د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې دمخه د شلو لويو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې وويل چې چين به خپله ژمنه پوره کړي او نورو پرمختيايي هېوادونو ته به مرستې او ملاتړ برابر کړي . دغه راز د کرونا ضد واکسين د عامه محصولاتو په توګه توليد کړي او په بېلا بېلو هېوادونو کې به يې خلک وکاروي.
اوس په چين کې د واکسين څېړنيز کارونه په سالم ډول روان دي او دغه هېواد به خپله ژمنه پوره کوي.
د متحده عربي اماراتو د رسنيو د خبر له مخې ، د دغه هېواد د روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د سينوفارم د درمل جوړونې ملي شرکت لخوا توليد شوی د کوويد-۱۹ ضد واکسين يې په رسمي توګه ثبت کړی دی. بر سېره پر دې، چين په تېرو څو ورځو کې يو ميليون واکسينونه د برازيل ساو پاولو ايالت ته ولېږدول او ۱ اعشاريه ۲ ميليونه واکسينونه يې د اندونيزيا پلازمينې جکارتا ته ولېږدول. داسې ښکاري چې په انډونيزيا کې هم د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو وضعيت ډېر سخت دی، د دغه هېواد حکومت پلان لري چې په ګرد هېواد کې په لويې پيمانې د کوويد-۱۹ ضد واکسين جوړ کړي. د چيني واکسينونو لومړۍ جوپه بې له شکه د دغه هېواد د کوويد-۱۹ د مخنيوي او وقايې لپاره قوي ملاتړ دی.د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو وويل چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د اندونيزيا د خلکو لپاره يو ښه خبر دی.
له برازيل او اندونيزيا پرته مکسيکو هم په پام کې لري چې د چين له خوا توليد شوي ۳۵ ميليونه واکسينونه واخلي او ترکيې هم چين ته د ۵۰ ميليونو واکسينونو وړانديز کړی او لومړۍ جوپه به نژدې راتلونکي کې دغه هېواد ته ولېږدول شي.
ويل کېږي چې د چين دغه عمل په نړۍ کې د واکسينونو د تقاضا او عرضې ترمنځ د تشې ډکولو کې پوره مرسته کړې او د کورونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره يې نوې هيلې راټوکولې دي. د فورټون مجلې د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د چين له خوا توليد شوی د کوويد-۱۹ ضد واکسين ممکن په نړۍ کې د واکسينونو د برابرولو تشه ډکه کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي ،د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې وروستيو ورځو کې د کوويد-۱۹ وبا په اړه د م م عمومي اسامبلۍ په ځانګړې غونډه کې وويل چې چين به په پر له پسې توګه اړو هېوادونو ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي او د بشري روغتيا ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي. چين يو ځل بيا نړۍ ته د کوويد-۱۹ وبا ضد په مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ لپاره خپله صادقانه لېوالتيا څرګنده کړه.
په نړۍ کې تر اوسه پورې پر کوويد-۱۹د تشخيص شوو کسانو شمېر له ۶۸ ميليونو او ۴۸۰ زرو تنو څخه زيات شوی او لږ ترلږه په ۲۹ هېوادونو کې هره ورځ له ۱۰۰۰څخه زيات کسان پر کوويد-۱۹ اخته کېږي. پدې کې هېڅ شک نشته او دا بيړۍ اړتيا ده چې په ډېرو هېوادونو کې ډېر ژر واکسين وويشل شي.
چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه پر خپلې ژمنې ولاړ دی، د م م او د روغتيا نړيوال سازمان د وړانديزونو ملاتړ کوي او له بېلا بېلو خواو سره نژدې همکارۍ کوي. چين به پرمختيايي هېوادونو اړتياو ته لومړيتوب ورکړي او د واکسينونو مساوي او معقول ويش ته به وده ورکړي.