د چين تای جي چيوان او د افغانستان د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډله
CRI2020-12-22 09:38:21
شريکول:

څو ورځې مخکې مې يو خبر ولوست، چې د بېجينګ پر وخت د دسمبر د اوولسمې نېټې په شپه د چين له خوا وړاندې شوې د تای جي چيوان پروژه د غېر مادي کولتوري ميراثونو د ساتلو په اړه د ملګرو ملتونو يونېسکو سازمان د حکومتي همغږۍ کمېټې له خوا تصويب شوه او د چين تای جي چيوان د انسانانو د غير مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې ثبت او شامل کړی شو. تای جي چيوان او د چين نور ځانګړي عنعنوي کونفو د چيني ملت د غوره کولتور يوه مهمه برخه تشکيلوي او د انسانانو د غير مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته به خامخا په لا پراخه ساحه کې په لوړه کچه د چينايانو او افغانانو په شمول ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. دا زما په خوله کې کومه ستره او بې ربطه خبره نه ده. زه ځکه دغسې وايم همدا اوس د افغانستان په هرات ولايت کې د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډله او هغه افغان ځوان مې په زړه کېږي چې د کرونا وبا په موده کې يې د بدني قوت او مقاومت د لوړولو لپاره د تای جي چيوان پر تمرينونو باندې تمرکز ساتلی و.

د ۲۰۱۸کال په اکتوبر کې مې د هرات د امنيتي چارو بحث چې د افغانستان ستراتيژيکو مطالعاتو په کوربتوب جوړی شو و او ما هم پکې د کوربه لوري په بلنه ګډون کړی و او د کنفرانس په موده کې مې له ځانګړو ملګرو سره کتنه وکړه چې دوی د هرات د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډلې غړې وې. دا ټولو ته معلومه ده چې هرات د افغانستان يو تاريخي او د بډای کولتور لرونکی ولايت دی، ايا تاسو ته دا معلومه ده چې هلته يوه ډله افغان نجونې له چيني کونفو سره مينه لري؟ دغه نجونې د کم عمر لرونکې دي ځينې يې د منځنيو ښوونځيو زده کوونکې او ځينې يې د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکې دي. د دغو نجونو د تمرينونو شرايط ښه نه دي، خو دوی او روزونکي يې په خپله خوښه د کونفو ورزش په برخه کې هڅې کړې او کوي يې. د معلوماتو له مخې، په کابل او د دغه هېواد په نورو ځايونو کې هم د چيني کونفو سلګونه افغان ورزشکاران شتون لري. دا ښکاره کوي چې کونفو د افغانانانو لپاره ډېر په زړه پورې او جذابه ورزش دی.

د چين د هه بۍ په انجينرۍ پوهنتون کې د دوکتورا دورې محصل حسن خان مسعود چې د  پاکستان له خيبر پښتونخوا څخه راغلی، د روان کال په پيل کې د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې په چين کې د پاتې پريکړه کړې او له يوې مودې راهيسې يې پر دې ټينګار کړی چې هره ورځ د پوهنتون د لوبو په ميدان کې بايد د تای جي چيوان تمرين وکړي. هغه وويل، دا کار نه يوازې بدني دفاعي توان لوړوي او د ناروغيو مخه نيولی شي، همدارنګه روحيه پياوړې کوي او دوماغ له منفي احساساتو پاکوي. د نوموړي په اند، د تای جي چيوان حرکتونه ورو او ښکلي دي او هغه هره ورځ له دغې علاقې څخه ګټې اخيستې دي.

د تای جي چيوان په شمول د چيني کونفو غوره والی او وړتياوې زياتې دي، په تيره بيا تای جي چيوان د زړو او وړو لپاره مناسب کونفو دی او په نړۍ کې بېلا بېل کسان دغه ورزش ډېر خوښوي. د تای جي چيوان تمرين کول نه يوازې بدن ځواکمنولی شي، بلکې عصبي سيستم په ښه والي کې يې ونډه اغېزمنه ده او د خونديتوب او ډاډمنتيا سويه لوړوي. ډېر مهم ټکی دا دی چې د تای جي چيوان په شمول د چيني کونفو تر شا د سوله دوستۍ په بڼه د چينايانو انکشافي افکارو ښکارندويي کوي.‌ کونفو په چيني ژبه کې د ((وو شو)) په نوم هم ياديږي. چيني توری (( وو))‌ د پوځي چارو، جنګي مهارتونو او زړورتيا معنا لري، د دغه چيني توري شکل له دوو برخو جوړ شوی دی چې د جنګ او شخړې د بندولو معنا لري. د چيني ملت کولتور پنځه زره کلن تاريخ لري او پکې د تای جي چيوان او دوديزو چيني طبي چارو او درملو په شمول د ګڼ شمېر خزانو شتمنه ټولګه خوندي ده. د بېلګې په توګه، د چيني ساينسپوهې ((تو يو يو)) تر مشرۍ لاندې علمي ګروپ له عنعنوي چيني بوټيو څخه د تر لاسه شويو تجربو او پوهې پر بنسټ ارټيميسينين (Artemisinin) په پيدا کولو وتوانېدل او له ملاريا ناروغۍ سره د انسانانو د مبارزې لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي چې له امله يې د نوبل جايزه ګټلې ده. اوس تای جي چيوان د نړۍ د غېر مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې شامل او ثبت شوی دی او دا ښکاره کوي چې دغه عنعنوي چيني کولتور به لا نورو زياتو نړيوالو ته ګټې ورسوي. چينايان تل په دې باور لري چې دغه خزانه نه يوازې زموږ ملي پانګه ده بلکې له نړۍ سره تړلې او د نړۍ لپاره ګټورې ښېګڼې له ځان سره لري. د افغانستان د تای جي چيوان مينوالو، د وو شو مينه والو او د چيني کولتور مينه والو ته د زړه له کومې بلنه ورکوم چې چين ته راشي او دلته د غېر مادي کولتوري ميراثونو له نورو زياتو پروژو څخه خوند واخلي.

 

ليکوال: شي منګ

ژباړونکې: ياسمين