د افغانستان جلغوزي د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې په مستفيمه توګه چين ته رسيدلی دی
CRI2020-12-17 11:59:29
شريکول:

جلغوزي په چين کې ستر بازار او مينوال لري. د چين په شمال ختيځ کې دېته ورته يو بل ډول جلغوزي هم شته دي، خو پوسټکی يې سخت دی او د خوړلو په وخت کې په اسانه نه ترې لېرې کيږي. د چيني مشتريانو په نظر د افغانستان جلغوزيو پوسټکی نازک دی او په اسانه توګه ترې لېرې کېدلی او مغز هم لوی دی او خوند يې هم ښه دی. برسيره پر دې دغه جلغوزي له ونو څخه له اخيستلو وروسته تر ډاډه کولو، بيرياني کولو پورې يوازې مالګين خوند پکې لږ څه زياتيږي چې هيڅ کيمياوي مواد پکې نشته. نو دغه خوندور او د روغتيا له اړخه ډاډمن جلغوزي د چيني مشتريانو ډېر د خوښې وړ دي.

که څه هم د افغانستان جلغوزي ډېر ښه کيفيت لري، خو مخکې چين ته په مستقيمه توګه نه شوای صادرېدای. پخوا د افغانستان جلغوزي د سوداګريز محدوديت له امله يوازې په ټيټې بيې لومړی پاکستان ته صادرېدل او د پاکستان په نوم بيا په چين کې پلورل کېدل.

له نيکمرغه يو کمربند او يوې لارې چين ته د افغانستان د جلغوزيو د صادراتو لپاره يوه دروازه خلاصه کړې ده. د ۲۰۱۸ کال په جون کې چين ته د افغانستان د جلغوزيو د صادرولو تړون لاسليک شو او د همدې کال په نومبر مياشت کې د  الوتکو ځانګړو پروازونو په وسيله له افغانستان څخه چين ته د جلغوزيو د صادرولو پروژه پيل شوه. له هغه وخت وروسته د چين د پسرلني اختر مخکې په څلورو مياشتو کې په ۶۴  مستقيمو پروازونو له افغانستان څخه چين ته ورسيدل چې څه دپاسه زر ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چين ته صادر شوي او عمومي ارزښت يې څه دپاسه پنځلس مليونه ډالرو ته رسيده. په ۲۰۱۹ کال کې دغه سوداګرۍ په عادي ډول دوام درلوده.

په دې هکله چيني سوداګرهم ډېر خوشحاله او خوښ دي. د چين يو شرکت چې له څه دپاسه شلو کلونو راهيسې د جلغوزيو تجارت کړی او کوي يې، روان کال له اکتوبر څخه د افغانستان د جلغوزيو په تجارت پيل کړی او اوس کار ډېر مصروف او ښه روان دی. د دغه شرکت خاوند شوی جيان جونګ په دې اړه ډېر خوښ او ښه احساسات لري او ويې ويل، زموږ په فابريکه کې ټول د جلغوزيو اصلي مواد له افغانستان څخه راغلي دي. پخوا دغه جلغوزي په عمده توګه د پاکستان د سوداګرو له لارې چين ته صادرېدل، خو کله چې دوه کاله مخکې د يو کمربند او يوې لارې پلان په رڼا کې له افغانستان څخه چين ته د الوتکو په وسيله د جلغوزيو د ليږدولو تړون لاسليک شو، له افغانستان څخه زموږ فابريکو ته د جلغوزيو د رسيدو لپاره يوازې دوو يا دريو ورځو ته ا ړتيا شته.  دا ډېر مهم پرمختګ دی چې د ليږدولو وخت ډېر لنډوالی کړی دی او د جلغوزيو ښه کيفيت تأمينولی شي.

ويلی شو چې په چين کې د هرې يوې دانې افغان جلغوزيو تر شا د ډېرو کسانو هيلې او د دواړو هېوادونو پاملرنې شته دي. په چين کې هم د دولت او خلکو په کچه د جلغوزيو تجارت ته په درنه سترګه کتل کېږي. د ۲۰۱۹ کال د چين په دويم نړيوال وارداتي نندارتون کې چيني تصدۍ د جلغوزيو د اخيستلو لپاره څه دپاسه پنځه څلويښت مليونو ډالرو په اندازه قرارداد لاسليک کړ. په همدې کال کې د چين اړوندې تصدۍ له افغانستان سره يو بل تړون لاسليک کړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افغانستان څخه د څه دپاسه ۶۲زرو ټنو په اندازه جلغوزي وارد کړي. د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر مياشت کې د جيانګ سو ولايت د های أن په نامه  د ګمرکي بهير داخلېد او وتلو د مرکز د افغانستان له اړوند شرکت سره هغه همکاريز تړون لاسليک کړی دی چې له افغانستان څخه دري زره ټنه جلغوزي به وارد کړي. له دې څخه څرګنديږي چې د چين مشتريان د جلغوزيو لېوالتيا او تقاضا لري او ستر بازار پاتې دی.

