د چين د نوی پرمختګ شکل ښه پيل به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا هڅونه وکړي
CRI2020-12-20 14:58:09
شريکول:

د چين مرکزي اقتصادی کلنی کاري کنفرانس د دسمبر له شپاړسمې نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د ۲۰۲۰ کال د اقتصادي کارونو په هکله معلومات راغونډ شوي، د اوسنيو اقتصادي حالاتږ څيړنه شوې، د ۲۰۲۱ کال اقتصادي کارونه ترتيب شوي او  د نوي پرمختګ شکل د جوړېدو لپاره په راتلونکې کال کې د ښه پيل موندلو او په معقول چوکاټ کې د اقتصاد د پرمختګ د ساتنې غوښتنې وړاندې شوې دي. دغه کنفرانس د راتلونکي کال د اقتصادي کارونو لپاره څرګنده لوری روښانه کړی چې د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ او د ګډو ګټو شراکت له امله ټولې نړۍ ته به فرصتونه برابر کړي.

د چين د عمومي اقتصادي تګلارو د ترتيب په اړه د يوې مهمې کړکۍ په توګه دغه کنفرانس د پاملرنې وړ دی. ځکه چې ۲۰۲۱ کال به د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان پيل وي او د عصري کېدو ابادۍ په بهير کې ځانګړی اهميت لري. يوه خوا نړيوال اقتصاد د کوويد-۱۹ وبا تر اغيزې لاندې دی او چين په ټوله نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې اقتصاد يې مثبت پرمختګ کړی دی چې د دغه هېواد ولس خوښ دی، په ټوله نړۍ کې د ليدو وړ دی او په تاريخي ريکارډ کې شاملېږي.  زياتو نړيوالو څانګو د چين د پرمختګ په اړه باوري او ډاډمنې رويې څرګندې کړې او هيله لري چې چين لا ټينګ باور او ځواک خپور کړي او په دوامداره توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انجن وګرځي.

په دغه کنفرانس کې وړاندې شوی چې د چين اقتصاد به په مسلسله، ثابته او دوامداره توګه پرمختګ ومومي او د تګلارو عملي کېدو په وخت کې به لا دقيق او اغيزمن شي. نړيوالو خبري رسنيو د چين دغې څرګندونې ته پاملرنه کوي چې دا د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د ثابتې ارزونې امکانات رامنځته کړي دي. دغه راز په ياد کنفرانس کې دېته اشاره شوې چې مثتبې مالي تګلارې بايد بشپړې او اغيزمنې شي او د پيسو ثابتې تګلارې د عملي کېدو په وخت کې دې لا تشويق، دقيق، معقوله او مناسبه لاره غوره شي. دغه ترتيبات د اوسني اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د هميشنۍ او ثابتې عمومي اقتصادي تګلارو له غوښتنو سره سمون لري او د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ هڅونه به وکړي.

د پاملرنې وړ خبره ده چې چين په زياتو ډګرونو کې تائيد کړی چې د نوي پرمختګ شکل يوازې داخلي دوران نه دی، خو خلاص دی چې د داخلي دوران او نړيوال دوران همغږۍ به وساتل شي. په دغه کنفرانس کې د راتلونکي کال د اقتصادي کارونو اته دندې ترتيب شوي چې د کورنيو اړتياوو د پراخولو په اړه ستراتيژيکی بنسټ او په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون په شمول له تګلارو څخه څرګنديږي چې ټوله نړۍ به ورڅخه ګټې واخلي. د کورنيو اړتياوو پراخول د داخلي دوران د پياوړتيا او د نړيوال دوران د هڅونې معنا هم لري چې د چين بازار به نړيوال بازار وګرځي.

په همدې وخت کې په دغه کنفرانس کې پر دې ټينګار شوی چې له نړيوالو عمومی تګلارو سره همغږۍ به ټينګې شي، د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو سوداګريز چاپيريال به جوړ شي، د هراړخونو او پرمختګ د پراخو ارام سمندر سيمو د همکاريزو اړيکو تړون د لاسليکولو په اړه به په مثبته توګه تر نظر لاندې ونيسي. برسيره پر دې په دغه کنفرانس کې دا تائيد شوې چې چين به پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، په فعاله توګه د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو په چارو کې به ګډون ولري او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې ابادۍ هڅونه به وکړي. دا د نړيوال کېدو په پروسه کې د خنډونو د شتوالي په حال کې ستر اهميت لري. چين ټينګ هوډ لري چې د څو اړخيزم پياوړتيا په چارو کې لا زيات بنسټونه او امکانات برابر کړي، د نړيوالې ادارې د ميکانيزم د لا عدالت او معقوليت ملاتړ او هڅونه به وکړي تر څو ټولو انسانانو ته ګټې ورسيږي.