حقايق او رښتيا، پر شينجيانګ د تورونو لګولو کېدو د دروغو او پروپاګند ځنځير مات او افشا کړی
CRI2020-12-19 16:33:06
شريکول:

په دې وروستې موده کې د چين ضد د ځينو لويديځو هېوادونو دځانګړو کړيو په مستقيم لمسون سره د شينجيانګ په هکله ګڼ شمېر دروغ او جعلي معلومات خپاره شوي. د امريکا د پوهانو د نړيوالو تګلارو مرکز د دسمبر په پنځلسمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره د داسې يو جعلي خبر په اړه خبرې کړې چې د چين د شينجيانګ په اويغور کورواکه سيمه کې څه دپاسه پنځه لکه اويغوريان په جبري ډول د پنبو ټولولو کارونو تر سره کولو ته اړ شوي. د اروپا پارلمان د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره د چين پر حکومت بې بنسټه نيوکه وکړه چې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم په شمول د لږکيو قومونو باندې په جبري توګه کارونه تر سره کيږي.

په حقيقت کې داسې نه دي چې په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو وګړو باندې په جبري توګه  کارونه تر سره کيږي، دا تشې اوازې دې، حقيقت نه لري او هيڅ شواهد نه لري او دا  د چين ضد د ځينو لويديځو هېوادونو د خاصو کړيو  او ګروپو لخوا جوړ شوی جعلي معلومات او دروغ دي. د چين حکومت همېشه په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو سره مرسته کړې ده چې ثابتې دندې تر لاسه او  کارونه تر سره کړي، خو د دوی په خوله کې د تش په نامه په ځانګړو کارونو ته سوق شوي دي. د دوی د دغې کړنې موخه يوازې پر چين تور لګول دي، د بېلا بېلو قومونو تر منځ د اړيکو خرابول او د چين د پرمختګ مخه نيول دي.

په دې وروستيو مياشتو کې چين په شينجيانګ کې د کارونو او ګومارنو د ضمانت په عنوان سپين کتاب او په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو د وګړو د کارونو او ګومارنو د معلوماتي او څيړنيز راپور او نور مهم سندونه خپاره کړي چې د واقعي شميرو، شواهدو او له اوسيدونکو سره د مرکو له لارې په مشخصه توګه په شينجيانګ کې د لږکيو قومونو اوسيدونکو په خپله خوښه د کارونو په اړه حقيقتونه او رښتيا پکې ليکل شوي. له دغو شواهدو څخه څرګنديږي چې په شينجيانګ کې د کارونو او ګومارنو په اړه تګلارې په پوره توګه د کارکوونکو د کارونو هيلو درناوی او ښکارندويي کوي، د قانون په رڼا کې د کارکوونکو بنسټيز حقوق او ګټې تاُمينوي او د ځايي خلکو د ښه ژوند لپاره ور سره لازمې مرستې کوي.

په دغو اړوندو سندونو کې دېته په اشارې سره ليکل شوي چې د شينجيانګ حکومت تل د بېلا بېلو قومونو له اوسيدونکو سره مرسته کوي چې د خپلې خوښې مسلک او کارونه ولري او د تش په نامه د ځانګړو کارونو حالت بيخي موجود نه دی. د بيلګې په توګه د شينجيانګ د کاشغر او ختن په څلورو کليو کې د څيړنو د نتيجې له مخې په نورو ځايونو کې د مزدوري کولو او کارونو لپاره د اوسيدونکو د غوښتنو منځنۍ اندازه شپږ اتيا اعشاريه پنځه سلنې ته رسيدلې. د ګومارنو او کارونو په اړه د تګلارو له امله په شينجيانګ کې د اوسني معيار له مخې بېوزلي کسان او کورنۍ ټول د بېوزلۍ له حالت څخه وتلي دي.

خو د چين ضد کړيو، ډلو لپاره حقيقت او رښتيا هېڅ مهم نه دي، د دوی لپاره يوازې د دروغو او جعلي معلوماتو جوړول مهم دي. د امريکا د پوهانو د تازه راپور له مخې د دروغو جوړوونکی له جرمني څخه راغلی او د ادريان ځينيز نوميږي. هغه د لويديځو خبري رسنيو لخوا د شينجيانګ د مسئلې په هکله يو وتلي پوه ګڼل کېږي. خو هغه په حقيقت کې د امريکا د استخباراتو د څانګې لخوا يې ملاتړ کېږي او د چين ضد په ډلو کې يو مهم کارکوونکی دی.

د دغو دروغو جوړېدو په ترڅ کې دا واضع ليدل کيږی چې د ځينو لويديځو هېوادونو ځينو پروپاګندي ډلو کې پر شينجيانګ د تولو لګولو په چارو کې د يو ځنځير د کړيو په شان ارتبات شته دی  چې د تش په نامه پوهانو جعلي راپور يې جوړ کړی دی، ورپسې ځينو لويديځو خبري رسنو د دغو جعلي تش راپور له مخې خبرونو ته لمن وهلې ده ، وروسته د چين ضد ځينو سياستوالو د چين په وړاندې ګواښونه او حتې بنديزونو لګولو خبرې کړې. په تېرو څو کلونو کې له دغې لارې  په تکرار استفاده شوې ده.