د چين او افغانستان د ګډ برخليک ټولنه روښانه اينده لري
CRI2020-12-10 16:49:02
شريکول:

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېسيون په ۵مه عمومي غونډه کې د دغه هيواد د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخې په اړه د دغه ګوند وړانديز تصويب شو.

 دغه وړانديز چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ، د ټولو ګوندي غړو او د هېواد د بېلابېلو ټولنو د ځيرکو په راټولېدو سره ټاکل شوی دی، د ۱.۴ ميليارډو چينايانو په لارښوونې سره به د عصري سوسياليستي هېواد د پوره ابادۍ نوی بهير پرانيزي. دغه راز د چين او افغانستان ترمنځ هراړخيزو همکاريو ته به ستر خوځنده ځواک هم برابر کړي. ځکه چين او افغانستان نه يوازې نږدې او ښه ګاونډيان دي، بلکې ګډ برخليک هم لري.

د چين، افغانستان او د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونو مرستيال خارجه وزيرانو د ډسمبر په ۹مه نېټه د سوداګرۍ او متقابل پيوستون په اړه ويډيويي غونډه ترسره  کړه. د دغې غونډې مشري، د چين د خارجه وزارت مرستيال لوه جاو هوی کوله، نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې چين او افغانستان د کورونا وبا ضد مبارزې، اقتصاد، سوداګرۍ، متقابل پيوستون او ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول زيات برخو کې د همکارۍ ستره فضا او روښانه اينده لري.

د کورونا وبا پر وړاندې د دواړو هېوادونو همکارۍ:

 کورونا وبا چې د ۲۰۲۰ کال له پيل نه راپدې خوا په ټوله نړۍ کې خپره شوې، د چين او افغانستان په شمول د نړۍ مختلفو هېوادونو ته يې ستر زيانونه رسولي دي. افغان حکومت او افغانانو د کورونا وبا ضد د چيني مبارزې په ستونزمن وخت کې سمدستي له چينايانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.  زياتو افغانانو چې پخوا يې په چين کې زده کړې يا کارونه کول،  په زياتو ځايونو کې د ماسکونو په شمول ګڼ شمېر لازم طبي توکي په پيسو واخيستل او په کابل کې يې د چين سفارت ته وسپارل. ځينو يې په بېلا بېلو لارو چارو د چينايانو هڅونه کوله. د دوی له دغې رويې بې شمېره چينايان متاثره شول. يو چيني متل دی، وايي، په ستونزمن وخت کې رښتينې دوستي ښکاري. نو افغانان او چينايان دوستان دي او ترمنځ يې صميمانه احساسات شتون لري. کله چې په افغانستان کې کورونا وبا په خپرېدو وه، چين د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره له افغانستان سره د يادې وبا ضد د څه باندې ۲۰ ټنه وقایوي توکو مرسته وکړه او دغه توکي یې په ۶ جوپو کې کابل ته ولیږدول.  ويروس سرحدات نه پيژني او ټولو هيوادونو ته خپریږي، چين او افغانستان د روغتيايي چارو په برخه کې يو له بل سره مرستې وکړې، نو له دې مالوميږي، چې دواړه هيوادونه ګډ برخليک لري. چين به خپله کړې ژمنه پوره کړي او د کوویډـ۱۹ ضد واکسين به تر څېړنې او بشپړونې وروسته د عامه محصولاتو په توګه توليد کړي او نړۍ ته به یې وړاندې کړي، خو د افغانستان په ګډون مخ پر ودې هېوادونو ته به لومړيتوب ورکړي.

د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د چين او افغانستان ترمنځ همکارۍ:

