د چين او جنوبي آسيا تلپاتې نندارتون
CRI2020-12-15 15:46:07
شريکول:

د چين او جنوبي آسيا د ۲۰۲۰ کال انلاين نندارتون د دسبمر په ۱۲مه نېټه پرانيستل شو چې نوم يې (( د چين او جنوبي آسيا تلپاتې نندارتون )) دی. د کرونا وبا د اغېزو پر وړاندې، په نوموړي نندارتون کې ګډون ته د ګڼ شمېر تصديو او سوداګرو شوق نه دی کم او ټيټ شوی، دغه نندارتون د دوی د اړتياوو د پوره کولو لپاره په لومړي ځل په انلاين ډول جوړ شوی. که څه هم دغه نندارتون په انلاين نندارتون بدل شوی، خو د ګډونوالو شمېر يې د تېرو دورو په پرتله کم شوی نه دی چې دغه وضعيت له چين سره د تجارتي تګ را تګ په اړه د افغانستان په شمول د جنوبي آسيا د اتو هېوادونو اعتماد لا ټينګ کړی او د خوځنده ځواک لپاره يې ماحول برابر کړی دی.

چين د نړۍ تر نورو هېوادونو لومړی د کرونا وبا وضعيت کنترول کړی او اقتصادي مثبت پرمختګ يې رامنځته کړی دی. له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۹۰۴۰ ميليارډه يوانه دی او د زياتوالي انډول يې يو اعشاريه اته دی چې د امريکايي ډالرو په معادل د وارداتو او صادراتو ارزښت يې ۴۱۷۰ ميليارډه امريکايي ډالره دی او د زياتوالي انډول يې صفر اعشاريه شپږ سلنه دی. دا د کرونا وبا له خپرېدو وروسته لومړی ځل دی چې د چين د وارداتوا و صادراتو ارزښت زياتوالی رامنځته شوی. د دې ترڅنګ چين د کرونا وبا د وقايې او کنترول په نړيوالو همکاريو کې رښتيني اقدامات تر سره کړي چې تر خپلې وسې پورې تر دوو سوو زياتو هېوادونو او سيمو ته يې وقايوي مواد صادر کړي او د انسانانو د روغتيا او طبي چارو ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره يې په دې توګه د پام وړ هڅې کړې دي. بر سيره پر دې، په چين کې د توليدي چارو نظام په چټکۍ سره اعاده شوی چې چين د دغو کوښښونو له لارې د کرونا وبا په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ژوند او کار اړتياوې پوره کړې او د نړيوال صنعتي ځنځير د ثابت دوران لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. چين د وارداتو د زياتوالي لپاره فعال ګامونه پورته کړي چې له امله يې  د نړۍ د وارداتو په عمومي اندازه کې د چين ونډه صفر اعشاريه اته سلنه زياته شوې ده، دا د نړيوال اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د فعاليت لپاره د چين بل مهم خدمت دی.

په ياد حالت کې پرانيستل شوی د چين او جنوبي آسيا انلاين نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو پاملرنه راجلب کړې. د معلوماتو له مخې، د جنوبي آسيا د ۸ هېوادونو او د جنوب ختيځې آسيا ۱۰ هېوادونو په شمول د څه باندې ۹۰ هېوادونو ۹۳۰۰ تصدۍ په دغه نندارتون کې ګډون لري. ډېر خوشاله يم چې د ګډونوالو په لېست کې مې د څو افغان تصديو نومونه هم ليدلي او سوداګريزې چارې يې د زعفرانو، غاليو او لاسي صنعت په شمول له زياتو صنعتونو سره تړاو لري. افغانستان د چين نژدې ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پټ قوت لوی دی. لومړی، د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ښه تمايل څرګند دی. چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر يې د نړۍ تر ټولو هېوادونو زيات دی.  چين به د کورني دوران په محور د کورني او بهرني دواړو دورانونو د متقابل تحريک په بڼه د پرمختګ نوی شکل جوړ کړي. دوهم، چين او افغانسان د صنعتي چارو په برخه کې يو بل بشپړولی شي. له يوې خوا، د چين په بازار کې د افغانستان د ښه کيفيت کرنيزو او حيواني توليداتو ته زياتې اړتياوې شتون لري. له بلې خوا، په چين کې افغان سوداګر هر کال د افغان بازارونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره له چين څخه ګڼ شمېر د ښه کيفيت او ټيټې بيې ورځني اړتيا توکي او  صنعتي توليدات اخلي.  درېيم، افغانستان د منځنۍ آسيا او د ختيځې آسيا وصل ځمکنی پل بلل کيږي او دغه مهم مقام يې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په چوکاټ کې لا څرګند او ارزښتناک دی. د افغانستان توليدات د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليز او ځانګړو باروړونکو اورګاډيو له لارې چين ته ليږدول شوي چې افغان بزګرانو او مالدارانو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي.

د چين او جنوبي آسيا انلاين نندارتون د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو همکاريو لپاره يوه نوې کړکۍ پرانيستې ده. د کرونا وبا په وړاندې،  نړۍ او د سيمې بېلا بېل هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې ستونزې ليرې کړي. نوموړی نندارتون به د چين د يون نان ولايت د جغرافيايي وړتيا او د ديجټلي تکنالوژۍ د پرمختګ په رڼا کې د دغه هېواد او د جنوبي آسيا او جنوب ختيځې آسيا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره مناسب نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی. نندارتون تلپاتې دی او سيمه ييزې همکارۍ تل پاتې دي! زه د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ د ښې راتلونکې په اړه پوره باور لرم!

 

ليکوال: شي منګ

ژباړونکې: ياسمين