مايک پومپيو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو راتلونکی نه شي تښتولی
CRI2020-12-12 14:52:19
شريکول:

د امريکا پر وخت د دسمبر په نهمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دغه هېواد د جيورجيا ايالت د تکنالوژۍ په انستېتيوټ کې په خپله وينا کې پر چين باندې يو ځل بيا له خصومته ډک بريد وکړ. د نوموړي په خوله کې (( چين پر امريکا بدې اغېزې کړې دي)). هغه هم په خپله وينا کې د ماساچوسيتس د تکنالوژۍ پر انستېتيوټ  (Massachusetts Institute of Technology) او واشينګټن پوهنتون (University of Washington) بې بنسټه تورونه ولګول چې د چين د کومک پيسې يې تر لاسه کړې او د چين د فشارونو په وړاندې يې سر ټيټ کړی دی. نوموړو دوو پوهنتونونو په کلکو څرګندونو ياد تورونه رد کړل او واشينګټن پوهنتون وويل چې د مايک پومپيو خبرې له بې شرمۍ ډکې دي.

ياده پېښه د مايک پومپيو په شمول د چين ضد امريکايي سياستوالو د (( نندارو )) يوه تازه بېلګه ده. نوموړي په دې وروسيو کې وويل، چې د چين په اړه به د امريکا تګلارې بدلې نه شي. د ده له خبرو څخه هغه بد نيت ښکاره شوی چې غواړي د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو راتلونکی تخريب وتښتوي. دغه امريکايي سياستوال په دې هڅه کې دي چې د نوي حکومت په لاره کې خنډونه رامنځته کړي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي فرصت کم کړي، څو خپل سياست يې دوام ولري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن ته د مبارکۍ پيغام کې هيله  ښودلې، چې دواړه خواوې دې د ګډو ګټو لپاره پر خپلمنځي همکاريو تمرکز زيات کړي، د نظر توپيرونه دې کنټرول  او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته دې سالم او ثابت پرمختګ ورکړي. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې وروستيو کې د امريکا او چين  د سوداګرۍ ټولنې د مشرانو له پلاوي سره په وېډيويي غونډه کې د ستراتيژۍ د پېژندنې سمولو او د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او خبرو اترو د پياوړتيا په شمول ۵ فقره ييز وړانديز وکړ.  ياد نظرونه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پړاو په مناسبت د چين هيلې دي او د امريکا د روڼ اندو شخصيتونو ګډې نظريې هم دي.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير هينري الفريډ کيسينګر (Henry Alfred Kissenger) په دې وروستيو کې ويلي، چې د امريکا د راتلونکې دورې ولسمشر بايد لومړی د چين له مشر سره ديالوګ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو درز دې ترميم کړي. امريکايي سياستپوه (Joseph Nye) دغه نظر لري چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو له ايديولوژيکي او د متقابلې خوا له بدنامولو څخه دې ډډه وشي او چين او امريکا بايد د خپلمنځي سيالۍ او همکارۍ بيلانس وساتي.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده. هغه امريکايي سياستوال چې زاړه او وروسته پاتې افکار لري او ناوړه کړه وړه يې کړي، د چين او امريکا د اړيکو پر راتلونکې پريکړه کوونکې اغېزې نه شي کولی. که هر څومره دوی د خپل بد نيت د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي، د دوی هغه تور افکار به لا ښکاره شي چې د خپلو شخصي ګټو په وړاندې د امريکا او امريکايانو ګټې ورته ارزښت نه لري، د دوی دغه کړه وړه به د نورو زياتو کسانو له مخالفت او کرکې سره مخامخ شي.