د چين ثابت پرمختګ نړۍ ډاډمنه کړې
CRI2020-12-21 14:53:43
شريکول:

د چين مرکزي اقتصادي کلنی کاري کنفرانس په دې وروستيو کې تر سره شو. له دغه کنفرانس څخه مهم پيغام خپور شوی چې د چين د ۲۰۲۱ کال په عمومي اقتصادي تګلارو کې به ثبات ته لومړيتوب ورکول شي. (( عمومي تګلارې به په مسلسله او دوامداره توګه وساتل شي ))، (( له اقتصادي احيا څخه به لازم ملاتړ وساتل شي ))، (( په تګلارو کې ناڅاپي بدلون به رامنځته نه شي)) . په دغه کنفرانس کې له يادو شويو څرګندونو څخه داسې ښکاري چې په راتلونکي يو کال کې به د چين عمومي تګلارې نه يوازې په لنډه موده کې د اقتصاد ښکته او پورته څپې او د څپو د ارامولو وسايلو ته پاملرنه وکړي، بلکې د دايمي انکشاف لپاره د ثابت پرمختګ د موندلو او د خطرونو د له منځه وړلو ګامونه به پورته کړي.

که څه هم د چين د اقتصادي احيا عمومي حالت څرګند دی، خو ځينې برخې او صنعتي چارې يې عادي وضعيت ته نه دي ستنې شوې او د راتلونکي کال اقتصادي اوضاع به لا هم پېچلې او سخته وي چې د کرونا وبا له امله د رامنځته شويو بېلا بېلو خطرونو مخه دې ونيول شي. مسلسلې، ثابتې او دواملرونکې عمومي اقتصادي تګلارې به په نوي کال کې د چين د اقتصادي احيا ثبات تأمين کړي.

په داسې حال کې چې د کرونا وبا له امله ګرده کره له ستونزو او د بې ثابتيو له عواملو سره مخامخ ده، د چين ثابت پرمختګ پورې د نړۍ تمه تړل شوې ده.  چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی او د چين اقتصاد سالمه احيا د نړيوال اقتصادي پرزيدا په اړه د اندېښنو د آرامولو اغېزمن (( درمل )) بلل کيږي. د چين حکومتي ادارې په دې وروستيو کې د روان کال د لومړيو يوولسو مياشتو اقتصادي شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د صنعتي چارو، پرچون خرڅلاو او پانګونې په شمول زياتره برخو کې زياتوالی رامنځته شوی دی. د جرمني فاينس ويبپاڼې په يوه اړونده مقاله کې ليکلي چې دا نړيوال اقتصاد ته د چين برابر شوی سوغات دی. د چين اقتصاد د دوامداره پرمختګ تمايل په اوسنۍ نړۍ کې د بېلا بېلو بې ثابتيو او نامعلومو عواملو پر وړاندې له ارزښت ناک ثابت عنصر دی او په زياترو هېوادونو کې د کوويډ- ۱۹  ويروس ضد واکسين د تطبيق کار پيل شوی، د يادو چارو په اعتبار موږ دې ته سترګې په لاره يو چې په ۲۰۲۱ کال کې به نړيوال اقتصاد ښه والی تر لاسه کړي.

چين د نړيوالې فابريکې په توګه بلل کيږي او د چين اقتصادي احيا د کرونا وبا له امله د (( زيانمن شوي)) نړيوال صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير په ترميمولو کې کليدي رول لري. په نومبر کې د امريکايي ډالرو په معادل د چين د صادراتو زياتوالی يوويشت اعشاريه يو سلنه و چې دا رقم د نورو تر اټکل اوښتی دی او د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ راهيسې يې د صادراتو د زياتوالي په اړه تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی دی. د چيني فابريکو ماشينونه چې د نړۍ د عرضې ځنځير مهمه برخه ده، د نړيوالو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د دوامداره کار په حال کې دي.

د يادو معلوماتو په وړاندې له چين سره د اړيکو د پرېکون او د چين د اغېزو د مخنيوي په اړه د ځينو لويديځو سياستوالو خبرې او نظريې شنډې شوې دي. د بريتانيا د (( فاينشل ټايمز )) لومړی اقتصادي مبصر مارټين والف په دې وروستيو کې له خبري رسنيو سره په مرکه کې وويل، چين لا هم په نړۍ کې د سيالۍ ځواک له غورو توليدي ځايونو څخه دی. د نوموړي په اند که څه هم ځينې نړيوالې تصدۍ غواړي چې په نورو سيمو کې خپل توليدي ځنځير ځای پر ځای کړي، خو د کوريا جمهوريت (( جنوبي کوريا)) او جاپان په شان همدغسې هېوادونه د توليدي ځنځير په برخه کې د چين پر ځای بل مناسب هېواد نه شي پيدا کولی.

بر سيره پر دې، يو داسې لوی چيني بازار چې پټ ځواک لري او د ورخلاصون کچه يې د لوړېدو په حال کې ده، د زياتې تمې وړ دی. په تېرو يوولسو مياشتو کې له بانکي چارو، اسهامو او بيمو پرته چين د ۸۹۹ ميليارډه او ۳۸۰ ميليونو يوانو په اندازه له بهرنيو پانګو څخه استفاده کړې چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاريه درې سلنه زيات شوی. دا ښکاره کوي چې که څه هم نړيوال تر سيوري او فشار لاندې دي، خو چين د نړيوالو پانګوالو لپاره د پانګونې توده سيمه ده.

د پام وړ خبر دا دی چې د چين مرکزي اقتصادي کلني کاري کنفرانس يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې چين به په هراړخيزه توګه اصلاحات او ورخلاصون پياوړي کړي، چيني بازار ته به پر ننوتنې محدوديتونه کم او اسانه کړي، برابرې سيالۍ به وهڅوي، د پوهنې ملکيت حق به وساتي، يو لوی واحد بازار به اباد کړي او د سوداګريزو چارو لپاره به د بازاري کېدو، له قوانينو سره سم د ادارې او نړيوال کېدو چاپيريال برابر کړي. چيني بازار به نړيوالو تصديو ته لا نور زيات فرصتونه وړاندې کړي او د نړيوالې اقتصادي احيا لپاره ثابته زمينه برابر ه کړي.