د انرژۍ په برخه کې د چين نړيوالې همکارۍ د چاپېريال پاکوالي لپاره ګټورې دي
cri2020-12-24 14:57:56
شريکول:

چين د ډسمبر په ۲۱مه نېټه په نوې زمانه کې د چين د انرژۍ پرمختګ تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ او پکې ليکل شوي، چين د انرژيو د معاملې، پانګونې، توليدي توان، تجهيزاتو، تکنالوژۍ او معيار په برخو کې له څه باندې سلو هېوادونو او سيمو سره پراخې همکارۍ کړې او کوي يې.

 برسيره پر دې، چين په ګرده نړۍ کې د هغې انرژۍ په توليد کې مهم خدمتونه کړي چې د چاپېريال لپاره ضرر نه لري او همدارنګه د کاربن توليد کمولو کې رول لري .

اوس چين نه يوازې د نړۍ د بيا استفاده کېدونکو انرژيو تر ټولو لوی بازار دی، بلکې د پاکو انرژيو د تجهيزاتو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد هم دی. دغه راز چين د پاکو انرژيو د نړيوالې همکارۍ لپاره کلک بنسټ لري او په نړۍ کې د دغو انرژيو د توليد لګښت کمول هڅول شوی او د انرژۍ شکل د بدلولو بهير چټک شوی دی.

د يادولو وړ ده چې چين د انرژۍ په نړيوالو همکاريو کې تل د ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کړی. د چين تصديو له خپلو بهرنيو همکارانو سره د دوی ځايي وضعيت او حالاتو ته په پام سره سم د انرژۍ پروژې تر سره کړې او د انرژۍ ځايي سرچينو ته يې وده ورکړې او  پرمختګ يې هڅولی او دې کار د ځايي سيمو د ټيکنالوژيکي پرمختګ، د کاري فرصتونو پر زياتوالي، اقتصادي پرمختګ او د وګړيو پر ژوند مثبته اغېزه کړې.

 له دې څخه ښکاري چې بازاري مقرراتو ته احترام د بېلا بېلو خواوو د پرمختګ لامل ګرځي او  د خپلمنځي همکارۍ د لا فعالېدو او اغېزمنېدو بنسټ دی.

نړۍ د ټولو انسانانو مشترک کور دی او  په داسې حال کې چې په  اقليم کې د اندېښنې وړ بدلونونه رامنځ ته شوي،

چين نه يوازې د داسې انرژۍ د توليد لپاره کوښښ کوي چې چاپېريال مضره نه وي او د کاربن توليد په کمېدو کې رول ولري، بلکې په نړۍ کې يې د انرژۍ په اداره کولو کې هم فعال ګډون کړی. د دې تر څنګ، چين له نړۍ سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال وروسته به په خپل هېواد کې د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازه ګام په ګام کمه کړي چې تر ۲۰۶۰ پورې به کاربن خنثی عملي کړي.

دا د انسانانو د دوامدار پرمختګ په برخه کې د يوه با مسؤليته  هېواد دنده ده.

چين به د دې مهالوېش تر لارښوونې لاندې د کاربن د کم توليد په لوري د انرژۍ د نوي پړاو اصلاح  او په نړۍ کې د انرژۍ د دوامدار پرمختګ وهڅوي. په دې توګه به نه يوازې په چين کې شين چاپېريال لا پياوړی شي، بلکې په ګرده نړۍ کې به چاپېريال لا پاک او ښکلي شي.