د (ګو بې) د اوبو سيلانيز ښارګوټی او د (سه ما تای ) په نوم د لوی ديوال کنډوالې
CRI2020-12-14 10:16:34
شريکول:

د (ګو بې ) د اوبو سيلانيز ښارګوټی د بېجينګ ښار د مي يون سيمې په ګو بې کوه علاقه دارۍ کې دی. (ګو بې کوه) علاقه داري په لرغونې زمانه کې د نیغې غرنۍ سيمې په نوم شهرت درلود، د بېجينګ د ساتنې يوه مهمه دروازه وه او يو مهم پوځي ځای هم و. د (ګو بې) د اوبو سيلانيز ښارګوټی د ( سه ما تای) په نامه د لوی ديوال د يوې برخې کنډوالې په لمن کې د لرغوني کلي پر بنسټ اباد شوی دی. په دغه ښارګوټي کې ټولې ودانۍ د لرغونو کورونو د بڼو له مخې اوس دوباره ترميمې شوې دي کومې چې د چين د مرکزي سیمو ودانيزې ځانګړتياوې لري.

ولې دغه ښارګوټی د اوبو ښارګوټي په نوم يادېږي؟ دوه لاملونه لري، لومړی: د دغه ښارګوټي ترڅنګ د (يوان يانګ) جهيل پروت دی او څو ويالې ترې له دغه ښارګوټي څخه تېرې شوې دي. دوهم لامل يې دا دی، چې په دغه ښارګوټي کې د تودو معدني اوبو چينې شته او پر دغو معدني اوبو ځان مينځل د کسانو د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري.

 سيلانيان په دغه ښارګوټي کې چکر وهي، د واټونو پر دواړو غاړو رنګارنګ دوکانونه، هوټلونه او رسټورانټونه ليدل کېږي. دغه راز، د ټوکرونو د رنګولو، د کاغذپران د جوړولو او د باڼسي څراغونو د جوړولو په شمول د چين د دوديز لاسي صنعتي چارې هم په دې ځای کې ډېرې ليدل کېږي او سيلانيان ورڅخه خوند اخيستلی شي.

په چين کې د کاغذپران د جوړونې تاريخ له ۲۰۰۰ کلونو څخه اوږد دی. په پيل کې کاغذپران يو ډول مخابراتي او د معلوماتو لېږلو وسيله وه او خلکو د معلوماتو د تبادلې لپاره له کاغذپران څخه استفاده کوله، په همغه وخت کې کاغذپران په پوځي چارو کې ستر رول لوباوه. د ساينس او مخابراتي طريقې له پرمختګ سره سم، خلکو ډېر ښه وسايل پيدا کړل، نو د کاغذپران رول هم بدل شو او اوس يې ځای د خلکو ترمنځ د لوبو يو ډول وسيلې په توګه پاتې دي.

د ۲۰۱۵م کال د اپريل په ۴مه نېټه د چين د چونګچينګ ښار په وو لونګ سيمه کې د کاغذپران د فېسټېوال په پرانيستونکو مراسمو کې يو کاغذپران هوا ته پورته شو، چې لویوالی يې ۶۰۰۰ مترو ته رسېده. د دغه کاغذپران لويوالی د ګينس نړيوال ريکارډ مات کړ. مخکې تر دې د ګينس نړيوال ريکارډ ۵۰۰۰ متره و. له شپږو تر اتو ساعتونو پورې وخت يې ونيوه، چې ياد کاغذپران هوا ته پورته شي.

    د (سه ما تای ) په نوم د لوی ديوال کنډوالې د بېجينګ په مې يون سيمه کې دي او دغه ځای د نيغې غرنۍ سيمې په نوم هم شهرت لري.

 د (سه ما تای) کنډوالې اوږدوالی پنځه اعشاريه اووه کيلومتره دی او د (يوان يانګ) جهيل لخوا په دوه برخو ويشل شوې دي. دغه کنډوالې د لوی ديوال يوه مهمه او ښه ساتل شوې برخه ده. په ۱۹۸۷م کال کې دغه کنډوالې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې ثبت شوي.

لوی ديوال د چين په تاريخ کې د ودانيزو چارو يوه عجيبه نمونه ده. لوی ديوال له ختيځ ( شان های ګوان) څخه تر لوېديځ ( جيا يو ګوان) بندر پورې پنځه زره کيلومتره اوږدوالی لري.

د لوی ديوال جوړونه دوه زره کاله مخکې د (چون چيو) په امپراطورۍ زمانه کې پيل شوې ده او اصلي موخه يې له دښمنانو څخه د ځان دفاع  کول وو. په لوی ديوال کې د خبردارۍ ډېر برجونه جوړ شوي، چې د جګړې په ترڅ کې به د مالوماتو ليږدولو په حال کې وو. کله چې به دښمنانو تېری وکړ، سرتيريو به هغه وخت اور بل کړ او لوګي به يې جوړول او په شپه کې به يې هم اور لګاوه او له دې لارې به يې بېلا بېلو خواوو او مشرانو ته خبر ورکاوه. د دواړو څارونکو ترمنځ به کابو پنځه کيلومتره واټن و او د پوځي مالوماتو د ليږدولو لپاره به د دې واټن وهل په دې توګه اسانه وو.

اوسمهال لوی ديوال د چين پېژندنې يوه نښه بلل کېږي. که تاسو بېجينګ ته سفر وکړئ، بايد لوی ديوال ته حتما لاړ شئ. په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي: 不到长城非好汉( بو داو چانګ چنګ فې هاو هان) يعنې ( چا چې لوی ديوال ته سفر نه وي کړی ، هغه غښتلی او پياوړی نه دی ).