د چين د مصرف بازار د دوامدارې احيا په حال کې دی
cri2020-12-14 15:19:04
شريکول:

   

د نومبر تر ۱۱مې نېټې وروسته د سپتمبر ۱۲مه نېټه په چين کې د انلاين سوداګرۍ بله مهمه ورځ وه. په همدغه ورځ د انلاين سوداګرۍ ارزښت بيا ډېر زيات و او اقتصادپوهانو په اند، انلاين اقتصاد د چيني مشتريانو لپاره يو نوی فرصت برابر کړی، اټکل کېږي چې راتلونکی کال به د چيني مشتريانو مصرف لا زيات شي.

     د دسمبر په ۱۲مه نېټه څو انلاين سوداګريزو ډګرونو د نومبر د ۱۱مې نېټې په شان يو ځل بيا د معاملو د هڅولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي وو، مثلا د JD.COM انلاين پلورنې ويبسايټ د تخفیف پياوړتيا او د خدمتونو بشپړتيا په برخو کې رغنده او اغېزناک تدبيرونه ونيول، د پين دوه دوه په نوم ويبسايټ خبر ورکړ چې د کال د پای وخت په درشل او د تخفيف په زياتېدو سره د وارد شويو ميوو د خرڅلاو اندازه به ډېره زياته شي او ښايي د تېر کال د همدې مودې په نسبت 60 سلنه زياته شي.

   د چين د سوداګرۍ وزارت د سيمه ييز اقتصادي همکارۍ د څېړنيز مرکز مشر جانګ جيان پينګ د چيني مشتريانو د مصرف توان په اړه وويل

((د روان کال په دوهمه نيمايي کې په چين کې د توليد او کار په عادي کېدو سره اوس د مصرف بازار د احيا کېدو په حال کې دی. په درېيمه او څلورمه ربعو کې مصرف په عادي کېدو پيل شوی او په تېره بيا تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په دننه کې د مصرف شاخص له منفي څخه مثبت ته رسېدلی. د مشتريانو شوق او ذوق هڅول کېدای شي. د دسمبر دوولسمه نېټه د نومبر تر ۱۱مې نېټې وروسته يوه بله سوداګريزه ورځ ده چې مشتريانو ته لا زياتې اسانتياوې وړاندې کوي او د دوی شوق او ذوق هڅوي. ))

 د پين دوه دوه په نوم ويبسايټ لخوا د خپرې شوې شمېرې له مخې، د دې ويبسايټ د نړيوالې اخيستنې ډګر په همدغه ورځ ښځو د سينګار توکو د اخيستلو لومړی ډګر انتخاب شو، ځکه چې په دغه ډګر کې د توکو بيې مناسبې دي او د ګمرک له ګدام څخه په مستقيمه توګه مشتريانو ته ليږل کېږي چې کيفيت يې تضمين او د ډاډ وړ دی. په عين وخت کې د برېښنايي لوبه ماشينونه، د ليګو لوبې او روغتيايي توليداتو په شمول د ځينو موادو د خرڅلاو اندازه ډېره زياته شوې ده، د مثال په توګه، د ويښتانو د توېيدو مخنيوي  شامپو د خرڅلاو اندازه څلور برابره زياته شوې ده. برسيره پر دې، د نوي زيلانډ د پوردي شيدې او د روسي خواږو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو اصلي خوندور خوراکونه هم ډېر د هر کلي وړ شوي دي. د دغو توکو په اخيستونکو کې د چين په کوچنيو ښارونو کې اوسېدونکي هم ليدل کېږي.

د سو نينګ په نوم ويبسايټ د شمېرې له مخې، د هوا په يخېدو سره د دسمبر په ۱۲مه نېټه د ګرمو توليداتو او وسايلو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرټله ډېره زياته شوې ده. په ورته وخت کې د کور وسايل او روغتيايي محصولات هم د مشتريانو ډېر د خوښې وړ دي.

   سږ کال د کوويد-۱۹ د منفي اغېزې له امله د ډېرو په اصلي او فزيکي بڼه د شته دوکانونو کاروبارونه زيانمن شوي، دغه راز انلاين سوداګرۍ ته د ګړندي پرمختګ فرصت لا زيات برابر شوی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د سيمه ييز اقتصادي همکارۍ د څېړنيز مرکز مشر جانګ جيان پينګ په دې اړه وويل

((د کوويد-۱۹ له امله د انلاين ډګرونو رول لا پياوړی شوی. چين د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په داخل کې د دغه ويرس خپرېدل ښه کنټرول کړي او په دې توګه په هېواد کې د سوداګرۍ او د توکو حمل و نقل سيسټمونه نسبتاً عادي شوي دي. په دې بهير کې انلاين ډګرونو په موثره او اغېزمنه توګه مشتريانو ته اسانتياوې برابرې کړې، نو د انلاين سوداګرۍ پرمختګ  د نورو په نسبت ډېر ګړندی شوی او د مصرف په بازار کې نيول شوې اندازه يې هم د دوامداره زياتېدو په حال کې ده.))