که مونږ ستورو ته وګورو!
CRI2020-12-17 16:23:08
شريکول:

که انسان د شپې په توره تياره کې پاس اسمان ته ځير شي، نو ځلاند ستوري، سپينه ګرده سپوږمۍ او پراخ جهان به ننداره کړي، په یوه نادره او عجيبه فکر کې به وغورځي او په ژورو فکرونو کې به ډوب شي. په ذهن کې به یې د تور او سپين تلويزيون پر پرده د تلونکو راتلونکو عکسونو په څېر ډېر انځورونه ښکته پورته شي، ډول ډول پوښتنې او فکرونه به ورته ودريږي، د ساري په ډول پاس بهرنۍ فضا څه ډول ده؟  ستورو کې به څه وي؟ ایا هلته ژوندي موجودات شته او یا د ځمکنۍ کرې په څېر هلته ژوند شونی دی؟ او انسانان هم ستورو ته تللی او چکر وهلی شي؟

همدغه فکرونه او پوښتنې له پخوا زمانو څخه له يوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کیږي او انسان یې د ځواب په لټه دی.

نن سهار چې له خوبه پورته شوم، نو د تلويزيون پر ښېښې مې دا خبر تر سترګو شو، چې د چين چانګ عه پنځم نمبر څېړنيزې الې له سپوږمۍ څخه د خاورو او شګو د نمونو په اخيستلو سره خپله دنده بشپړه کړه او د ډسبمر د ۱۷مې نېټې د سهار په یوې بجې او ۵۹ دقيقو د چين د داخلي مغولستان په ټاکلې سېمه کې ښکته شوه.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د سپوږمۍ اکتشافي پروژې قوماندانۍ او په دغه پروژه کې ټولو ګډون کوونکو کارکوونکو ته د دې بريالۍ دندې په پار د مبارکۍ پیغام ولیږه او دوی ته یې د لا برياوو هيله وښوده.

په چين کې د چانګ عه په اړه زياتې فولکلوريکې کېسې موجودې دي، خو د خلکو ترمنځ دغه ولسي کېسه ډېره خوله په خوله کیږي. وايي پخوا زمانو کې یوه نجلۍ وه او نوم یې چانګ عه و، هغې یو ډول بوټی وخوړ، چې له امله یې بدن ډېر سپک یعنې وزن يې کم شو او پای کې د سپوږمۍ پر لور والوته او يوه ښاپېرۍ وګرځېدله. چانګ عه هلته په سپوږمۍ کې له یوه سوی سره په يوې ښکلې ماڼۍ کې اوسېدله او دغه ماڼۍ د ګوانګ هان ګونګ په نوم يادېده. د ګوانګ هان ګونګ ماڼۍ په انګړ کې يوه ستره ونه ولاړه وه او د منځني مني اختر په شپه به ډېر په زړه پورې بوی ترې پورته کېده او هر چا به د دې ونې ښکلی بوی حس کاوه.

چيني ماشومانو دغه شان ډېرې فولکلوريکې کېسې اورېدلي او کله چې سپوږمۍ په کومه شپه ګرده وي، نو دوی بیا پاس اسمان ته ګوري او د سپوږمۍ پر مخ تت رنګو انځورونو کې یاده ښاپېرۍ، سوی او ونه پيدا کوي.

 مونږ ټول پوهيږو، چې د سپوږمۍ پرمخ تتو انځورونو کې ښاپېرۍ، سوی او ياده ونه نشته، خو دا د چين فولکلوريکه افسانه ده او چينايان هم د حقیقت په سترګه ورته ګوري، ځکه دا پر بهرنۍ فضا د اکتشاف او څېړنې تر ټولو قيمتي ذهني سرچېنه ده. يوازې چينايان نه، بلکې ټول انسانان د بهرنۍ فضا د اکتشاف او څېړنې هڅه کوي.

د افغانستان لومړی فضانورد عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸م کال د اګست په ۲۹مه نېټه، د پخواني شوراوي اتحاد په فضايي بيړۍ کې فضا ته ولاړ او له هغه ځایه يې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله ته په پښتو وويل، چې افغانان جګړه نه غواړي، لطفاً ټول يو موټی شئ او نښتې بندې کړئ او دا د افغانانو يوه ستره ارزو هم ده. کله چې افغانستان کې نښتې زیاتې شوې، نو ښاغلی مومند او کورنۍ يې جرمني ته کډه شول او څه باندې ۲۰ کاله وروسته يې رسنيو ته وويل، چې که هغه وخت بېرته راشي، نو زه به بیا همغه خبرې تکرار کړم، چې افغانان جنګ نه غواړي، لطفاً يو موټی شئ او نښتې بندې کړئ.

يو هيواد کولی شي، چې په قوي ځواک، اقتصاد او پرمختللې علمي تکنالوژۍ په بهرنۍ فضا کې اکتشافي او څېړنيزې چارې ترسره کړي. پرمختګ په سوله او ثبات کې پيدا کېږي او علمي او تخنيکي نوښتونه د دوامدار پرمختګ پايله ده. د چين لوی رهبر شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۶مه نېټه (( د زمانې دنده بايد په ګډه پر غاړه واخلو او د نړۍ پرمختګ بايد وهڅوو)) يوه ليکنه خپره کړه. هغه په دغې ليکنې کې څرګنده کړې، چې د چين پرمختګ نړۍ ته فرصتونه برابروي او دغه هيواد د اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير څخه هم ګټه اخيستونکی او هم خدمت برابروونکی دی.

چينايان د ټولو هېوادونو د خلکو هرکلی کوي، چې د چين له چټک پرمختګ څخه ګټه واخلي او اسانتياوې برابرې کړي. البته افغانان چې د چينايانو نيک ګاوڼديان او ښه دوستان دي، په دې برخه کې يې چينايان تود هرکلی کوي.

لیکوال: شي مونګ، ژباړنه: سپوږمۍ