د چين د جه جيانګ ولايت په فو يانګ ښار کې د افغانستان د جلغوزيو يو لوی شرکت شته چې خاوند يې لو جيان جونګ يو پنځه اويا کلن سړی دی. هغه له پنځه ويشتو کلونو مخکې د چين په شينجيانګ کې په لومړي ځل د افغانستان جلغوزي ليدلي او خوړلي يې دي. په هغه وخت کې د پاکستان سوداګر د شينجيانګ کاشغر ته دغه جلغوزي راوړلي او پلورلي دي. نو هغه پنځه ويشت کلونه مخکې هيله درلوده چې يوه ورځ د افغانستان جلغوزي په مستقيمه توګه چين ته صادر شي او دغه هيله په ۲۰۱۸ کال کې رښتنې شوه. هغه په خوشحالۍ سره وويل،کله چې ما واوريدل چې له افغانستان څخه په مستقيمه توګه چين ته د جلغوزيو د صادراتو په هکله تړون لاسليک شوی، زه ډېر خوشحاله شوم. پخوا هغه پروسه چې د افغانستان جلغوزي د پاکستان او د شينجيانګ د اوروموچي له لارې موږ ته رسيدل نوره ختمه شوه. دا ډېره مهمه ده چې د جلغوزيو د ليږد وخت ډېر لنډ شوی او په لاره کې د دغو جلغوزيو حالت او ښه خوند په خپل حال ساتل کېږي. ويلی شو چې د ليږد راليږد تر ټولو سخته ستونزه اوس حل شوې ده. 

په څه دپاسه شلو کلونو کې ښاغلي لو جيان جونګ يوازې د افغانستان د جلغوزيو سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې او کوي يې، ځکه چې هغه ورسره د زړه له کومې مينه لري. نو هغه هره ورځ  په فابريکه کې ګرځي او د جلغوزيو د چمتو کېدو  بهير ټول پړاويزونو کارونه په خپله ګوري او څاري. د ده په نظر د افغانستان جلغوزي ډېر خوندور دي او دا هرومرو په ښه توګه تأمينوي چې بازار ته پاک، سالم او خوندور جلغوزي برابر او وړاندې کړي تر څو چينايي مشتريان د افغانستان جلغوزيي خوښ کړي او ترې خوند واخلي. هغه وويل، په څه دپاسه شلو کلونو کې مو د جلغوزيو د کيفيت تأمينولو په برخه کې ډېر جدي کارونه تر سره کړي دي. هغه افغان سوداګران چې له ما سره همکارۍ کوي، ټول په دې ښه پوهيږي چې زه يوازې باکيفيته جلغوزي غواړم. وروسته موږ په چين کې د جلغوزيو د چمتو کېدو په بهير کې د جلغوزيو رنګ، خوند او څيرې ته ټولو ته پاملرنه کوو.

په چين کې د جلغوزيو پروسس او بسته بندۍ په شرکتونو کې د چمتو کېدو پروسه څو پړاوونه لري: جلغوزي لومړۍ د ماشينونو په وسيله مينځل کېږي اوپخېږي، د جلغوزيو پخېدو له پروسې وروسته د ماشين په وسيله سوځېدلي جلغوزي جلا کېږي او غورځول کېږي او وروسته کارګران په لاسونو باندې جلغوزي د کيفيت له مخې سره جلا کوي. دغه ډول جلغوزي اوس د چين د وچو ميوو په بازارونو کې ډېر د هرکلي وړ خوراک دی.

اوسمهال د الوتکو په وسيله په مستقيمه توګه له افغانستان څخه چين ته د جلغوزيو د صادراتو کار په دې وروستيو دوو کلونو کې شروع شوی. د دواړو هېوادونو د جلغوزيو سوداګرو تر منځ تګ راتګ لا د پياوړتيا په لاره کې دی، په دې برخه کې چيني او افغان سوداګرو دواړو ډېرې هلې ځلې کوي چې لا زيات جلغوزي چين ته صادر شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې څرګنده کړئ چې د الوتکې له لارې چين ته د افغانستان جلغوزيو ليږدول ستر اهميت لري او د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او نړيوال بازار ته د افغانستان د توليداتو د صادراتو لپاره هم ګټې لري. اوسمهال چين ته د الوتکو په وسيله د افغانستان د توليداتو د ليږدولو کارونه لا هم د پيل په پړاو کې دی، که لا زيات چيني او افغان تصدۍ په دې تجارتي تګ راتګ کې ګډون وکړي، نو د جلغوزيو په شان به د افغانستان لا زيات ډول وچې، تازه مېوې، لاسي صنعيع او کاني مواد چين ته د صادرېدلو ښه فرصت ولري.