په بنديز لګولو روږدي امريکايي سياستوال به هرومرو زيان وويني
cri2020-12-25 15:22:56
شريکول:

  په داسې حال کې چې د امريکا د اوسني حکومت د ماموريت موده پای ته په رسېدو ده، ځيني امريکايي سياستوال پر نورو هېوادونو د بنديزونو په زياتولو لګيا دي. تر دې وروسته چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پر ځينو چيني مامورينو د ويزې د بنديز لګولو اعلان وکړ، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د چين ۵۸ تصدۍ د وسلو اخري استعمالونکو په لومړي ليست کې شاملې کړې.  سينګ تاو ډيلې ورځپاڼې په دې اړه ويلي، د امريکا د دې دورې حکومت غواړي پر چين هر اړخيز بنديزونه ولګوي.

     که د يو هېواد حکومت د بهرنيو اړيکو د چلولو په بهير کې يوازې بنديزونه غوره کوي، نو دا ښيي چې چارواکي يې د توپيرونو د عادي ليرې کولو هوښياري نه لري. ويل کېږي چې د امريکا سياستوال لا هم مغرور ښکاري، او له کړنو يې ريښتنې کمزورتيا څرګندېږي.

په تېرو څو کلونو کې د دغو سياستوالو د کړنو له کبله، پر نورو بنديز لګول نسبتاً د امريکا د ديپلوماتيکو تګلارو ښکارندويي کوي. د يوې شمېرنې له مخې، د امريکا اوسني حکومت له ۲۰۱۷ کال راهيسې له لوړې راهيسې پر نورو هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۹۰۰ بنديزونه لګولي، يعنې په منځنۍ توګه يې هره ورځ ۳ بنديزونه لګولي دي. د امريکا چارواکو خپل عنعنوي ملګري دوښمانانه رويه لرونکي هېوادونه او يا ديموکراتيک سيالان، ټول ځپلي دي.

د روسيې يوې ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، امريکا په بنديز لګولو روږدې شوې ده. د امريکا د رهودي ايلنډ پوهنتون پروفيسر نيکولای پيټرو د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، د امريکا په ديپلوماتيکو تګلارو کې بنديز لګول روږدي ناروغي بلل کېږي. د امريکا سياستوال ولې پر دغې ناروغۍ اخته شوي، لامل يې دا دی چې پر نورو د بنديز لګولو لګښت د نظامي عملياتو په نسبت کم دی، نو امريکايي سياستوالو د ناخوښۍ او نارضايت د څرګندولو لپاره دغه ارزانه لاره غوره کړې او کوي يې. خو لکه دروغ بيا بيا په ويلو څوک باور پرې نه کوي، د بنديز لګولو د ډېرو ځلو په کارولو سره هم نړۍ په دې اړه بې حسه شوې او داسې سياستوال به هرومرو زيان وويني.

يوه خوا، پر نورو د امريکا د بنديز لګولو مقصد دای دی چې دغه هېوادونه ورته سر ټيټ کړي، خو نتيجې يې کله کله برعکس شي. د مثال په توګه، پر ايران د امريکا د دايمي بنديزونو له امله، د دغه هېواد اقتصاد او د وګړيو ژوند سخت زيانمن شوي. په تېره بيا د کوويد-۱۹ د خپرېدو په حال کې، امريکا پر ايران لا زيات بنديزونه ولګول چې له امله يې د دغه ويروس پر وړاندې د ايران مقابله له لا زياتو ستونزو سره مخ ده. د ايران خلکو د امريکا د بنديزونو په اړه کلکه روحيه غوره کړې ده. يو ايراني ډاکټر ويلي چې که څه هم ډاکټران ډېر ستړی شوي او له زياتو ستونزو سره مخ دي، خو هر کس په خپلو کارونو ټينګار کړی او د برياليتوب لپاره يې تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې.

بله خوا، د امريکايي سياستوالو د بنديز لګولو کړنو په خپله امريکا ته زيانونه رسولي دي. په وروستيو کلونو کې امريکا په بېلا بېلو پلمو پر سلګونو چيني تصديو بنديزونه لګولي خو نتيجه يې څه ده؟ د بېلګې په توګه، پر هواوې تخنيکي شرکت د امريکا د بنديز له امله، د دغه هېواد يو شرکت اړ شو چې له هواوې سره  تجارتي اړيکې پرې کړې چې له کبله يې په لسګونو ورځو کې ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالره زيان کړی دی.

په اوسنۍ نړۍ کې بېلا بېل هېوادونه د متقابل درناوي پر بنسټ ګډ ژوند کوي او عادلانه مقام لري. د بنديز لګولو له لارې د يو هېواد تسليمول برياليتوب نه دی او امريکا به د دغو ناسمو کړنو له امله نړيوال ملاتړ له لاسه ورکړي.