چين د نړيوال ترانسپورټ ګډه ټولنه جوړوي
cri2020-12-24 14:44:45
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د سکر او ملتان ترمنځ پوخ سړک پرانيستل شو.دا د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز تر چوکاټ لاندې ترټولو لويه ترانسپورتي پروژه ده چې د چيني شرکت لخوا پرمخ وړل کېږي. د سکر او ملتان ترمنځ د موټر۱۱ ساعته لاره ده او د دې لارې په پرانيستو سره به دغه مزل ۴ ساعتونو ته راټيټ شي.  

دا د نړيوال ترانسپورت د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره د چين د هڅو يوه څرګنده نښه ده. د چين حکومت د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د چين د ترانسپورت د دوامدار پرمختګ سپين کتاب خپور کړ .په دې سپين کتاب کې ويل شوي چې چين په جدي توګه تر۲۰۳۰ کال پورې د م م د دوامدار پرمختګ اجنډا پلې کوي، د ترانسپورت په نړيواله اداري کې فعاله برخه اخلي ،د نظر تبادلې او نړيوالې همکارۍ پياوړې کوي او د نړۍ د دوامدار  پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره چيني ځيرکتيا او ځواک برابروي. چينايان وايي چې که غواړئ شتمن شئ، نو لومړی سړکونه جوړ کړئ. له دې څخه څرګندېږي چې د ترانسپورت جوړونه د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره قوی بنسټ دی. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې په چين کې د ۱۳۹ زره کيلو مترو په اوږدوالي رېل پټلۍ پرانېستل شوي چې په دې کې څه باندې ۳۵۰ زره کيلومتره د ګړندي اورګاډو پټلۍ شاملې دي او دغه شمېر د نړۍ تر ټولو زيات دی. په دغه کتاب کې ويل شوي چې د همدې کال تر پايه پورې په چين کې د سړکونو اوږدوالی ۵ ميليونه او ۱۳۰ زره کيلومتره و چې پکې ۱۵۰ زره کيلومتره ګړندي سړکونه شامل دي او دغه شمېر هم د نړۍ تر ټولو زيات دی. دغه دواړه شمېرې پدې وروستيو کلونو کې د چين د زېربناوو په تېره بيا د لارو جوړولو په برخه کې د سترو پرمختګونو ښودنه کوي.

چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه د کورنيو بنسټيزو تاسيساتو جوړولو ته پرمختګ ورکړی دی . په عين وخت کې چين په دوامداره توګه د ترانسپورت په برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ هم ژورې کړي چې د نړيوال ټرانسپورټ او اقتصادي پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی. بر سېره پر دې، چين د څو اړخيزم د قوي ملاتړ کونکي په توګه د نړيوال ترانسپورتي اداري سيستم اصلاحاتو ته فعاله وده ورکړې ده. چين د ترانسپورت په برخه کې شاوخوا ۱۲۰ څو اړخيزو تړونونو کې ګډون لري ، د م م د  آسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيزې کميټې، د رېل پټلۍ د همکارۍ سازمان او د نړيوال ملکي هوايي سازمان په چارو کې فعاله برخه لري . په ياد سپين کتاب کې راغلي چې چين تل په جدي توګه خپل نړيوال مسؤليتونه او دندې پوره کوي ، په پرله پسې ډول د ترانسپورت او ورخلاصون په برخه کې همکارۍ پراخوي او د نړيوال غربت د کمولو ، د ککړتيا مخنيوي او اقتصادي پرمختګ په ساحو کې يې مهم خدمتونه کړي دي.

چين روان کال د کرونا وبا ضد درملو لېږدونې د تضمين لپاره ډېرې هڅې کړي او په مؤثره توګه يې د وبا ضد نړيواله مبارزه پياوړې او اقتصادي بيا رغونې ته يې وده ورکړې ده. تر دې دمه ، چين د ۱۵۰ هېوادونو او ۷ نړيوالو سازمانونو ته د وبا ضد درملو۲۹۴ کڅوړې ورکړي او ملاتړ يې ترې کړی او ۳۳ هېوادونو ته يې ۲۶۲ طبي کارکوونکي استولي دي.  اوسمهال د کوويد-۱۹ وبا لاهم په نړۍ کې خپرېږي او د چين د ترانسپورت محافظتي چارې د وبا پر وړاندې نړيوالې مبارزې لپاره ډېر ارزښت لري.