د امريکايي سياستوالو باداري او ظالمانه کړه وړه به حتما له ځوابي تدبيرونو سره مخامخ شي
CRI2020-12-09 15:12:16
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دسمبر په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتنې قانون د قانوني جوړونې بهير او تطبيق له امله پر چين يو ځل بيا بې بنسټه او بې مورده تورونه ولګول او اعلان يې وکړ چې امريکا به د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې پر مرستيال (( بنديزونه )) ولګوي. د امريکا دغه ظالمانه، بې منطقه او بې ځايه عمل د چين ستر تقنيني اورګان د عادي تشريفاتو د بدنامولو هڅه، د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. چين به د امريکا د دغسې بدو عملونو په وړاندې اغېزمن ځوابي اقدامات غوره کړي او په ټينګه به خپل ملي حاکميت او د پرمختګ ګټو ساتنه وکړي.

د تېر کال په جون کې د بهرنيو کړيو تر دسيسې او لمسون لاندې په هانکانګ کې د ځينو مقرراتو د تعديل ضد تاوتريخوالی رامنځته شو. د بېلتون غوښتونکو د ناوړه کارونو له امله د هانکانګ ټولنه يوه موده په سخته ګډوډۍ کې وه. په هانکانګ کې ځينو کسانو له امريکا سره لاس يو کړی و او د هانکانګ ملي امنيت، سياسي امنيت او عامه امنيت ته يې زيان رسوونکي کړه وړه تر سره کړل او د دې سيمې د دايمي سمسورتيا او ثبات او د چين دولتي ګټو ته يې سخت خطرونه ورسول.

هيڅ هېواد د خپل ملي امنيت په کمزورو ټکو باندې سترګې نه پټوي او خپلو مامورينو ته اجازه نه ور کوي چې د دولتي امنيت په چارو کې له بهرنيو هېوادونو سره لاس يو کړي. د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د هېواد د قوانينو او نړيوالو عامو قواعدو له مخې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتنې قانون جوړ کړی او د هانکانګ د ادارې له سر غړوونکو او له مجرمينو سره د مبارزې قانوني چارې يې تر سره کړې، دغو اقداماتو نه يوازې د هانکانګ عنعنوي غوره والي ټينګ کړی، بلکې د اقتصاد او د خلکو د ژوند په برخو کې يې د زياتو ستونزو د حل لپاره يې د ډاډمن نظام جوړ کړی، نو د هانکانګ د پراخو ښاريانو هرکلی يې تر لاسه کړی دی.

د روان کال په نومبر کې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کمېټې د هانکانګ د تقنيني شورا غړو د عضويت په اړه پريکړه وکړه. له دې وروسته په هانکانګ کې د يوې سروې له مخې ۶۰ سلنه کسانو له يادې پريکړې څخه ملاتړ څرګند کړ. له دې څخه ښکاره شوې چې زياتره هانکانګيان د ځايي تقنيني شورا د ځينو غړو د بدو عملونو څخه ناخوښه دي.

د هانکانګيانو د نظرونو پر وړاندې ځيني امريکايي سياستوال غلي پاتې نه شول. دوی د هېواد دقوانينو سيستم د بشپړتيا په اړه د چين د ستر تقنيني ارګان په معقولو او قانوني عملونو بې ځايه نيوکې وکړې. د دوی د دغو ناعادي او تخريبي عملونو تر شا دسيسې شتون لري.

له يوې خوا، دوی غواړي په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتنې قانون او د چين د ملي ولسي کانګرس د نورو پريکړو د تطبيق په لاره کې خنډونه رامنځته کړي، څو د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

له بلې خوا، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په اوومه نېټه د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ ملي کميټې د مشرانو له پلاوي سره په يوه ويډيويي غونډه کې وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په يوه مهمه مرحله کې دي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه بايد له مخې بېلا بېل خنډونه ليرې کړي او د خپلمنځي اړيکو ثبات رامنځته کړي. د وانګ يي له يادو څرګندونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مايک پومپيو تر لاس لاندې تش په نوم بنديزونه خپاره کړل، څو د امريکا پر نوي حکومت محدوديت ولګوي او مناسب مدار ته د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ستندېدو په لاره کې خنډ جوړ کړي. د دغو امريکايي سياستوالو بد نيت د نړيوالو د پام وړ دی.

هر څومره که د امريکا ځيني سياستوال هڅې وکړي، د يو هېواد او دوو نظامونو ميکانيزم پر ځای او نه ماتيدونکی دی او د چيني ملت د سمسورتيا په لوري ګامونه به نه ايسار ا بند نه شي. د مايک پومپيو په شمول د ځينيو امريکايي سياستوالو ظالمانه او بې منطقه کړه وړه به د هانکانګ د ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره د چينايانو د ارادې د لا ټينګښت سبب وګرځي.