تبصره: لويديځې رسنۍ د چين پر کمونېست ګوند غير موجه تورونه لګوي
cri2020-12-17 15:32:29
شريکول:

تبصره: لويديځې رسنۍ د چين پر کمونېست ګوند غير موجه  تورونه لګوي

 

د بريتانيې، استراليا او ځينو نورو هېوادونو رسنيو او سياستوالو پدې وروستيو کې يو حيرانونکی خبر  ورکړی او ادعا يې کړې چې د چين د کمونېست ګوند د يو ميليون او ۹۵ زرو غړو د معلوماتو يو سند ښيي چې دغه ګوند په خپل هېواد کې د بريتانيې او نورو لويديځو هېوادونو په ميشتو ارګانونو او تصديو کې خپل نفوذ کړی او امريکا تر نورو وړاندې پدې اړه د خطر زنګ وهلی دی.

خو دوی بيا خپله وايي چې ددې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه لري.

پوښتنه  داده چې که چين ضد لويديځوال د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شواهد ونه لري، نو د چين کمونيست ګوند پرضد يې ادعا د څه لپاره ده؟

 

د دې پوښتنې د ځواب پيدا کولو لپاره لومړی راځئ ياد سند په ګډه وګورو.

د بريتانيې او استراليا رسنيو ويلي چې دغه سند يې د چين په اړه د تګلارو لپاره  پارلماني ټولنې  Inter-Parliamentary Alliance on China)) څخه ترلاسه کړی دی.

د امريکايي رسنيو د خبر له مخې دغه ټولنه د روان کال په جون کې د امريکا د سناتور  مارک  انتونيو روبيو (Marco Antonio Rubio)تر لارښوونې لاندې جوړه شوې او د ۸ هېوادونو ۱۸ غړي لري چې ځان د اتو هېوادونو اتحاد او هدف يې د چين په اړه د همغږو او مناسبو تګلارو ټاکل بولي .

 

 روبيو  دغه کسان رابللي او له هغو سره يې په ګډه د هانکانګ، شينجيانګ او تبت په شمول په يو لړ موضوعاتو کې پر چين تورونه لګوي او هڅه کوي چې د خلکو پاملرنه راجلبوي.

چين څه موده مخکې په خپلو کورنيو چارو کې د مداخلې له امله پر روبيو بنديزونه لګولي، نو روبيو په داسې حال کې  د چين د کمونېست ګوند په اړه سند جوړ او خپور کړی دی، ښکاره ده چې روبيو په هره ممکنه لاره له چين څخه غچ اخيستل غواړي.

 

په دغه سند ليکل شوي چې چيني استخباراتو د بهرنيو هېوادونو په ارګانونو او تصديو کې نفوذ کړی، ځکه په دغه کې د بهرنيو هېوادونو په قونسلګريو او تصديو کې هغه چينايي کارکوونکي ګمارل شوي چې د چين د کمونېست ګوند غړيتوب لري.

داسې ښکاري چې په دغه سند کې بيان شوی دليل ډېر کمزوری، غير موجه او د نه باور وړ  دی.

ټولو ته معلومه ده چې چين  د يو سوسياليستي هېواد سرپرستي کوي  او ۹۲ ميليونه غړي لري. دغه غړي په بېلابېلو مسلکونو کې دنده لري او ډېری يې په کارونو کې د نمونې په توګه ګڼل کيږي، خو طبيعي ده چې دغه کسان به په چين کې په بهرنيو ارګانونو کې هم کار کوي.

په حقيقت کې دا لومړی ځل نه دی چې بريتانيا، امريکا، استراليا، کاناډا او نوی زيلند له شواهدو پرته پر چين تورونه لګوي. دوی په ګډه د چين په خلاف دسيسې جوړوي، امريکا پر چين بنديزونه لګوي او په عين مهال استراليا او نور هېوادونه د امريکا په ملاتړ د تحقيقي رپوټونو په خپرولو سره شواهد  وړاندې کوي، دوی د شينجيانګ په مسئله کې همداسې وکړل. دوی پر چين بې بنسټه تورونه لګوي او  نور هېوادونه دې ته هڅوي چې په ګډه د چين مخنيوی وکړي. د دوی له کړووړو څخه د سړې جګړې مفکوره ښکاري.

د چين د کمونېست ګوند غړي د چين د خلکو استازيتوب کوي، پر دوی تور لګول له ټولو چينايانو سره دښمني کول دي.  لويديځې رسنۍ او سياستوال دې پدې پوه شي او خپلې ناسمې کړنې دې سمدستي بندې کړي.