په شينجيانګ کې د اجباري کارونو په اړه درواغ او پروپاګند ځايي خلکو بې بنياده ثابت کړل
CRI2020-12-23 15:30:18
شريکول:

 (( موږ د پيسو او مسلکي مهارتونو د تر لاسه کولو لپاره کار کوو او د خپل ژوند د ښه والي په هڅه کې يو، ايا دغسې يو نيت د نورو تر جبر لاندې رامنځته شوی؟ )) د چين د شينجيانګ د ختن سيمې اوسېدونکي  شيالي معميتيمين (Xiaili Maimaitimin) د دسمبر په ۲۱مه نېټه د شينجيانګ چارو په يوه مطبوعاتي غونډه کې د تش په نوم (( اجباري کار)) په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې.

د شينجيانګ ځايي خلک د نورو کسانو په پرتله د دې سيمې د چارو په اړه د بيان حق لري. د همدې ورځې په مطبوعاتي غونډه کې د نوموړي په شمول د شينجيانګ ۴ کسانو له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره مخامخ خبرې وکړې او د خپلو تجربو د څرګندولو له لارې يې د ځينو امريکايي او لويديځو سياستوالو دراوغ شنډ او بې بنياده ثابت کړل.

له روان کال راهيسې د چين ضد ځينو امريکايي او لويديځو سياستوالو د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ د اجباري کار ګڼ شمېر بې بنسټه خبرونه خپاره کړي او د قانون د يوې اړوندې لايحې له لارې يې د چين د شينجيانګ پر چارواکو، ارګانونو او تصديو بنديزونه لګولي دي. د دوی د دغو کړنو تر شا د اقتصادي ګټو عوامل شتون لري، بل سبب يې دا دی چې ځيني امريکايي سياستوال غواړي په چين کې د قومونو ترمنځ توپيرونه وپاروي، تر څو د نړيوالو افکارو غلطه لارښوونه وکړي او د چين د بدنامۍ او د چين د پرمختګ د مخنيوي موخه تر سره کړي.

ټولو ته معلومه ده چې تش په نوم (( اجباري کار )) د چين ضد جرمني کارپوه اډريان زينز او د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو څېړنيز انستېتيوټ له خوا طرحه او وړاندې شوی او هيڅ رښتيني شواهد نه لري. د روان کال په مارچ کې د ګرېزون ((The Grayzone)) په نوم د امريکا خپلواکې  مطبوعاتي ويبپاڼې د يو اوږد راپور په خپرولو سره د اجباري کار د شتوالي په اړه له درواغو او پروپاګند پرده پورته کړه. استراليايي خبري رسنيو څو څو ځلې خبرونه خپاره کړي چې د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو څېړنيز انستېتيوټ له اوږدې مودې راهيسې د امريکا د دفاعي او ديپلوماتيکو څانګو او د جنګي مهماتو له امريکايي سوداګرو تر مالي کومک لاندې په ځانګړې توګه د چين ضد درواغو په جوړولو او اختراع کولو لګيا دي.  د يادو معلومات په اعتبار دا ښکاره کوي چې (( اجباري کار)) د چين ضد بهرنيو کړيو د (( تړونونو )) سره سم پر چين باندې د جوړو شويو بې بنسټه تورونو څخه يو دی.  

حقيقت دا دی چې د کارونو ثبات او د خلکو د ژوند تضمين د ملي اقتصاد د مسلسل او ثابت پرمختګ  لپاره د چين حکومت مهم اقدامات دي او د شينجيانګ له دايمي آرامۍ او ودې او د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو خلکو له ګټو سره تړلي مهمې چارې هم دي.

د چين حکومت د روان کال په سپتمبر او اکتوبر کې په جلا جلا توګه د شينجيانګ د کارونو د تضمين سپين کتاب او د شينجيانګ د ملي لږکيو د کارونو د تضمين څېړنيز راپور خپور کړ. په نوموړي کتاب او راپور کې له بېلا بېلو ځايونو څخه د ليدنو او ژورو پلټنو له لارې دا حقيقت تائيد شوی چې په شينجيانګ کې نه يوازې د تش په نوم اجباري کار وضعيت شتون نه لري، بلکې د ځايي حکومتي ادارې د تګلارو تر ساتنې لاندې د ځايي ملي لږکيو خلک په خپله خوښه او په ازاده توګه د خپلې خوښې کارونه کولی شي. د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهيسې د شينجيانګ د هغو کسانو شمېر ۱۱۷ زرو ته رسيدلی چې د هېواد په لويه برخه کې يې کارونه کړي او يا دلته کوي.

د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د شينجيانګ چارو په يوه مطبوعاتي غونډه کې ۲۳ کلنې نجلۍ پايځياين تورسون وويل، يو کال مخکې يې اقسو سيمې ته راغلی او کار کړی، مياشتنی معاش يې له څه باندې ۲ زرو يوانو څخه اوس ۵ زرو يوانو ته لوړ شوی او ژوند يې ډېر ښه شوی دی.  هغه د اوسني کار او ژوند په اړه ډېره راضي او خوشاله ده.

د نوموړو کسانو کيسې د شينجيانګ د ګڼ شمېر عادي زحمتکښانو بېلګې دي. اوس شينجيانګ د پرمختګ په بې سارې مناسبه موده کې دی. د يو لړ ګټورو تګلارو په رڼا کې شيجيانګ له مطلقې بېوزلۍ څخه وتلی دی. د شينجيانګ د خلکو له کيسو څخه تائيد شوې ده چې د شينجيانګ د ادارې په چارو کې د چين حکومت تګلارې د سيمه ييز ثبات او پرمختګ د هڅولو لپاره اغېزمنې دي او د ښه ژوند په اړه د ځايي خلکو له هيلو سره سمون لري او د ګردې نړۍ ازموينه زغملی شي.