که غواړئ شتمن شئ، نو لارې جوړې کړئ
cri2020-12-23 18:06:05
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په ۲۲ مه نېټه د چین د ترافيک دواملرونکي پرمختګ په نوم سپين کتاب خپور کړ او په يوه ځانګړې خبري ناسته کې يې د دغه کتاب په اړه معلومات خپاره کړل. د دغه کتاب شمېرنې ښيي، چې د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې په چين کې د ۱۳۹ زره کيلومترو په اوږدوالي رېل پټلۍ پرانېستل شوي، چې په دې کې څه باندې ۳۵۰ زره کيلومتره د چټکو اورګاډو پټلۍ شاملې دي او دغه شمېر د نړۍ تر ټولو زیات دی. په دغه کتاب کې ويل شوي، چې د همدې کال تر پايه پورې په چين کې د سړکونو اوږدوالی ۵ ميليونه او ۱۳۰ زره کيلومتره و، چې پکې ۱۵۰ زره کيلومتره چټکې لارې شاملې دي او دغه شمېر هم د نړۍ تر ټولو زيات دی. دغه دواړه شمېرې پدې وروستيو کلونو کې د چين د زېربناوو په تېره بيا د لارو جوړولو په برخه کې د سترو پرمختګونو ښودنه کوي. د لارو جوړولو په اړه يو چیني اصطلاح ده، چې وايي، که غواړئ، شتمن شئ، نو تر هر څه لومړی لارې جوړې کړئ!  داسې ښکاري، چې چينايان د لارو جوړولو ته ډېر اهميت ورکوي. افغانستان د اروپا او اسيا د وچې پل بلل کيږي او ډېر ښه جغرافيايي غوره والی لري. د يو کمربند او يوې لارې د طرحې په چوکاټ کې به، په تېره بيا د تګلارو، تاسيساتو، سوداګرۍ، پانګونو او د خلکو زړونو په پېوستون سره به افغانستان ته ډېرې ګټې ورسيږي.

دلته به څو ټکو ته اشاره وکړم.
لومړی، د چين او افغانستان حکومتونو د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو موافقې ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو مشرانو ډېر ځله د یو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې نيت څرګند کړی دی او په دې اړه يې په ۲۰۱۶ کال کې ګډه اعلاميه هم خپره کړې ده. په دغې اعلاميې کې راغلي، چې دواړه هيوادونه پدې باور دي، چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړول د دواړو هېوادونو او سيمو د ګډو اغېزمنو همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېر ارزښت لري. افغانستان د اسیا زړه دی او چين د دغه هيواد له جغرافيايي غوروالي څخه ملاتړ کوي او غواړي، افغانستان په سيمه ييزو همکاريو کې زياته ونډه ولري.  چين هرکلی کوي، چې افغانستان د دغه کمربند په جوړولو کې برخه واخلي. افغانستان به له خپل جغرافيايي غوره والي او سرچينو څخه په کار اخيستلو سره، د سيمې د پيوستون، د انرژۍ ترانسپورت او ترانزيټ او سيمه ييزې سوداګرۍ په برخو کې فعال ګډونوال وګرځي. افغانستان په دغه ګډه اعلاميه کې يوځل بيا څرګنده کړې، چې دغه هېواد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند له طرحې څخه ملاتړ کوي او له چين سره به پر ګډو همکاريو ټينګار وکړي او په ګډه سره به د دغه کمربند ابادي وهڅوي. د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر مياشت کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيوچارو وزيرانو په غونډه کې ويل شوي وو، چې درېواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ پراخې او خپلمنځي پيوستون پياوړی کړي، افغانستان ته د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د پروژې له غځولو څخه ملاتړ کوي او له نړیوالو ملګرو سره به په ګډه د کابل او پېښور ترمنځ چټکه لار جوړه کړي.

دوهم، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې له جوړولو څخه ګټې ترلاسه کړې دي او د ګټو لرليد يې ډېر ښه دی.د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې د چين د يي وو او د افغانستان حيراتان ترمنځ او د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د افغانستان د حيراتان او د چين د جيانګ شي ينګ تان ترمنځ باروړونکو اورګاډو تګ راتګ پيل کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، ځکه اورګاډو نه یوازې د مالونو د ليږد لګښت ټيټ کړی، بلکې وخت او خطرونه يې هم کم کړي دي، پخوا به مالونه په بېړيو او موټرو کې ليږدول کيدل او ليږد به يې څه باندې ۴۰ ورځو ته اړتيا لرله، خو اوس په اورګاډو کې تر دوو اوونيو هم کم وخت کې رسیږي.  د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د چين د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په موده کې د دواړو هېوادونو هوايي دهليز پرانيستل شو او لومړۍ الوتکه، چې له جلغورو بار وه، د افغانستان له پلازمينې کابل څخه د چين شانګهای ته راغله او اوس چيني مشتريان خوندور افغان محصولات خوړلی شي.

افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی او د اسيا په زړه کې پروت دی، نو د لارو جوړول د افغانستان لپاره ډېر مهم دي، ځکه له نورو هيوادونو سره به ونښليږي، ګني په وچه کې به بند پاتې وي. چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ يې ډېر لاسته راوړنې لري، په تېره بيا د کوويد-۱۹ وبا او د نړيوالو حالاتو د بې ثباتۍ په حال کې چين تر نورو مخکې په خپل هېواد کې دغه وبا کنټرول کړې او په اقتصادي وده کې يې زياتوالی راغلی دی. د چين هغه ژمنه جدي او صميمي ده، چې له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ تجربې او ګټې شريکې کړي، ځکه چينايان پر دغې اصطلاح باور لري، چې ګاونډيان تر لرې خپلوانو نږدې دي او ښې اړیکې باید ورسره وپالل شي.