چين په ۲۰۲۰ کال کې د ډول ډول ستونزو په ليرې کولو سره د بې وزلۍ د پوره له منځه وړلو په برخه کې ټاکلې موخه پوره کړه. سږ کال د چين اقتصادي حجم ښايي له يو لک ميليارډو يوانو څخه واوړي او د هر تن پر سر د کورني توليد ارزښت(GDP) يې ممکن ۱۰ زرو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. دغه راز چين په نړۍ کې تر ټولو ستر منځنی عايد لرونکی نفوس او قوي کورنی بازار لري. چين نيت لري، چې د افغانستان په شمول له ډېرو مخ پر ودې هېوادونو سره خپلې پرمختيايي ګټې شريکې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ورسره وکړي. چين او افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې يو د بل کموالی او اړتياوې پوره کولای شي. چينايان د جلغوزيو، زعفرانو، تازه او وچو مېوو په څېر د افغانستان ځانګړي کرنيز او مالداريز توکي ډېر خوښوي. له تېرو دوو کلونو راهيسې نژدې د ۳۴ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت افغان جلغوزي چين ته وارد شوي دي. اوس مهال زيات شمېر افغان سوداګر د چين د بېجينګ، شانګهای، ګوانګجو او يي وو په شمول زياتو ځايونو کې په خپلو چارو بوخت دي. برسېره پر دې، د کابل ښار په مرکزي سيمه کې د چيني توکو لويه وداني اوس د دغه ښار يو نمونوي ځای ګرځېدلی دی. نو ویلي شو، چې چين او افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ګډ برخليک لري. دواړه خواوې به د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې لا نورې هم زياتې کړي.

د متقابل پيوستون په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ:

افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې مهم تمځای او د دې لارې مهمه څلور لارې وه. د چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به دوه اړخيزو اړيکو ته نوی خوځنده ځواک برابر کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تېرو څو کلونو راهيسې څو ځله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل او بیا بیا یې ویلي، چې چين غواړي له افغانستان سره د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ په پر له پسې ډول ژورې کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپلمنځي همکاريزې پروژې ورسره پرمخ بوزي او د متقابلو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ له شته فرصتونو او همکاريو څخه ملاتړ کوي. دغه راز چين افغانستان ته د چين او پاکستان له اقتصادي دهليز څخه د لارې ورغځولو څخه ملاتړ کوي، د اوسپنيزو لارو، سړکونو، الوتنو او پايپلينونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې له افغانستان سره د وصل نيت لري او غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پيوستون ته اسانتياوې برابرې کړي. افغانستان اوس د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه ځينې فايدې پورته کړي او په راتلونکې کې به لا زياتې ګټې ترې واخلي.

د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ:

افغانستان او چين دواړه ترهګرې ځپلې هيوادونه دي. چين هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره په ګډو هڅو د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول ټولو ترهګرو ته ضربت ورکړي او په دې برخه کې نړيوالې لاسته راوړنې په ګډه وساتي. رئيس شي جين پينګ په دې اړه ويلي، چې د افغانستان حالات د سيمې پر امنيت او ثبات پورې تړاو لري، نو موږ بايد د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د افغانستان له ارطباتي ګروپ څخه په ګټې اخيستنې سره د سولې او بيا رغونې د تر سره کېدو په موخه له دغه هېواد سره مرستې وکړو. چين د افغانانو په لارښوونې او حاکميت د سولې له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي، په بين الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوي او  په افغانستان کې د امن او ثبات په راتلو به ډېر خوښ شي. چين او افغانستان د امنيت په برخه کې ګډ برخليک لري. دواړه خواوې بايد د شانګهای همکارۍ سازمان په ګډون د سيمه ييزې او نړيوالې همکارۍ په چوکاټ کې خپلمنځي امنيتي همکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرۍ،  تندلارۍ او بیلتون غوښتونکو پر ضد بايد ګډه مبارزه وکړي.

۲۰۲۱ کال به د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان لومړی کال وي. په چين کې له ۱۹۵۳ کال څخه تر اوسه پورې ۱۴ پنځه کلن پلانونه بشپړ شوي، چې له دې لارې په دغه هيواد کې د ليدو وړ ستر بدلونونه راغلي دي. د نړۍ له پيشرفت پرته چين پرمختګ نه شي کولی، د نړۍ انکشاف هم چين ته په کار دی. چين او افغانستان کولای شي، چې د کمبودۍ او تشو ډکولو لپاره یو له بل سره سرچينې شریکې کړي، د بااستعدادو کسانو په تګ راتګ، يو له بل سره د فرصتونو په شريکولو او په ګډه د قواعدو جوړونې سره خپلو خلکو ته يوه لا روښانه اينده برابره کړي. ځکه!  چين او افغانستان ګډ برخليک لري.