په امريکا کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزه له درواغو او ناهوښياريو ډکه ده
cri2020-12-22 15:47:17
شريکول:

د امريکا د جنوبي کليفورنيا پوهنتون د طبي مرکز مشر براد سپلبيرګ څو ورځې مخکې رسنيو ته وويل، موږ د ځپل کېدو په حال کې يو. د امريکا سي ان ان خبر ورکړ په تېره اوونۍ کې په کليفورنیا ايالت کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو حالت ډېر سخت و، دلته روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي او پر طبي کارکوونکو فشارونه له حده لوړې کچې ته رسېدلي دي.

نه يوازې کليفورنيا، بلکې په ټوله امريکا کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ډېر د انديښنې وړ دی. د امريکا د برودکاست شرکت د دسمبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، تېره اوونۍ  حالت ډېر سخت و چې هره ورځ پر دغه ويروس د اخته کېدنې ۲۱۰ زره پېښې ثبت شوې او د مړينې شمېر له ۱۸ زرو نه زيات و.

په امريکا کې روانه غميزه د سياستوالو د درواغو نتيجه ده. د سياسي حقیقت په نوم د امريکا ويبسايټ هغه د کوويد-۱۹ د ردولو دروغ د سږ کال دروغ وټاکه.

واشنګټن پوسټ د دسمبر په ۱۹مه نېټه (د امريکا مشرانو د نه منلو رويې، ناسمې ادارې او عجيبو نظريو څنګه دغه ويروس په مصيبت بدل کړی؟) تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه او پکې په تېرو لسو مياشتو کې د امريکا حکومت تېروتنې بيان شوې دي. په دغه مقاله کې ياده شوې چې د روان کال په مارچ مياشت کې د امريکا د روغتيا وزارت مامور د منسوجاتو شرکت سره په دې اړه بحث کړی چې کافي ماسکونه توليد کړي او پر ټولو امريکايي کورنيو باندې وويشل شي. خو دغه پلان د مرستيال ولسمشر د سلاکار مارک شورت لخوا رد شو. له دې امله د امريکايانو لخوا د کافي ماسک لرلو فرصت له لاسه ورشوی دی.

ساينس ته د سياستوالو سپکاوي، وګړيو ته يې ډېر دردونه او غمونه پېښ کړي دي. د امريکا يوې روغتياپالې څو ورځې مخکې د خپل زوی پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې له امله د مړينې یو عکس خپور کړ او هيله يې ښودلې وه چې د دې ټکان ورکوونکي عکس له کبله دې د دغه ويرس په اړه نوره جدي او د ويښتيا رويه غوره شي.

خو د امريکا مشرتابه د عامو وګړيو اواز هېڅ نه  اوري. اوس د دغه ويروس پر ضد د دوی مبارزه يوازې د واکسين رول په اړه تر تبليغاتو متمرکزه ده. خو د روغتيا د نړيوال سازمان سرمنشي تدريس ويلي که څه هم د دغه ويروس ضد واکسين جوړ شوی، خلک لا هم بايد د دې ويروس د وقايې او کنټرول اړوندو تدبيرونو ته جدي پاملرنه وکړي. دا ښيي چې بيداره رويه او برخورد د واکسين په نسبت لا مهم او اغېزمن دی کوم چې د امريکا مشرتابه يې لا نه لري. دوی په خپل هېواد کې د دغه ويروس د چټک خپرېدو په هکله هېڅ جدي رويه نه ده خپله کړې. ولسمشر څو ورځې مخکې له خپلې مېرمنې سره په سپينې ماڼۍ کې عنعنوي مېلمستيا ترسره کړه. د بهرنيو چارو  وزير مايک پمپيو په غوښتنې سره د دې وزارت په ودانۍ کې يوه ۹۰۰ کسيزه مېلمستيا ترسره شوه، خو پميو پخپله پکې د قرنطين له امله  برخه نه وه اخيستلې.

د امريکا د مشرتابه له يو لړ عملونو څخه ښکاري چې په دې هېواد کې د کوويد-۱۹ ضد هېڅ جدي مبارزه او يا اغېزناک تدبير نه شته. واشنګټن پوسټ د يوې مقالې په خپرولو سره پر ولسمشر نيوکه وکړه چې د عامې روغتيايي ګواښ د ادارې دنده يې پرېښې ده، يوازې د دروغو په خپرولو بوخت دی. د خپل هېواد په دننه کې د ويروس خپرېدل د نه کنټرولولو تر څنګ، د امريکا سياستوالو پر نورو هېوادونو بې بنسټه تورونه لګولي او ورسره يې د دښمنۍ رويه خپله کړې. له دې ټولو کړنو څخه لا په څرګنده توګه ښکاري چې د دوی لپاره سياسي ګټې لومړيتوب لري او دا د امريکايي سياستوالو تګلارو د بې رحمۍ او ظلم ښکارندويي کوي.

د واشنګټن پوهنتون د څېړنيزې ادارې د اټکل له مخې، په راتلونکو درېيو مياشتو کې به له ۲۳۷ زرو زيات امريکايان د کوويد-۱۹ له امله مړه شي. دغه حالت ډېر د انديښنې ور او ټکان ورکوونکی دی او په نړۍ کې د يوازيني سوپر هېواد لپاره لوی شرم او غميزه بلل کېږي.