له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مبارزې د نوۍ پاڼې پرانيستلو لپاره د چين هڅې
CRI2020-12-13 15:48:44
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په دوولسمه نېټه د اقليم په اړه د لوړې آرزو په ويډيويي سرمشريزه غونډه کې يوه وينا وکړه چې پکې يې د نړۍ د راتلونکې اقليمي ادارې په اړه ۳ فقره ييز پېشنهاد وړاندې کړی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د کاربون ايستنې د کمولو په اړه يې د چين نوي تدبيرونه اعلان کړي. د نوموړي وينا له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مبارزې د نوې لارې لپاره د چين قوت برابر کړی او د کوښښونو لوری يې روښانه کړی.

پنځه کاله مخکې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه په پاريس کې تر سره شوه او پکې د پاريس تړون تصويب شو چې له مخې يې له ۲۰۲۰ کال وروسته د اقليمي بدلون پر ضد د نړيوالو عملياتو ترتيبات جوړ شوي. خو د امريکا حکومت د خپلو ګټو لپاره له نوموړي تړون څخه وتلی دی او له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مبارزې په لاره کې يې خنډونه رامنځته کړي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اقليم په اړه د لوړې آرزو ويډيويي سرمشريزې غونډې ته په خپله وينا کې د نړۍ د اقليمي ادارې په اړه ۳ فقره ييز وړانديز وکړ چې د بېلا بېلو هېوادونو د يووالي بڼه دې جوړه شي او د اقليمي ادارې په برخه کې دې د همکاريو او ګډو ګټو د نوي وضعيت د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وشي؛ د اقليمي چارو په اړه دې لوړه آرزو وهڅول شي او د هېوادونو د بېلا بېلو توانونو له مخې دې د اقليمي بدلون نوی سيستم جوړ شي؛ باور دې لوړ شي او د اقليمي ادارې په نوې مفکوره کې دې د شنه پرمختګ پر لارې ټينګار وشي.

په دغه پېشهاد کې هغه موضوع ډېره مهمه ده چې له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې بايد پر څو اړخيزم  ټينګار وشي او د ګډو اصولو تر څنګ دې د هېوادونو بېلا بېلو دولتي وضعيتونو او توانونو ته دې پام واړول شي. د ځمکنۍ کرې ساتنه د انسانانو ګډه دنده ده، نو دغه کار يو اړخيزم نه مني او د څو هېوادونو د عملياتو په اتکا دا موخه نه شي پوره کيدای او پر څو اړخيزو همکاريو دې ټينګار وشي. د دولتي وضعيت او توان په برخو کې توپيرونو ته په پام سره پرمختللي هېوادونه بايد نور زيات مسئوليتونه پر غاړه واخلي او د پانګو، تکنالوژۍ  او د توان او وړتياوو د لوړولو په برخو کې دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي. د چين دغه پېشنهاد د زياتو پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب غږ دی او د اقليمي بدلون پر ضد يې د نړيوالې ادارې مناسبه لاره روښانه کړې ده.

د اقليمي بدلون پر ضد د چين له خپرو شويو تدبيرونو څخه نړيوالې ټولنې ته څرګند پيغام ورکړل شوی چې چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه د خپلو ژمنو د پوره کولو تائيد شوې نقشه  لري، دغه ژمنې بې بنسټه او بې ځايه نه دي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې  د کاربون د ايستنې کمولو په برخه کې د چين د مهم رول ستاينه وکړه او و يې ويل، چې د چين د کوښښونو لوری مناسب دی. د هوا پېژندنې نړيوال سازمان سرمنشي پيټري تالاس (Petteri Taalas) وويل، چې چين د بيا کاريدونکو انرژيو د پرمختګ لپاره هڅې کړې او لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي، دغه کار د ستاينې وړ دی.

چين تل خپلو ژمنو ته په درنه سترګه ګوري، د اقليمي بدلون پر ضد به د نړيوالې ادارې لپاره دوامداره کوښښونه وکړي او نور زيات هېوادونه به وهڅوي او له دوی سره به لازمې مرستې وکړي چې سره يو ځای د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ په لوري ګامونه پورته کړي.