د اقليمي بدلون په هکله به د استراليا صدراعظم موريسن شمېرل کله ختم شي؟
cri2020-12-16 14:56:07
شريکول:

د استراليا د فراسير ټاپو کې چې د طبيعي تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل دی، د اورلګېدو له امله الوتونکي او ژوي کډوالۍ ته اړ شوي او ځنګلونه څو ځلې سوځېدلي. که څه هم په دې وروستيو ورځو کې د باران اورښت له امله د ځنګلونو اور په ابتدايی توګه کنټرول شوی خو د دې ترڅنګ سلابونه هم رامنځته شوي چې له امله يې د دې هېواد ختیځې ساحلي سيمې هم له نوي ناورين سره مخ کړې دي.

د سخت هوا څپې کله نا کله رامنځته شوې چې لامل يي نه يوازې د هوا تودوخې له لوړوالي سره تړاو لري بلکې ور څخه په سياسي چارو کې د استراليا د تګلارو جوړونکو د لنډلید له امله ډېرې منفي اغيزې هم له ورايه ښکاريږي. له دې کبله د اقليمي بدلون د موخې سرمشريزې غونډې چې د دسمبر په ديارلسمه نېټه تر سره شوه، موريسن ته بلنه نه ده ور کړې. د بريټانيا کاردين ورځپاڼې خبر ور کړې چې د دې غونډې چوکۍ يوازې د هغو هېوادونو مشرانو ته برابرې شوې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د کاربون د خپرېدا اندازې د کمښت موخه وټاکي او د ککړو توکو د خپرېدا اندازې د تر زياتې اندازې پورې کموالي اعلان يې کړی، پرمختيايي هېوادونو ته به اړوندې پيسې برابرې کړي او د اقليمي بدلون په هکله يې هدفمند پلان  جوړ کړی دی. خو د استراليا نوم د ګډونوالو په لېست کې شتون نه لري.

پنځه کاله دمخه استراليا په پاريس کې د اقلیمي بدلون په غونډه کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د کاربون د ايستنې اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله له ۲۶ سلنې څخه تر ۲۸ سلنې پورې کمه کړي. خو د تېر کال په پای کې د اټکل شوې نتيجې له مخې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به په استراليا کې دغه اندازه يوازې د ۲۰۰۵ کال په پرتله ۱۶ سلنه کمه شي.

د تېر کال په دسمبر کې استراليايانو په ځنګلونو کې د اورلګېدو له امله  ډېر انديښمن وو، خو په همدې وخت د دې هېواد صدراعظم موريسن د امريکا هوايي ټاپو ته سفر وکړ چې استراليايايو پر دې اړه سخت غبرګونه وښودل. له یوې مودې راهيسې استراليا د اقليمي بدلون په هکله منفي رويه غوره کړې او يو داسې يوازينی صنعتی هېواد دی چې له امريکا پرته د کيوتو پروتوکول لاسليکول يې رد کړي. تر هغه وروسته که څه هم استراليا د اقليمي بدلون په هکله د پاريس تړون لاسليک کړی دی، خو د امريکا  له دې تړون څخه تر وتلو وروسته د استراليا رويه هم  بدله شوې او  پر اساس يې خپله ژمنه نه ده پوره کړې. د اقليمي بدلون په هکله د يوه پرمختللي هېواد په توګه د استراليا دغه رويه ناسمه او د باور وړ نه ده.

له صنعتي تګلارو څخه ښکاريږي چې د استراليا مشران د اقليمي بدلون مسئله له پامه غورځوي.د کانونو شرکتونو تر اغيزې لاندې د دې هېواد د څو دورو حکومتونو په پاريس کې د اقليمي بدلون په غونډه کې د کړې ژمنه شویو موخې په هکله د قانون جوړونه رد کړې ده. استراليا هم يوازينی داسې هېواد دی چې د سوند موادو موثريت معيار يې نه دی پلی کړی.

له اقليمي بدلون سره مقابله د ټولو انسانانو ګډ مسؤليت دی او د استراليانو  له ګټو سره سمون لري. د موريسن له کړنو څخه د ده هغه څېره ښکاريږي  چې د استراليايانو ګټې يې له پامه غورځولې او غواړي چې د د لويو شرکتونو د ګټو استازی شي.