د لويديځو هېوادونو له خوا د کرونا ضد د زيات شمېر واکسينونو ذخيره کول ناوړه عمل دی
CRI2020-12-26 15:51:17
شريکول:

اوس په نړۍ کې د کووېد ۱۹ ضد واکسينونو د څېړنو او توليد چارو ښه پرمختګ کړی دی او زياترو هېوادونو په لويه پيمانه د واکسين تطبيق پلان ته اجازه ورکړې ده. خو د اندېښنې وړ خبر دا دی چې د واکسين عادلانه وېش د ځينو لويديځو سياستوالو شاته غورځولی دی. د واکسين په اړه د ځان غوښتنې غږ پورته کول د کووېد ۱۹ پر ضد نړيوالې مبارزې او يووالي ته ضربه ورکول ګڼل کيږي.

د امريکا اېن بي سي څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره له دې پرده پورته کړه چې که کووېد ۱۹ ضد واکسين د بېلا بېلو هېوادونو د اړوندو ادارو له خوا تائيد شي، د امريکا، کاناډا او بريتانيا په شمول پرمختللي هېوادونه به دومره واکسينونه ذخيره کړي چې شمېر به يې د دغو هېوادونو له عمومي نفوس څخه زيات وي.

د واکسين ولسي واحد په نوم د واکسين د څېړنې او ارزونې نړيوال ارګان د دسمبر په لومړۍ لسيزه کې يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي دي، که څه هم د لوړ عايد لرونکو هېوادونو نفوس يوازې د نړۍ په عمومي نفوس کې ۱۴ سلنه نيسي، خو دغو هېوادونو د نړۍ تر نيمايي زيات د کووېد ۱۹ ضد واکسينونه اخيستي دي. د کاناډا له خوا د ذخيره شوو واکسينونو شمېر د دغه هېواد د نفوس له ۵ ځلو سره برابر دی. د اېډز ناروغۍ ضد د ملګرو ملتونو د پروګرامونو ادارې اجرائيه مشرې ويني بيانيما په غندلو سره وويل، چې د موديرنا( Moderna) کمپنۍ لخوا ټول جوړ شوي او د پفيزير (Pfizer) کمپنۍ له خوا ۹۶ سلنه جوړ شوي د کووېد۱۹ ضد واکسينونه د لوړ عايد لرونکو هېوادونو له خوا اخيستل شوي دي.

له بلې خوا، د کنيا، ميانمار او نايجريا په شمول د ۶۷ منځني او ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې په هرو لسو کسانو کې يوازې يو تن فرصت لري چې د راتلونکي کال تر پايه مخکې به د کووېد۱۹ ضد واکسين تر لاسه کړي.

د داسې وضعيت پر وړاندې کرونا وبا په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې پاتې کيږي، د ځينو لويديځو هېوادونو له خوا د ګڼ شمېر واکسينونو اخيستل او ذخيره کول له روانې وبا سره د نړيوالې مبارزې يووالی زيانمنوي او دا ناسم عمل دی. دغه عمل نه يوازې د بشري حقونو په برخه کې د پرمختللو هېوادونو له مسئوليت او دندو څخه سرغړونه ده، بلکې د ځينو لويديځو سياستوالو ځان غوښتنه او تنګ نظري يې ښکاره کړې ده.

د روان کال په سپتمبر کې د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر تدروس دې ته اشاره کړې چې د کووېد ۱۹ وبا د ختمېدو او د نړيوال اقتصاد احيا د چټکوالي تر ټولو مناسبه لار دا ده چې په ټولو هېوادونو کې دې خلکو ته د واکسين تطبيق زمينه تامين شي، نه دا چې په ځينو هېوادونو کې به ټولو کسانو ته واکسين ورکړل شي. اوس په نړۍ کې د واکسين عرضې له اړتياوو څخه کمې دي، نو د وبا د وقايې او مخنيوي لپاره بايد لومړی د بېلا بېلو هېوادونو هغو کسانو ته واکسين ورکول شي چې دوی له سختو خطرونو سره مخامخ دي او يا بدني وضعيت يې کمزور دی.

خو ځينو پرمختللو هېوادونو په بل لوري ګامونه پورته کړي او د دوی دغه کړنه چې له امله يې د واکسين نابرابر او غير عادلانه وېش سخت شوی، له غندنو سره مخامخ دي. د بېلګې په توګه، د امريکا مشر په دې وروستيو کې د واکسين په اړه امريکا ته د لومړيتوب ورکولو اداري حکم لاسليک کړ. د بيل ګېټس صندوق مشر بيل ګېټس دې ته په اشاره وويل، چې دغه عمل ډېر ځانغوښتنونکی دی. نوموړي وړانديز وکړ چې د واکسين وېش بايد د طبي اړتياوو له مخې تر سره شي، نه د شتمنيو له مخې.

چين د واکسين د څېړنې او توليد په برخه کې په نړۍ کې مخکښ دی او د ګردې نړۍ د واکسين د عادلانه وېش لپاره يې هڅې کړې او کوي يې. چين ژمنه کړې چې د کووېد ۱۹ ضد د چين واکسين به د نړۍ يو عامه لاس رسي وړ توليداتو په توګه وګرځي، د کووېد ۱۹ ضد واکسين د تطبيق په نړيوال پلان کې يې ګډون کړی او د برازيل، هند او مصر په شمول هېوادونو ته يې واکسينونه ورکړي دي چې دا ټول په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسين د تطبيق لپاره د چين نه ستومانه کېدونکي اقدامات دي.

خو له کورنا وبا سره نړيواله مبارزه د ځينو هېوادونو په اتکا نه شي تر سره کېدای او د بېلا بېلو خواوو همکاريو ته اړتيا لري، په تيره بيا پرمختللي هېوادونه بايد خپل مسئوليت او دندې پر غاړه واخلي.