له منځه وړلو په برخه کې له نورو مخ پروده هېوادونو سره خپلې تجريبې شريکې کړي، د چين تجربې او اقدامات به مختلفې وي، خو د خلکو د ژوند حق تامينول، د خلکو په ژوند کې پرمختګ تامينول او د خلکو لپاره ښه ژوند برابرول د دولت او حاکم ګوند يو لومړيتوب دی.

افغانستان د چين نږدې ګاونډی دی او چين تل د افغانستان خلکو ته پاملرنه کوي، هغه مهال چې چين سږ کال تازه پر سترو ستونزو غلبه کړې وه، په افغانستان کې د کوويد ۱۹ د لومړۍ مثبتې پېښې په ثبتېدو سره يې سملاسي له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د افغانستان ملاتړ ته ور ودانګل او تر اوسه يې له دغه هېواد سره په شپږو جوپو کې د کوويد ۱۹ ضد له شل ټنه ډېر موادو مرسته کړې.

په دې وروستيو کلونو کې افغانستان، "د افغانستان – چين هوايي دهليز" له لارې چين ته څه باندې ۳۴ميلیون امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر کړي، چې دا د  افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ رقم دی.

سربېره پردې، د چين له خوا د افغانستان مسلکي او تخنيکي زده کړو ملي انستيتيوت، د کابل پوهنتون لپاره د غونډو لوی تالار او يوې لويې تدريسي ودانۍ جوړېدل ددواړو هېوادونو د دوستۍ پر نوې سمبول بدل شوي.

همدارنګه د يادونې وړ ده چې له ۲۰۱۷ کال څخه ددواړو هېوادونو ددولتونو او صحي نهادونو تر ملاتړ لاندې، د زړه سوري پر ناروغۍ اخته نږدې ۲۰۰ ماشومان د چين شينجيانګ ته د معالجې لپاره استول شوي چې د افغانستان د مختلفو اقشارو له خوا يې پراخه ستاينه شوې ده.

چين دغه راز په افغانستان کې د سولې مسئلې په اړه هم تل منصفانه او عادلانه دريځ خپل کړی او د افغانستان د خلکو  ملاتړ يې کړی، د افغانانو په رهبرۍ يې له بين الافغاني ملي پخلاينې له بهير څخه غوڅ ملاتړ کړی او د افغانستان په کورنيو چارو کې يې له خارجي مداخلو سره مخالفت کړی.

په راتلونکې کې د کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول، اقتصادي او سوداګريزو راکړو ورکړو او بيا رغونې په شمول مختلفو برخو کې  د افغانستان او چين د خپلمنځي همکاريو لپاره ډېر فرصتونه شته.

شک نشته چې په ګډه د يو کمربند يوه لار جوړېدو سره به د افغان او چيني ټولنې ګډ برخليک ،  ګډه راتلونکې او ګډ پرمختګ ته زمينه برابره شي او دا به دواړو ملتونو ته څرګندې ګټې ولري.

د بې وزلۍ، ناروغيو او ترهګرۍ په شان ننګونو او ګواښونو پروړاندې يوازې د همکارۍ پياوړتيا سم انتخاب دی.