چين به د سپوږمۍ د اکتشافي چارو په رڼا کې د بشر د پرمختګ لپاره لا زيات کوښښونه وکړي
cri2020-12-18 16:03:38
شريکول:

د چين د چانګ عه پنځم نمبر فضايي اکتشافي دستګاه د ډسمبر د ۱۷مې نېټې په سهار د داخلي مغولستان په ټاکلي ځای کې راښکته شوه. دغې اکتشافي دستګاه له سپوږمۍ څخه خاورې او ډبرې راکوزې کړې دي.له ۴۴ کلن ځنډ وروسته انسانان بيا وتوانيدل، چې سپوږمۍ ته اکتشافي دستګاه ولیږي او له ځان سره خاورې او ډبرې راښکته کړي، له دې ښکاري، چې چين د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې يو لوی ګام پورته کړی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د سپوږمۍ اکتشافي پروژې قوماندانۍ او په دغه پروژه کې ټولو ګډون کوونکو کارکوونکو ته د دې بريالۍ دندې په پار د مبارکۍ  پيغام وليږه او دوی ته يې د لا برياوو هيله وښودله. نوموړي په دغه پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به د ليرې فضا د اکتشاف لپاره ګام په ګام مخ ته لاړ شي او برياليتوبونه به ولري.

چين سپوږمۍ ته د اکتشافي دستګاه په برياليتوب ولیږله او په برياليتوب یې ځمکې ته راښکته کړه او د نړۍ درېيم هيواد شو، چې د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نمونې يې ځمکې ته راوړلې. بي بي سي خبر ورکړی، د دغې فضايي دستګاه برياليتوب د فضايي اکتشاف په برخه کې د چين د پياوړي توان شاهدي ورکوي.

د چين د حکومتي مالوماتو له مخې، د چانګ عه پنځم نمبر فضايي دستګاه دنده په چين کې تر ټولو پچيلې او ستونزمنه پروژه ګڼل کېږي. د دې دندې مسئول وويل، د دې لويې پروژې د بريالیتوب لپاره بايد ټول ګامونه ښه بشپړ شي او په دې بهير کې بايد د بېلا بېلو خواوو له هوښياري او ځيرکتيا څخه ګټه واخيستل شي او په ګډه بايد ستونزې لېرې کړو. حقیقت دا دی، چې د چين د تکنالوژۍ زرګونو ارګانونو او د لسګونو زرو کارکوونکو تر ګډو کوښښونو لاندې، چانګ عه پنځم نمبر فضايي دستګاه د سپوږمۍ اکتشافي دنده په برياليتوب ترسره کړه او له ځان سره يې ځمکې ته د سپوږمۍ خاوره او ډبرې راښکته کړې او په دې سره يې د سپوږمۍ او نورو ستورو د چين د راتلونکو اکتشافي چارو لپاره کلک بنسټ کېښود.  

ساينس سرحدونه نه پېژني، د چين هوانوردۍ چارو په پرانيستي چاپېريال کې نوښت او پرمختګ موندلی دی. د ګډو ګټو پر بنسټ نړيوالې همکارۍ ترسره کول، د چانګ عه پنځم نمبر فضايي دستګاه د دندې د ترسره کېدو مهم شرط دی.  د چين د هوانوردۍ دولتي ادارې له ۴۴ بهرنيو ارګانونو او ۴ نړيوالو سازمانونو سره د ليرې فضا د اکتشاف په اړه څه باندې ۱۴۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او د سپوږمۍ او مریخ د اکتشاف په برخه کې يې پراخې همکارۍ ترسره کړې دي.

د چانګ عه پنځم نمبر فضايي اکتشافي دستګاه د دندې د ترسره کېدو په بهير کې د اروپايي ټولنې د هوانوردۍ ادارې، ارجنټاين، ناميبيا او پاکستان په شمول د ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مرستې او ملاتړ هم د یادولو وړ دی. د دغې دندې تر ټولو لوی بريالیتوب له سپوږمۍ څخه د راوړل شویو خاورو او ډبرو نمونې دي او د دغو نمونو علمي ارزښت ډېر د پاملرنې وړ دی.

اسوشيټيډ اژانس خبر ورکړی، چې چين له سپوږمۍ څخه د خاورو او ډبرو نمونې راوړي، دا د امريکا او پخواني شوروي اتحاد لخوا د راوړل شويو نمونو په نسبت څو ميليارډه کاله ځوانې ګڼل کېږي او د سپوږمۍ او د لمريز نظام  د نورو ستورو د تاريخ د پېژندنې او څېړنې لپاره يې نوې کړکۍ پرانېستلې ده.

د خوښۍ وړ خبر دا دی، چې چين ویلي، د مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو به د بېلا بېلو هېوادونو له همکاريزو ارګانونو او علمي پوهانو سره د سپوږمۍ د خاورو او ډبرو نمونې شريکې کړي او دا د ليري فضا د لا څېړنې او پېژندنې په برخه کې د چين عملي کوښښونه دي.

 چين به په راتلونکي کې د فضا د اکتشاف په برخه کې خپل ګامونه چټک کړي او د چانګ عه پنځم نمبر فضايي دستګاه د دندې تر بشپړېدو وروسته به د سپوږمۍ د اکتشاف څلورمه پروژه ترسره کړي.

 چين اوسمهال د سپوږمۍ د اکتشاف په اړه د نړيوال څېړنيز مرکز د جوړولو په هڅه کې دی او په دې بهير کې د نړيوالې ټولنې د ګډون هرکلی کوي.