ټويټر چې د تاريخ په اړه دوه ګونې رويه او معيارونه نيسي، ايا اخلاقي مسئوليت يې تر پوښتنې لاندې نه راځي؟
CRI2020-12-15 16:41:04
شريکول:

د دسمبر ديارلسمه نېټه په چين کې د نان جينګ د ټولوژنې د ملي ماتم له اوومې ورځې سره برابره وه او په دې ورځ کې د چين په بېلا بېلو ټولنو کې ۸۳ کلونو مخکې د جاپاني تيري کوونکو لخوا د څه دپاسه دری لکه بې ګناه ملکي وګړو قصدا ټولوژنې جنايت غندنې او د خپلو مظلومو وطنوالو د يادونې په مناسبت د ملي وير، ناستې، غونډې او فعاليتونه ترسره شول چې تاريخ ته د کتنې او سولې ته ارزښت ورکولو هيلې يې څرګندې او وړاندې کړې دي. خو په ټويټر کې د ځينو کاروونکو لخوا په دې اړه خپاره شوي د نان جينګ د ټولوژنې په هکله تاريخي عکسونه او ويډيوګانې د دغه سيستم لخوا ليرې اوحذف شوې دي، لامل يې دا ښودل شوی دی چې دا هسې بې بنسټه خونړۍ پېښه ده. خو په همدې وخت کې د جاپاني کيڼ اړخو لخوا د تاريخ په اړه داسې تحريف اميزه نظريې په ټويټر خپرې او ساتل شوې دي.

د يوې تاريخي پيښې په هکله د ټويټر له دوه ګوني چلند او رويه دا ښکاره کوي چې د ځينو لويديځو خبري رسنيو په خوله کې د نظريو د ازادۍ تر شا رښتينې څيرې، د دوی ګډې وډې نظريې او په سياسي چارو کې د يوې خوا ملاتړ او د بلې خوا د نظريو او خبرو سانسورول او د مخنيوي موارد لا زيات او څرګند دي. ټولو ته معلومه ده چې د نان جينګ په ټولوژنه کې د جاپاني تيري کوونکو جرمونه د لري ختيځ د نړيوالې محکمې لخوا د رسمي قضاوت په ترڅ کې تصديق شوي دي. د ټويټر له خوا ليري شوي عکسونه او ويډيوګانې د نړيوالو لخوا پيژندل شوي دي دا تاريخي اسناد او شواهد دي. ايا د دغو سختو جرمونو د پټولو په هکله د ټويټر له خوا داسې دوه ګونی چلند او رويه ترسره کول پر بشري بنسټيزو اخلاقو او حقوقو تيری کول نه دي؟ د ټويټر کاروونکو پر دې ناعادلانه کړنې باندې احتجاج څرګند کړی چې دا يې بې بنسټه خونړۍ پېښه بللې ده، دا د تاريخ واقعيت دی، د ګڼ شمېر ملکي وګړو بې ګناه انسانانو د قصدي وژنې خونړۍ پيښه د بشر په تاريخ کې يو څرګند جنايت دی. هر تن بايد تاريخ ته په سمه توګه وګوري خپلې تېروتنې ومني، خو پر حقايقو باندې بايد هېڅکله سترګې پټې نه شي.

دا لومړی او دويم ځلې نه دې چې ټويټر دغه ډول دوه ګونې کړنه ترسره کوي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۹کال کې په هانکانګ کې د زور زياتي پېښو په موده کې د ټويټر او فېسبوک په شمول د امريکا خبري رسنيو په دغو پاڼو کې په زرګونو اکونټونه بند کړي لامل يې دا ښودل شوی چې د دغو اکونټونو تر شا د چين حکومت ملاتړ دی. خو په حقيقت کې په دغو اکونټونو کې په خپرو شوو عکسونو او ليکنو کې په هانکانګ کې د زور زياتي پېښو په هکله عيني او حقيقي معلومات بيان شوي. خو د هانکانګ پوليس تورن شول، چې د زور زياتي پيښو کې ښکېلېدل، د چين پر حکومت ملامتيا اچونې انتقادونه، تبصرې ټولې په ټويټر او فېسبوک کې په ازاد ډول پرته له کوم محدوديت خپاره شوي دي.  

د دغو ټولنيزو رسنيو کړنې ټولو کاروونکو سپکاوی کړی دی چې د ځينو لويديځو خبري رسنيو ليد لوري بيخي ګډ وډ دي. دوی د چين په نظر کې د سمو کارونو په هکله شکونه لري، خو د چين په نظر کې د ناسمو کړنو په هکله د نظر د ازادۍ په پلمه ملاتړ کوي. خو حقيقت او رښتيا څه دي؟ دا د دوی لپاره مهم نه دي.

د ټويټر په شمول د امريکا د لويو انټرنيټي رسنيو نظر او ايډيالوژي د دوی تر شا له مالي ډلو، سياسي کړيو او دولتي ګټو سره ټينګې اړيکې لري. مثلا تير کال د امريکا افريقا الاصله تور پوستی ځوان جورج فلويد چې د يو سپين پوستي پوليس لخوا ووژل شو، د مخالفت او احتجاج څپو پورته کېدو سبب شو او د لوټ چور ګڼ شمېر پېښې رامنځته شوې، وسلوال بريدونه وشول، ټويټر يوازې دغو لاريونونو ته د زور زياتي د ښکاره نښې نوم ورکړی دی. د دې ټولو لامل څرګند او اسانه پرې پوهېدلی شو چې د امريکايي چارواکي لخوا ورته ويل شوي دي. په ۲۰۱۸کال کې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي وو ټويټر د ځينو هغو ايرانيانو اکونټونه بند کړی دي چې د رښتيا اواز يې اوچتاوه، خو د ايران د حکومت ضد کړيو اکونټونه يې فعال او ازاد ساتلي دي. نو د ځينو لويديځو خبري رسنيو په  اند د تش په نامه بيان ازادي په حقيقت کې د سياسي دريځ له لارې پالل کېږي، خو رښتياوو ته نه ګوري.

تاريخ د زمانې د پرمختګ له امله نه شي بدلېدلی. چينايان د نان جينګ په ټولوژنې کې د وژل شوو کسانو د يادونې مراسم ترسره کوي د نفرت او دښمنۍ دوام نه غواړي، د سولې مينوالو هڅونه به تل دوامداره ساتي پر سولې باور لري او پرې ټينګار کوي. ټويټر بايد وپوهيږي چې د تيري کوونکو جنګي کړنو ته د نه کتنې رويه د انسانانو سوله او عدالت زيانمنوي.